تاند- د افغانستان حکومت په خپله خاوره کې د بندونو د جوړولو په اړه د ایران د ولسمشر حسن روحاني څرګندونې بې ځایه وبللې.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د چاپیریال په اړه په یو لړ حرګندونو کې په زغرده د افغانستان په خاوره کې د بندونو له جوړېدو سره مخالفت وکړ، ویې ویل:«موږ د هغه څه په وړاندې چې زموږ د ژوند چاپېریال ویجاوړي بې تفاوته نه شو پاتې کېدای؛ په افغانستان کې د ګڼو بندونو جوړېدا، د افغانستان په شمال او جنوب کې د کجکي، کمال خان سلما او نورو بندونو جوړېدا زموږ پر خراسان او سیستان بلوچستان ولایتونو اغېز لري.»

د ولسمشر غني یوه ویاند نجیب ازاد نن /چهارشنبه/ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت د اوبو د نړیوالو قوانینو مطابق حق لري چې له خپلو اوبو څخه د خپل ولس په ګټه کار واخلي.

تېره اوونۍ وسله والو یاغیانو د هرات ولایت په چیشت شریف ولسوالي کې پر سلما بند د حملې هڅه وکړه او په لړ کې یې لږترلږه ۱۰ پولیس شهیدان کړل.

که څه هم دولتي چارواکو وسله وال طالبان په حمله کې په لاس لرلو تورن کړل خو افغان طالبانو وویل چې دا برید دوی نه دی کړی.

ایران د اجیرو وسله والو په مټ په ځلونو د سلما، کمال خان او بخش اباد بندونو د جوړېدو د مخنیوي لپاره پر افغان انجینرانو، د بندونو پر ساتونکو او وسایلو بریدونه کړي دي.

ډېر ځلې د داسې بریدونو مسوولیت طالبانو په بې خبرۍ کې په غاړه اخیستی دی.

3 thoughts on “د افغانستان حکومت د بندونو په اړه د ایران د ولسمشر څرګندونې بې ځایه وبللې”
  1. دولت باید د اوبوبندونو او نورو لویو ملی پروژو د ساتنی لپاره یو ځانګړی ځواک جوړ کړی چی ښه روزنه ورکړای شی او په ټریننګ کی یی په بندو اولوزولو کی د لرغونو اشرارو(خصوصا د جنرال صاحب رحیم وردګ) له تجاربو هم ګټه واخیستل شی چی دوی کوم تکتیکونه کارول ترڅو چی داسی یو ځواک ورسره بلدتیا ولری او ښه ساتنه یې وکړای شی

  2. که فرضا افغان طالبان د داسې بريدونو مسوولیت په غاړه نه اخلي ، نو بیا دوی برأت نشي اخیستلی ، ځکه دوی په سیمه کې نفوذ لري . دوی مجبور اومکلف دي د ایراني او پاکستاني جاسوسانو په ځپلو ، نيولو کې له افغان دولت سره همکاري وکړي.
    د جنرال صیب رحیم وردګ ترڅنګ تورن اسمعیل خان هم د بندونو په ورانولو کې ډېره تجربه لري. دوی هم کولای شي خپلې تجربې د افغانستان له دولت سره شریکې کړي چې څنګه د پردیو له حملو نه خپل وطندوسته ، زړور پوځیان او پولیس وساتو؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *