د څېړنې ګټې
د څېړنې او تحقيق برکت دی چې ورځ تر بلې نوي کشفيات کېږي او د انسانانو د ژوند د ښه والي لپاره د ښه ژوند موقع برابرېږي. د څېړنې ګټه په اکثره وخت کې فردي نه وي، بلکې ټولنيز وي، يعنې که په لويديځ کې يو لويديځ پوه د سرطان د ناروغۍ لپاره درمل جوړوي، ددې درملونه يواځې يوفرد استفاده نشـي کولای، بلکې ټولې نړۍ ته یې ګټه رسېږي.
د څېړنې د ګټې په لاندې ډول دي:
۱. څېړونکي سره د شخص او کاري ستونزو په ډګر کې مرسته کوي.
۲.په څېړونکي کې د نوښت مینه پیدا کوي او د دې جوګه یې ګرځوي چې د حقیقتونو پلټنه وکړي او همدارنګه پوهه یې ژوره او پراخه ګرځوي.
۳.فکر تنظیموي او دېته یې رابولي چې نوښتونه تر سره کړي، له سطحي او تکراري معلوماتو څخه یې ژغوري.
۴.په مناقشه او مصاحبه کې د فرد علمي کچه لوړوي.
۵.کتابتونونه په نویو نوښتونو او ابتکاراتو سره شتمنوي.
۶.د بېلا بېلو پروګرامونو تر مینځ یووالی او اتحاد راولي.
۷.د بېلا بېلو علومو تر مینځ رابطه ټینګوي، د بېلګې په توګه هغه څوک چې په ادبیاتو کې د ادبپوهنې په برخه کې ادب تاریخ لیکي نو دی مجبوره دی چې د تحقیق د لارو چارو سربېره له تاریخ څخه هم معلومات ولري.(۹)
لڼده دا چې څېړنه په روزمره ژوند کې د انسانانو د ښه ژوند د بهبود لپاره موقع برابروي.
په ساينسي علومواو اجتماعي علومو کې د هرې لاس ته راوړنې اصلي منبع له تحقيق او څېړنې سرچينه اخلي.
د څېړنې ځانګړنې
د څېړنې د خصوصیاتو په هکله په ډېرو ځایونو کې خبرې شته خو د موضوع د شرایطو سره سم به د محمد صدیق روهي له اثره د څېړنې د ځانګړنو په هکله د کار خبرې راوړم:
۱.څېړنه به د يوې ټاکلې مسلې پر شاو خوا باندې راڅرخي.
۲. په څېړنه کې به ابتکار او نوښت موجود وي.
۳.څېړنه به د يو ذهني استعجاب پر روحيه ولاړه وي.
۴.څېړنه به د يو ازاد فکر سره پيل کېږي.
۵. څېړنه به په دغسې يو ذهنيت باندې متکي وي، چې ګويا په طبيعت کې هر څه د يوه منظم او قانون پيروي کوي.
۶.د څېړنې مقصد به د قوانينو او عمومي پرنسيپونو رابرسېره کول وي.
۷.په څېړنه کې به علت او معلول پلټل کېږي.
۸. په څېړنه کې به له اندازه کولو څخه کار اخيستل کېږي.
۹. په څېړنه کې به له شعوري تکنيک څخه استفاده کېږي.(۱۰)
د څېړنې ځانګړنې د څېړنې له پېژندنې سره نېغ په نېغه اړيکه لري او د يوې ښې څېړنې او پلټنې لپاره پورتنۍ خبرې ضروري دي.
پورتنو ځانګړنو څلورمه شماره کې راغلي دي: څېړنه د ازاد فکر سره پيل کېږي.د يونان نامتو فيلسوف(اپلاتون) به ويل:(حقيقت ولټوئ له دې څخه مه وېرېږئ چې کومې خواته مو بوزي.)، دده په عقيده څوک چې حقيقت وژني هغه قاتل دی. په دې اساس اکاډميکي څېړنې زياتې ازادۍ او ازاد فکر ته اړتيا لري.
د څېړنې پېژندنې لپاره بېلا بېلو پوهانو ډول ډول تعریفونه کړي دي او د ټولو په څرګندونو کې ګډ مشترک خصوصیات شته. ټول تحقیقاتي کارونه ارزښت او اهمیت لري، په ساینس کې تحقیق یو ډول ارزښت لري او د ځانګړي هدف لپاره کېږي، همدارنګه اجتماعي علومو کې تحقیق بیا د بېلو اهدافو او ارزښتونو لپاره کاریږي.
ماخذونه
۱.سرمحقق سیدمحی الدین هاشمي:د(ادبي څېړنې) او(ادبي کره کتنې) اړيکې، د ادبي څېړنې اصول او لارې، سرمحقق سید محی الدین هاشمي په اهتمام، ژبو او ادبیاتو مرکزـ علومو اکاډمي، کابل، ۱۳۹۳ ل کال، ۴۶ مخ.
۲.څېړنوال محمدنبي صلاحي: په ادبي څېړنه کې د ميتود ارزښت، د ادبي څېړنې اصول او لارې، سرمحقق سید محی الدین هاشمي په اهتمام، ژبو او ادبیاتو مرکزـ علومو اکاډمي، کابل، ۱۳۹۳ ل کال، ۵۲ مخ.
۳.پوهنوال احمد شاه زغم: معاصره لیکوالي، یون کلتوري یون مرکز، کابل، ۱۳۹۴ ل کال، ۳۴۶ مخ.
۴.خلیل الرحمن باور:د څېړنې لارښود، بلوچستان یونورسټي،کوټه،۲۰۱۲ م کال،۵ مخ.
۵.څېړنوال سید نظیم سیدي:د ادبي څېړنې ډولونه او ميتودونه، د ادبي څېړنې اصول او لارې، سرمحقق سید محی الدین هاشمي په اهتمام، ژبو او ادبیاتو مرکزـ علومو اکاډمي، کابل، ۱۳۹۳ ل کال، ۶۸ مخ.
۶.کاندیداکاډمیسین محمد صدیق روهي: د څېړنې لارښود، دویم چاپ، د محمد یوسف عمران او هدایت الله حافظ په اهتمام، د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز، کابل، ۱۳۸۵ ل کال، ۳۱ مخ.
۷.خلیل الرحمن باور: د څېړنې لارښود، بلوچستان یونورسټي، کوټه، ۲۰۱۲ م کال،۴مخ.
۸.پوهنوال احمد شاه زغم: معاصره لیکوالي، یون کلتوري یون مرکز، کابل، ۱۳۹۴ ل کال،۳۵۲ مخ.
۹.ډاکټر مصطفی نیازی: د څېړنې تګلاره، مدینه خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۴ ل کال، ۲۴ مخ.
۱۰.کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهي:فلکلور پېژندنه، ګودر خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۴ ل کال، ۹۰ مخ.
په څېړنه کې د فرضيې ارزښت
د څېړنې لپاره فرضيه ټاکنه او جوړونه بنسټيز اصل دى او د څېړنې په رهبرۍ کې اساسي رول لري.
د څېړنې په اصولو کې چې کومې نظريي موجودې دي، مخکې له مخکې نظریي نه وې بلکې د نظریو ابتدایي بڼه وي چې دغې لومړنیو فرضي نظریو ته فرضیه وايي.
فرضیه قیاسي موضوعات وي چې بیا په حقیقت بدلیږي، په حقیقت کې د تجربه شوي موادو د بیانولو لپاره کارول کېږي او په پای کې د تحقیق لپاره د پلټنې زمینه برابروي.
د فرضيي جوړولو ساده او اسانه طریقه دا ده چې کله پر یوې موضوع تحقیقاتي کارونه پر بېلا بېلو جوړښتونو کې شوې وي، د هغو جاج اخیستل او کومه نوې خبره چې د څېړونکي سره وي او هغه په تېرو لیکل شویو لیکنو کې نه وي او محقق هڅه وکړي چې خپلې نوې خبرې اثبات ته ورسوي نو دغه په خپله یوه نوې فرضیه کېدای شي.
په تحقیق کې فرضیه ولې اړینه ده؟ ځکه چې د فرضيي په ټاکلو سره د تحقیق لوری او سمت ټاکل کېږي. محقق په مستقیمې لارې روانوي او رهبري ورته کوي چې موضوع څنګه پيل او پای ته ورسوي. تحقیقاتي کارونو کې اټکل کول سم کار نه دی او د اټکلي موضوعاتو مخنیوی د فرضيي کار دی خو کله کله قیاسي فرضيي حقیقت ته رسېږي.
د مطلوبو موادو ټولول او غونډول او همدارنګه له کاري موادو استفاده کول او بې کاره مواد پرېښودل د فرضيي کار دی.
که چېرې د تحقیقاتي موضوع لپاره فرضيه وټاکل شي نو په دې صورت کې وخت نه ضایع کېږي او علمي کار سم پر مخ ځي.سکیټس وايي:(په تحقیق کې فرضیه د رهنما حیثیت لري.) فرضیه تحقیقت ته لاری او لوری ورکوي، د تحقیق سمت ټاکي، د تحقیق حدود ټاکي او ټول تحقیق د فرضيي په شاو خوا څرخي.
د موادو ټولول او د هغه درجه بندي کول، د کار مواد انتخابول او نا سم مواد پرېښودل د فرضيي کار دی.
فرضیه د څېړنې زړه دی، فرضیه له مطالعې، علمي، فکري او نظريي ځواکمنتیا پرته پیدا کېدلی او انتخابولی نه شو، نو له همدې امله د ټولو تحقیقاتي لیکنو لپاره فرضیه مهمه ده.(۱)
په عام ډول ټولو علمي کارونو کې د کار پیل سخت وي او په خاص ډول تحقیقاتي اکاډمیکو کارونو پيل هم ستونزمن وي. د فرضيي له ګټو یوه دا ده چې د کار کولو لپاره زمینه سازي کوي او د کار لوری ټاکي او د تحقیقي کار له پیل تر پایه لارښوونه کوي.
کله چې فرضیه معلومه وي نو د کار ساحه محدوده او محقق ته لارښونه کوي. یو عالم وايي:(په تحقیق کې فرضیه داسې حیثیت لري لکه د انسان په بدن کې د ملا تیر.)(۲)
فرضيه د تحقیق او محقق لپاره لار برابروي او يو محقق کولى شي، د فرضيي په موجوديت کې خپله څېړنه په کاميابۍ پاى ته ورسوي.
فرضيه نه يوازې څېړونکى د بې ځايه موادو غونډولو څخه منع کوي، بلکې ده ته لارښوونه کوي، چې د څېړنې د موضوع لپاره لازم او ضروري معلومات راغونډ کړي.
فرضيه په څېړنه کې د ګډوډۍ مخه نيسي او څېړونکي ته توصيه کوي، چې کوم مواد ګټور دي او کوم بې فايدې دي، فرضيه د څېړنې کړنلار او د ميتود د ټاکلو په برخه کې مرسته کوي او فرضيه د څېړنې د نتيجې لاس ته راوړلو لپاره اصول او لار برابروي.(۳)
لکه څنګه چې د يوې ښې څېړنې لپاره د تحقيق ځانګړی ډول او ميتود په کار وي، دغه شان د فرضيي موجوديت هم د څېړنې او څېړونکي لپاره اړين دى.
د تحقیق په نړۍ کې څومره نظریي چې موجودې دي، په پيل کې دغه نظريي نه وې بلکې عادي فرضيي وي او نن لویي نظريي دي. یعنې د نړۍ ټول پرمختللي نظریات په پیل کې قیاسي مفروضې وې خو د فرضيي د عملي کېدو وروسته ترې نظریي جوړې شوې.
د ډاروین مشهوره نظره په پيل کې عادي فرضیه وه او د تحقیق د لارو چارو وروسته اثبات ته ورسېده او اوس لویه علمي نظریه ده.
د ارواپوهنې لوی عالم(سی ـ جی ـ یونګ)(c. g.jung) په لومړنیو تحقیقاتو کې د شعور او ناشعور اصطلاحات د فرضيي په شکل وړاندې کړل او علمي څېړنيزو هڅو وروسته په نویو نظریاتو تبدیل شول.(۴)
د پورته مثالونو دا نتیجه اخیستلای شو چې د نړۍ اکثر نظریات په پیل کې فرضیي وې خو د تحقیقاتو، مشاهداتو او تجربو وروسته په عملي ډول تر څېړنو لاندې نیول شوې دي او د مثبتو نتیجو په پایله کې په نظریاتو بدل شول.
د فرضيي ارزښت او اهميت په دې کې دى، چې د څېړنې لپاره لاره او اصول ټاکي، څېړونکى د فرضيې په موجوديت کې د څېړنې هدف او نتيجه په اسانۍ لاس ته راوړلى شي.
د نړۍ د پرمختګ اساسي لامل نوي تحقیقات دي او هره نوې څېړنيزه هڅه په حقیقت کې یوه نوې مفروضه ده.(۵)