تاند- په بادغیس ولایت کې افغان چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو د دوو ډلو ترمنځ نښتې شوي او دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.

د راپورونو له مخې، د ملا هیبة الله او ملا رسول ډلې په جوند ولسوالي کې سره نښتي چې په نتیجه کې یې ۷ تنه وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

د بادغیس د والي ویندوی ظاهر بهاند هم د ملا هیبة الله او ملا رسول د پلوي ډلو ترمنځ نښته تایید کړه او ویې ویل چې په نتیجه کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دواړو ډلو ترمنځ د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو په تېره بیا هرات کې په ځلونو نښتې شوي دي.

د ملا رسول ډله وروسته له دې جوړه شوه چې د ملا عمر د مړینې خبر خپور شو. د دې ډلې غړیو د طالبانو د مخکیني مشر ملا اختر محمد منصور پر مشرتابه اعتراض درلود.

2 thoughts on “د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په نښته کې ۷ تنه ووژل شول”
  1. که دا جهاد دومره ویاړمن کار دی نو ولی یی خپل مخونه پټ کړی؟ نه دی پټوی، چی خلک یی ویاړمنی څیری ووینی او که نه دومره ټیټ او ناولی کار دی چی دوی نه غواړی خلک یی وپیژنی، بیا ولی یی دی ناولی، سپک او پریوتی کسب ته یی مخه کړی؟ هیڅ سرمی پری خلاص نه شو

  2. ټالیبان د علم ، پوهې ، د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو او پرمختګ دښمنان دي
    بنا ټالیب د افغانستان د بدبختۍ اصلي لامل دی:
    ټالیب خارجیانو ته بهانه په لاس ورکوي چې دلته پاته شي.
    چېرته چې ټالیبان دی ، هلته نظم نشته ، ښوونځي ، روغتونونه ، دولتي اداره او نظم نشته .
    ټالیب د اقتصادی پرمختګ مخه نیسي او لاتر اوسه د « تيږې یا حجر» د دورې فکر په سر کې لري. د بشریت لاسته راوړنې د ټالیب په آند حرامې دي.
    ټالیب زمونږ دهېواد په سرحدونو او پولو کې د دولتي قواوو د کمزوري کولو اساسي عامل دی چې په خواشینۍ سره د فکیستان سرحدي قوا هره ورځ زمونږ خاوره لاندې کوي او هلته خپل نظامي تاسیسات جوړوي.
    ټالیب هره ورځ په اوسط ډول د 100 پښتنو ځوانانو د وژلو اصلی قاتل او دښمن دی چې پدې ډول سره غواړي د پښتون ټبر ورځ تر بلې ضعیف کړي.
    ټالیب د پښتنو په سیمو کې د ثبات او حاکمیت دښمن دی چې د دوی له لاسه په مرکزي دولت کې د پښتنو ونډه ورځ تر بلې کمزورې کيږي. د غزنی ولایت تېر انتخابات یې ښه مثال دی. …..
    د افغانستان ولس او دولت ته پکار ده چې د افغانستان د تاریخ په ټنډه د یویشتمې پېړۍ دغه تور داغ ته د پای ټکی کیږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *