د برېښنا اړوند غوښتنه چې د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اوسېدونکو څو ورځې وړاندې له دولت نه کړې وه، په ټولنيزو شبکو او ګڼو خبري رسنيو کې يې په پراخه کچه انعکاس وموند، دغه اواز د دولتي چارواکو تر غوږونو هم رسېدلی خو، تر اوسه يې د فاميلۍ د اوسېدونکو د دغې غوښتنې اړوند هيڅ غبرګون نه دی ښودلی.
موږ يو ځل بيا په دولت غږ کوو، چې په دې ملي سرمايه (برېښنا) کې دې زموږ د حق غوښتنې ته مناسب ځواب ووايي.
که دولت په لنډه موده کې زموږ دې غوښتنې ته مناسب ځواب ونه وايي، نو موږ به خپله مبارزه د خپل حق تر لاسه کولو پورې روانه وساتو، سړکونو ته به را ووځو او له دې لارې به د قانون په رڼا کې د خپل حق غوښتنه وکړو.
درنښت
د نجم الجهاد فاميلۍ ( شپږمې ناحيې ) اوسېدونکي
يادونه: دا غږ د فاميلۍ د اوسېدونکو ګډ غږ دی، هيڅ شخص او يا ډله دې ځان ته نه ځانګړی کوي!!!