تاند- د پاکستان د ملي امنیت کمېټې د جمعې په ورځ د صدراعظم نوازشریف په مشرۍ په غونډه کې اراده څرګنده کړه چې د نړیوالو او سیمه ییزو شریکانو په مرسته د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هلې ځلې کوي.
د پاکستان د ملي امنیت کمېټې له غونډې وروسته په یوه رسمي خبرپاڼه کې ویلي«موږ به افغانستان ته د عادي حالت د ژر تر ژره راګرځېدو لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړو، خو د دې کار لپاره پکار ده چې د افغانستان حکومت پر خپلې خاورې اغېزمن بیا کنټرول ترلاسه کړي.»
د پاکستان د ملي امنیت کمېټې دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د افغانستان حکومت افغانستان ته د حقاني شبکې د لېږدېدو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا په کلکه رد کړه.
د پاکستان د ملي امنیت په کمېټه کې دفاع وزیر خواجه محمد اصف، د مالیې وزیر اسحاق ډار، د کورنیو چارو وزیر نثار علي خان، د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز، د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې رييس جنرال زبیر محمود حیات، لوی درستیز قمر جاوید باجوه، د سمندري ځواک درستیزوال ادمیرال محمد زکاالله، د هوايي ځواک درستیزوال مارشال سهیل امان، د ملي امنیت سلاکار متقاعد جنرال ناصر خان جنجوعه، د آی ایس آی ريیس متقاعد جنرال نوید مختار او یو شمېر نور ملکي او پوځي چارواکي شامل دي.
سیمې ته د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې د رييس جان مکین په مشرۍ د پلاوي له بېرته ستنېدو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا وویل چې حقاني شبکه او د طالبانو نورې ډلې، د پاکستاني طالبانو تحریک، اسلامي دولت ډله داعش او القاعده اوس له پاکستانه تښتیدلي دي او د افغانستان په هغو سیمو کې فعالیت کوي چې د حکومت تر کنټرول لاندې نهدي.
خو د افغانستان د ولسمشر یوه ویاند نجیب الله ازاد ویل، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند دا څرګندونې ښيي چې د اسلاماباد د بېلابېلو بنسټونو ترمنځ همغږي نشته.
په همدې حال کې ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې د پاکستان پوځ او استخباراتو په کوټه او پېښور کې د افغان طالبانو مشرانو ته ویلي چې یا افغانستان ته لاړ شي او ښکاره فعالیت ونه کړي.