په تيرو اوه لسو کلونو کې د له نورو پرمختګونو او بدلونونو سره خوا کې د مدني اصطلاح هم ډېره مشهوره شوه او ژر يې په خلکو کې رواج پيدا کړ.

د مدني اصطلاح د ژر شهرت او ترويج يو لامل دا دی چې په تيرو نظامونو کې خلکو سياسي جوړښتونه، اړيکې او فعاليتونه تجربه کړي او د ټولو بدبختيو بنياد همدا سياسي ګوندونه او تنظيمونه بولي په همدې دليل، په ټولنه کې دې پديدې ارزښت ډېر ټيټ شوی او عام خلک ترې بېزاره دي، په داسې حال کې چې انسانان اړ دي ترڅو په يوه چوکاټ کې سره راټول شي او د خپل ټولنيز ژوند اربه متحرکه وساتي، د همدې هدف لپاره مدني راټولېدنې په دې هېواد کې يو ډېر مناسب چتر شو، هر سړی چې ښار ته راشي په ځان د مدني فعال نوم ږدي، خو په دې نه وي خبر چې مدنيت يوازې نوم دی که يو لړ اصولو او مقررات هم لري.

مدنيت او مدني مناسبات له بدويت او بدوي مناسباتو څخه د عبور او پرمختګ په پايله کې رامنځته کېږي.

په مدني مناسباتو کې خلک پرته له دې چې د قوم، ژبې، مذهب، خيل او قبيلې په چوکاټ کې سره راټول شي، د انساني همدردۍ او په ټولنه کې د هوسا ژوند د احيا لپاره يوه او بل ته پرته له کوم تبعض او تعصبه لاس ورکوي، له حکومت څخه د مشروع خدمت غوښتنه کوي او خلک د حکومت په وړاندې مشروع اطاعت ته هڅوي.

خو په افغانستان کې بيا حالات بل ډول شوي دي، لکه مخکې مو چې يادونه وکړه په دې هېواد کې سياسي او تنظيمي چوکاټونو خپل ارزښت بايللی دی، په همدې اساس هر سړی کوښښ کوي ترڅو د مدني ټولنې او مدني فعال له نوم څخه په استفادې داسې کړنې پيل کړې، لکه په سياسي او تنظيمي چوکاټونو کې يې چې کولې.

که د دا ډول کړنو او له دې نامه څخه د غلطې استفادې په شاليد خبرې وکړو نو ښايي د تيرو اوه لسو کلونو يوه ورځ هم داسې پيدا نه کړو چې په شکل د اشکالو په کې د مدنيت تر نامه لاندې نورې نخرې او شخصي غوښتنې نه وي مطرح شوي، موږ په هغه خبرې نه کوو، راځو د تيرې يوې مياشتې په جريان کې چې مدني فعاليت څخه په استفادې د مدني فعالانو له خوا کوم څه ترسره شول، په رښتيا چې د خپګان وړ خبره ده.

کله چې د غبرګولي ( جوزا) په لسمه نېټه د کابل ښار په وزير اکبر خان مېنه کې خونړی بريد وشو، يو شمېر کسانو د دې بريد د غندنې په نيت لاريون پيل کړ، خو دا لاريون ډېر ژر د حکومت ضد سياسي کسانو په خپل لاس کې واخيست او د لاريون له خونړي کېدو وروسته يې په عامو لارو کې خيمې ودرولې او لارې يې وتړلې چې په پايله کې يې د روژې په هغو سختو ورځو کې خلک تر ستونې په تکليف کړل.

د همدې په تعقيب څو ورځې وړاندې کله چې له پلازمېنې څخه پکتيا ولايت ته نوی والي راتلو يو شمېر کسانو مخکې له مخکې د ولايت مخې ته د تحصن خيمې درولې وې، خو کله چې نوی والي د معرفۍ لپاره ولايت ته لاړ او دوی ته يې د دوی له غوښتنې سره سم احترام ونه کړ، دوی راغلل د عامو خلکو پر مخ يې د خوست او کابل ترمنځ غځېدلې لار وتړله.

د لارې له بندېدو سره سم له سپرليو ډګ په سلګونه موټر له يوې خوا او سلګونه موټر له بلې خوا ودرېدل، په دې موټر کې ناروغان، سپين ږيري، سپين سري، مېرمنې او ماشومان هم ښه پرېمان ول.

کله چې خلکو له متعريضينو سره خبرې وکړې چې تاسو څوک يئ او څه غواړئ؟ دوی به ويل چې موږ مدني فعالين يو او غوښتنه مو دا ده چې والي دې دې ځای ته راشي، بيا لاره خلاصوو. يانې دوی غوښتل چې والي ته خپل مدني زور او قدرت وښيي.

په مدنيت کې انسان له لوړو انساني ارزښتونو برخمن وي او د مدني فعالينو هره منډه ترړه د خلکو د هوساينې او ارامۍ لپاره وي؛ خو په افغانستان کې د مدني فعاليت په نامه ځينې حرکتونه هېڅکله د مدنيت ښکارندويي نه شي کولی، برعکس دا په اصل کې د مدنيت ضد کړنې دي، په همدې اساس موږ هم دې خلکو ته مدني فعالان نه شو ويلی، بلکې دا په اصل کې مدني شغالان دي او غواړي د مدنيت تر چتر لاندې خپلو نامشروع غوښتنو ته ځان ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *