پنجشنبه، د چنګاښ ۱۵مه
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په افغانستان کې د اوبو د لويو بندونو پر جوړېدو د ايران د جمهور رئيس حسن روحاني د څرګندولو په غبرګون کې وويل، چې له ګاونډيانو سره د اوبو معضله دې د نړيوالو قوانينو مطابق له ډيپلوماتيکو لارو حل شي.
ښاغلي حکمتيار چې د پنجشنبه په ورځ يې په کابل کې يوه خبري کانفرانس ته خبرې کولې وويل، هېڅوک حق نه لري چې له بهر نه افغانانو ته دستور صادر کړي، د ګواښ ژبه وکاروي او زموږ په کورنيو چارو کې د مداخلې حق ځانته ورکړي.
نوموړي زياته کړه په دې هکله د کابل او تهران ترمنځ ځينې معاهدې شته او دواړه لوري دې هغه ته ځان مکلف و ګڼي او که په يادو معاهدو کې د بدلون اړتيا ليدل کيږي، نو د مذاکراتو له لارې دي دغه ستونزه هواره کړي.
د حزب اسلامي امير وويل، په رسنيو کې د ښاغلي روحاني له خبرو مختلف تعبيرونه اخيستل کېږي او ښايي په افغانستان کې کېدونکي بريدونه، چاودنې او د رغنيزو پروژو پر کارکوونکو بريدونه له همدې مسئلې سره تړاو ولري.
د هېواد ملي رهبر ټینګار وکړ چې د افغانستان د ټولو اوبو او سیندونو مالکان افغانان دي او په دې برخه کې د هېڅ هېواد دستور او ګواښوونکې ژبه نشي زغملای.
د ښاغلي حکمتيار په وينا که چیرې زموږ ګاونډیان زموږ په اوبو کې مداخله کوي، نو موږ ټولو ته ویلی شو چې دوی دې هم د افغانستان پولو ته نيږدې د خپلو ګازو او نفتو په شمول طبعي زيرمو ته لاس نه نیږدې کوي، ځکه دا منابع ترځمکې لاندې زموږ له ځمکې سرچینه اخلي.
د ايران جمهور رئيس په داسې حال کې د اوبو د بندونو په هکله اندېښنه ښودلې چې د افغانستان حکومت په ټول هېواد کې د کجکي، سلما او کمال خان په ګډون د اوبو د ۲۲ بندونو د جوړولو چارې پیل کړې دي.
د حزب اسلامي مطبوعاتي او فرهنګي کميسيون