تورلګول او ادعاوې چې په افغانستان کې دننه د مختلفو سیاسي او نورو اړخونو په یوه عام عادت بدل شوی و،اوس په دیپلوماتیکه دستګاه کې هم د یوه زیات کاریدونکي تکتیک او عمل په توګه لیدل کیږي.

په دې ترڅ کې دا ځل د ولسمشرکرزي ویاند ایمل فیضي په افغانستان کې روانې ناامنۍ او بې ثباتۍ ته د کورنۍ جګړې د نوم ورکولو موقف رد کړی.

د دې وضعیت په اړه دا ادعا د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي جیمزدابنز لخوا شوې ده.

زوړ تکتیک،نوې لوبه

د افغانستان په اړه امریکا متحده ایالاتو او نورو داسې هېوادونو پخوا هم له دغه تکتیک څخه په افغانستان کې د خپلو ځینو هدفونو په ګټه کار اخیستی دی.

د دې تکتیک د استعمال هدف ډېروخت دا وي،چې تریوې نوې لوبې مخکې د افغانستان په چارو کې ښکېل لوبغاړي د خپلو نوو لاس لاندې سیاستونو په اړه تبلیغات او ذهنیت سازي وکړي.

د افغانستان د روانې جګړې کورنۍ ګڼل هم له دغسې تکتیکونو څخه یو دی،چې د یوه نوي او په ډېرګومان پارونکي سیاست د رامیدان ته کیدو د پیغام لیږدولو په خوا کې د افغانستان د ستونزو کورنیو اړخونو ته په نوې لوبه کې د ګډون زنګ ګړنګوي.

دا لوبه له شک پرته،چې د ډېرو بهرنیو ځواکونو تروتو مخکې د سولې یا بلې کومې بهرنۍ طرحې او پروسې د عملي کیدو نیت او پلان څرګندوي.

امریکا ښایي بیا د پردې شاته له وسله والو طالبانو سره پرخبرو او سولې ځینو هوکړو ته رسیدلې وي او مخکې له دې چې د دې هوکړو عملي نتایج اعلان او معلوم شي،داسې ښودل غواړي چې د افغانستان ستونزه خو د ولسمشرکرزي د پای ته رسیدونکي حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ یې وه او بهرني هدفونه،طرحې او ګټې یې نه تعقیبولې.

 ښه ځواب خو غلطه مرجع

د امریکا د ځانګړي استازي د دغو څرګندونو په غبرګون کې د افغان حکومت ښودل شوی موقف او ځواب ته ښه ویل کیدای شي،خو دا ځواب باید له یوې متقابلې او هم وزنه مرجع څخه وای.

دا ځواب د ولسمشرویاند ایمل فیضي له باختردولتي خبري اژانس سره په مرکه کې ورکړی او ویلي،چې که د افغانستان د تېرو لسو کلونو جګړه کورنۍ وه نو بیا دا مانا لري،چې امریکا په دغه موده کې د افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېله او د پیاوړتیا سبب شوې یې وه.

امریکایي استازی به له دې خبرو څخه یو هدف دا هم ولري،چې د افغانستان د حکومت سیاسي شعور او عقلانیت لانور چېلینج او افغانانو ته یې کچه ور معلومه کړي.

د افغانستان له اوسني حکومت سره د امریکا د اړیکو سابقې ته په کتلو سره دغسې لفظي ټکرونه،ادعاوې او ستونزې زیاتې رامنځته شوي او بیا زر حل شوي،چې هریوه ځانته په یوه ټاکلې مرحله کې خپل هدفونه لرل.

اوس چې افغانستان د نوي حکومت د ټاکلو لپاره د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو خوا ته روان دی،یوعلت به کیدای شي د دې خبرو دا وي،چې امریکا په روانه جګړه کې د خپلې برخې ملامتۍ واوره ټوله د افغان حکومت پربام واچوي او افغانستان سره په راتلونکو اړیکو او دریځ کې ځان د یوه مخلص لوبغاړي په توګه په کاذب ډول تمثیل کړي.

افغان حکومت ته به ښه دا وای،چې د ځانګړي امریکایي استازي د خبرو ځواب یې پریوې هم وزنه متقابلې مرجع ورکړی او د ولسمشرۍ ماڼۍ ترویانده پورې دا مسله نه رسولای.

په دیپلوماسۍ کې هرې خبرې ته ځواب ویل هغه هم له نامتقابلو او لوړو مراجعو څخه د حکومتونو حیثیت ته زیان اړولای شي.
د دغسې څرګندونو او ذهنیت خرابوونکو لوبو د مقابلې ښه نسخه دا ده،چې افغان حکومت په عاجل او ممکن  ډول د بهرني سیاست دستګاه د ظرفیت،مسولیت او صلاحیت ټولو له پلوه ترمیم او افغانستان سره په لوبو او اړیکو د بوختو هېوادونو او لوریو هدفونه او عملونه تعقیب،تحلیل او  پروړاندې یې لازمې موقف ګیرۍ ته تیارکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *