دویمه برخه
که د افغانستان د تعلیمي نصاب کتابونه له شکلي پلوه په ځیر سره ولیدل شي، نو ډیرې تیروتنې لري، حتی د کتابونو په پشتیو کې د کتاب نومونه په غټو تورو سره نا سم لیکل شوي او چاپ شوي دی چې دا په خپله د مسولینو د نه پاملرنې یوه بیلگه کیدای شي. دغه یې دوې نمونې دي:
د افغانستان د پوهنې وزارت مقاماتو نوې څرگندونې کړې دي چې دوی غواړي اوس بیا پر دې تعلیمي نصاب باندې له سره کتنه وکړي.
د ښونځیو د نصاب پر کتابونو باندې له سره کتنې خبر بي بي سي د ۲۰۱۷ کال د جولای په لومړۍ نیټه خپور کړ. د خبر په یوه برخه کې داسې راغلي دي:
«د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د ښوونځیو د نصاب کتابونو ته له سره کتنه کېږي او په پام کې لري چې له ارزونې وروسته به نه یوازې د مضمونونو شمېر راکمېږي بلکې د ځینو کتابونو حجم به هم راکموي.
د افغانستان د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي وايي، ښونځیو کې ډېرو مضمنونو زدکونکو ته ستونزې راولاړې کړې دي.
اوسمهال د افغانستان ښوونځيو کې ګڼ شمېر مضمونه ښول کېږي. لومړی ټولګی اووه مضمونه او دوولسم ټولګی ۱۷ مضمونونه لري.
د افغانستان د پوهنې وازارت وايي، د نصاب بيا ارزونې او د ښوونځيو د مضمونونو شمېر ټاکلو ته يې يو کمسيون جوړ کړی دی.
د پوهني وزير اسدالله بلخي بي بي سي ته وويل، د دې کمسيون د کار په پای کې به پرېکړه وشي چې کومه مضمونونه ګټور او کوم نه دي.»
دغه راز په همدې پورې اړوند، د ښونې روزنې وزارت پخواني مرستیال ښاغلي صدیق پتمن له بي بي سي سره په یوه غږیزه مرکه کې خپل نظر ویلی دی چې زه یې مهم ټکي دلته را اخلم:
«د پوهنې وزارت څو ځلې هوډ کړی چې تعلیمي نصاب بدل کړي او بدل کړی یې هم دی، خو نوی بدل کړای شوی نصاب یې په معیاري بڼه نه دی جوړ کړی چې د نورې دنیا له ښونځیو سره په برابرۍ کې راشي چې زموږ د دولسم ټولگي فارغان وکولای شي په بهر کې د دولسم د فارغ په توگه ومنل شي.
که د بدلیدو دا اوسنۍ موخه که دا وي چې کتابونه او د کتابونو پاڼې راکمې شي او نړیوال ستندردونه په پام کې و نه نیول شي، زه فکر نه کوم چې دا به نتیجه ورکړي.
د ښونې او روزنې نظام اوس باید په نړیوالو ستندردونو باندې جوړ شي، ډیره کمه برخه فرهنگي او کلتوري مسایلو ته ور کړل شي او زیاته برخه یې ساینس ته ورکړل شي.
ــ دا معیاري بدلون څنګه راتلای شي؟
باید په نړۍ کې له منل شوو تعلیمي نصابونو څخه، په لږ بدلون سره گټه واخلو. هند زموږ له پاره ښه ماډل کیدای شي، سنگاپور ښه ماډل کیدای شي او ترکیه زموږ له پاره ښه ماډل کیدای شي. دا منل شوي تعلیمي نظامونه دي او موږ سره فرهنگي ورته والی هم لري، چې په خپلو هیوادونو کې یې نتیجه هم ورکړې ده.
ــ زموږ په هیواد گڼې ستونزې موجودې دي، تاسو د یادو هیوادونو د پروگرامونوتطبیق ته افغانستان کې شرایط مساعد گڼئ؟
ــ بلې، بلکل. گورئ! فزیک هر چیرې فزیک دی، تاسو نه شئ کولای د افغانستان له پاره بل فزیک یا بله کیمیا جوړه کړئ.
تعلیمي نصاب موږ د دې له پاره جوړوو چې د فرد او ټولنې په ژوندانه کې فرق راولي او زموږ فارغ باید په افغانستان او نړۍ کې د کار کولو جوگه وي.
که تعلیمي نصاب هدف و نه لري، دا خو د وخت ضایع کول دي چې همدا اوس موږ وخت ضایع کوو.
ــ په دغه اوسني تعلیمي نصاب باندې دا شپاړس کاله تیر شول، په دغه تعلیمي نصاب باندې کار کیدلو، ستونزه چیرې وه چې دې ټکي ته پام نه کیده؟
ــ ستونزه سیاسي وه. امکانات په کافي اندازه موجود وو، نړیوالې ټولنې مرستې کولې، خو د پوهنې له سکتور سره سیاسي برخورد کیده او اوس هم په سیاسي جال کې ښکیل ده.
زه باوري نه یم چې د پوهنې اوسنۍ رهبري دې په دې بریالۍ شي چې دوی یو مناسب نصاب جوړ کړای شي چې هغه په درد وخوري. موږ مجبور یو له نړیوالو معیارونو سره ځان برابر کړو…
اوسني حکومت ته زما وړاندیز دا دی چې وخت ضایع نه کړي، نړیوالو ستندردونو ته لاړ شي. ملي ستندردونه یوازې په اجتماعیاتو او اسلامي مسایلو کې تطبیقیږي، موږ باید نړیوال منل شوي ستندردونه را واخلو، که یې را وانخلو مانا یې دا ده چې موږ وخت ضایع کوو.»
او اوس دوې خبرې:
لومړی:
اوس چې د افغانستان د ښونې روزنې وزارت اعلان کړی چې:
«د افغانستان ښوونيز نصاب ته له سره کتنه کېږي»
دلته پوښتنې را منځ ته کیږي چې:
رژیم هماغه، خلک هماغه، پالیسي هماغه او په پای کې هر څه هماغه، په تعلیمي نصاب باندې یې په میلیاردونو لگولې، خو سره له دې چې د نړیوالو مرستې د پخوا په پرتله لږې شوې دي، نو اوس یې بیا بدلوي او چې بدلوي یې، په چا او څننگه یې بدلوي؟
دویم:
په سلگونه او ښايی لا ډیر شخصي ښونځیو کې همدا اوس د پردیو تعلیمي نصاب تدرسیږي، د دې مخ ولې نه نیول کیږي، دا افغانستان دی که پاکستان؟
دا افغانستان دی که ایران؟
ما په خپلو مقالو او لکچرونو کې د افغانستان په تعلیمي نظام او ښونیز نصاب کې ستونزو ته په تکرار سره اشارې کړي دي او په خپلو لیکنو کې مې په تفصیل، له اسنادو سره خبرې ورباندې کړې دي.
په کندوزکې مې د څو ښځینه خپلسرو ښونځیو په باب «د افغانستان ښوونیز نظام، جامعة الصالحات، اشرف المدارس یا د نوي نسل… ؟» تر سرلیک لاندې مقاله ولیکله او د هغو خپلسرو ښونځیو د کارونو او تعلیمي نصاب د پایلو په باب مې کوتڅنډنې وکړې، هلته ما لیکلي وو:
«… ترهغه ځایه چې زه په افغانستان کې دننه او له افغانستان څخه د باندې د افغان ماشومانو په ښوونه او روزنه باندې خبر یم، د دې ښوونې اوروزنې منفي اړخونه تر مثبتو دا ډیر دي، په تیره په افغانستان کې دننه. د همدې دلیل له مخې ما ټینګار کړی دی او ټینګارکوم چې زموږ ښوونه او روزنه معیوبه ده، باید سمه اوجدي پاملرنه ورته وشي…
زه د افغانستان د ښوونې او روزنې په برخه کې ځان مسول ګڼم او د دې برخې د یو مسول په توګه په زغرده وایم چې د وطن، خلکو او ښوونیز نظام د لا فاسدیدو او لا بربادیدو په خاط رباید خپل غږ اوچت کړم او و وایم چې:
د ټولنیزژوند په هیڅ برخه کې افراطیت ښه نه دي، په تیره د نوي نسل په ښوونه او روزنه کې. هیله ده چې نور بادرده فرهنګیان، سیاسیون او په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې د ډګر مسولین په هر ممکن ډول چې وي، زما د غږ ملتیا وکړي، څو د دغه افراط مخه ونیول شي…»
زما دا خبرې او دا نظر چا نه واوریدل نه یې ولوستلې او نه هم چا ارزښت ورکړ، پایله یې دا شوه چې اوس د همغو افراطي ډلو د تدریس او تبیلغاتو په نتیجه کې د کندز حال داسې دی چې گورئ یې او اورئ یې.
بیا مې د همدې اوږدې مقالې په پای کې د ۲۰۱۴ کال د مارچ په اتمه نیټه په ټینگار سره ویلي و او لیکلي و چې:
«… په افغانستان کې ښوونیز او روزنیز نظام باید بدل شي، له سره جوړ شي، داسې جوړشي چې د نوې نړۍ د پرمختګ د کاروان ټول اړین مسایل یې په لمن کې موجود وي.»
وروسته له دې چې د افغانستان د تعلیمي سیستم د بدلیدو له پاره زما نظریات خپاره شول، پرته لو یو څو منفي توهین ډوله خبرو نه چې زما په آدرس را حواله شوې وې، نور مې له هیڅ رسمي او غیر رسمي آدرس نه کوم غبرگون تر سترگو او غوږو نه شو. کله مې چې پاسنۍ یاده مقاله خپره شوه، د تکفیر حکم را باندې وشو، د دین فروش په نامه یاد شوم او په دغو جملاتو یې و نازولم:
«… د ليکني د محتوياتو څخه داسي معلوميږي چي يا خو پخپله د مارکس، لينن او سټالين ګوډاکي يي او يا د مسيحيت او ديموکراسي حلقه بګوش او دين فروش غلام …
… که د داسي ديني مدرسي پرخلاف کوم عکس العمل تر سره شي نو بيا به په دي وطن کي د کنړي سيند په څير ويني وبهيږي چي په نتيجه کي به يي بيا ټول مسئوليت ستاسي په شان د دين او وطن پلورونکو پر غاړه وي…»
د دغسې مدرسو او د هغو د مسؤلینو د افکارو د خپرولو پایله وه چې کندوز یې درته په سره تناره بدل کړ او بهرنیانو په همدې مدرسو کې د روزل شوو ځوانانو په کارولو سره و غوښتل او غواړي په خپلې نیابتي جگړې کې دغه ځوانان د سون د موادو په څیر وکاروي او تر هغه وخته دې کار ته دوام ورکوي چې یا موږ افغانان د جهالت له خره څخه، د پوهې سیمې ته ور ښکته شو او یا دوی خپلې موخې تر لاسه کړي.
د افغانستان د معارف د تعلیمي نصاب د بدلون د ډمامو په دې گرما گرم کې زه وایم چې دوی دا کار نه کوي، هسې پر یخ یې لیکي او تاوده لمر ته یې ږدي او که په رښتیا سره دا کار کوي، نو د اوس له پاره دې دا څو ټکي نه هیروي:
په لومړي گام کې دې دولت د معارف د وزارت او د معارف د ټولو مهمو ادارو په رأس کې غیر سیاسي، غیر گوندي او غیر تنظیمي، مسلکي او تجربه لرونکي اشخاص پیدا او و گوماري.
دغه نوي نا پیلي مسؤلین دې په خورا زیار او زغم نور مسلکي، با تجربه او با تحصیله افراد پیدا او د معارف په نصاب دې داسې کتنه وکړي چې د ملي مسایلو تر څنګ، د نوي عصر ټولې غوښتنې او پوښتنې په کې په پام ونیول شي.
پای