چودري نثار خان/ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر د اسلام اباد د هوايي ډګر د هغه امنیتي چارواکي خلاف د اقدام امر وکړ چې له دوو افغان ښځینه مسافرو سره یې بد چلند کړی و.

دي نیوز ورځپاڼه راپور ورکوي چې د پاکستان د کورنیو چارووزیر چودري نثار علي خان نن /پنجشنبه/ د اسلام اباد په بېنظیربوټو نړیوال هوايي ډګر کې د ایف آی اې (د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې پولیس) د مرستیال رييس د نیول کېدو امر وکړ.

دي نیوز وايي چې د ښاغلي نثار علي خان له امره وروسته د ایف آی اې مرستیال رييس ونیول شو او پر خلاف یې دوسیه پرانیستل شوه.

د کورنیو چارو وزیر وویل چې د بېنظیر بوټو هوايي ډګر د فدرالي تحقیقاتي ادارې د پولیسو د مرستیال رييس لپاره دا سزا کافي نه ده چې له دندې ګوښه شي او پوښتنې ګروېږنې ورڅخه وشي.

نثار علي خان پټکه وکړه چې د هر هغه افسر خلاف به سخت اقدام وشي چې مسافر ځوروي.

ده د ایف آی اې له مامورینو او چارواکو وغوښتل چې له خلکو سره مودبانه چلند وکړي.

دي نیوز او نورو پاکستاني رسنیو له دوو افغان ښځو سره د ایف آی اې د مرستیال رييس د بد چلند د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني پولیس نه یوازې په لارو او کوڅو کې بلکې په هوايي ډګرونو کې تل له افغانانو سره بد چلند کوي او مجبوروي یې چې بې موجبه پیسې ورکړي. له همدې کبله اوس ډېری افغانان نه غواړي چې بهرنیو هیوادونو ته د پاکستان له لارو تګ راتګ وکړي.

One thought on “پاکستاني وزیر له ۲ افغان ښځو سره د بد چلند په تور د یوه پولیس چارواکي د نیولو امر وکړ”
  1. دا هسې ټر په پر پټوي. په پاکستان کې کله او له کوم افغان سره بد چلند نه دی شوی چې اوس په هوایي ډګر کې له مسافرو سره د بد چلند خبر خپروي؟ له مانه یې همدغه د اسلام اباد هوایي ډګر ته د تګ په لاره کې ۱۳ سوه کلدارې واخیستې او په کراچۍ کې یې یو ځل رانه ۲ سوه ډالر واخیستل هغه پېښور کې یې چې پنځوس او سل اخیستې هغه خو حساب نه دي. د پاکستان ښه مه وایئ سړی پرې ښه نه ښکاریږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *