نن زموږ هیواد دتاریخ په حساسو شیبو کښي قرار لري.کوچني ترینه ضربه به مو یو ځل بیا د ۹۰ یمي لسیزي و بحرانونو ته ور ټیله کړي. د امریکا او روس ترمنځ زور ازمایې، په افغانستان کښي دامریکایې او روسي طالب ایجاد،د پاکستاني او امریکا یې داعش جوړښت د ایران او چین څرګندي لاس وهني، دهیواد ملي منافع په خطر کښي اچولي دي.

په کور دننه کي ددولت دمخالفو وسلوالو ترڅنګه په ترکیه کي دمحقیق، جنرال عبدالرشید دوستم اوعطامحمد نورترمنځ د((افغانستان د ژغورني لپاره دائتلاف عالي شورا)) یو بل بحران وږیږوې.ددوې لپاره لازمه وه چي په داخل د افغانستان کښی یې خپل غوښتني مطرح واي، پداسي حال کښی چي دوستم اومحقیق دافغانستان دامنیت شورای غړي هم دی، په حقیت کښي ددوی غوښتني له خپل ځانه څخه دي، په ټولو ښواو په بدوکي سره شریکان دي.

نور باید د سرماتولو پرځاي رایي وشمېرل سي، که څوک حق غواړي دډیموکراتیکو لارو دی وغواړي،پر ولسواکۍ دي باور ولري، د نظام دچپه کولو پرځاي باید دنظام د تقویت لپاره طرح وړاندي کړي، دستونځوحل په سوله ییزه ډول ښه نتیجې لرې. ددوستم او محقیق دوې ائتلاف د اروپا و پخواني ټګانو ((لودیتیانو)) ته ورته دي.!

لودیتیان (Luddites) څوک وه؟

په اتلسمه پیړۍ کښي په اروپا کښي صنعتي انقلاب منځ ته راغلي ترانقلاب دمخه په اروپا کښي پاچاهانو د کلیو د اشرافو او زورواکانوڅخه یومعین مقدرا پیسي غوښتي اواشرافو به دغه پیسي دځمکه والو دکرنیزو ځمکو دعاید څخه تر لاسه کولي نو کله چي فابریکي جوړي سوي خلګو په فابریکو کښي کار کولو ته مخه کړل ځکه لاس مزدوري یې د ځمکي تر کار ډیره وه، پدي وخت کښي د اشرافو، نخبه ګانواو زورواکانو تجارت په ټپه ودریدې، دلاسي صنعت کارانو ځاي د نساجي فابریکي ونیوي، پدي اساس دصنعتي انقلاب په پراخېدو سره اشرافو نه یوازي اقتصادي سرچیني له لاسه ورکولې بلکې په سیاسی ډګر کښي هم د انزوا له ګواښ سره مخ وه، اشرافو چي د خپل سیاسي او اقتصادي ځواک پر وړاندي ګواښونه په سترګو لیدل  دصنعتي کېدو پروړاندي یې پیاوړي مخالف لاریونونه رامنځ ته کول،دهغو کارخونو یاماشین الاتو په ویجاړولو یې لاس پوري کړي چي ددوې کاروبار یې ورپنچر کړي ؤ. حتي د نساجي د دستګاه د تارنیوکي دمخترع کوریې هم ور وسوځوۍ.دغه خلګوته چي دصنعت مډرنیت او اصلاحاتو پرضدوه  د(لودیتیانو) نوم یې پرکیښود، چي په اوس کښي دا ډول خلګوته دټکنالوژۍ ضد خلک ویلای شو.

دا خلګ د کرزی صاب په حکومت کښي په باج اخیستلو باندي اموخته وه، محقیق پدا یوه نیمه لسیزه کښي د یو سلو 120 کسانو، استاد سیاف د 80 کسانو، دوستم د سلو باډی ګاردانو اباته او اعاشه، اخیستل، اوس چي غني اصلاحات راولي باج ورکول او باج اخیستل یې پردوي باندي ودرول، غوغا یې پورته سول. اشرف غني غواړي چي اقتصادي وده مو پراختیا ومومي او دا کار هغه وخت شونې دی چي سیاسي او اقتصادي لوبغاړي پخپله ددي پروسي دخنډسبب نه شي. ددنیا په هیڅ کونج کښي داسي سړی نه شي پیدا کولای چي په (پوزیشن) او (اپوزیشن) دواړوکښی وي. موږ د اوو تنظیمونودائتلاف نتیجه ولیدل چي کابل یې په کنډواله بدل کړي، د خلق او د پرچم ائتلاف یې یوه بله ښه بېلګه ده، لهذا دا ائتلافونه مخربه نتیجه لري او د افغانستان په ګټه یو هم نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *