د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز
له تېرو څو اوونیو راهیسې، افغان حکومت له حکومت دننه او بهر له سیاسي اختلافاتو سره مخ دی. د همدغو زیاتېدونکو سیاسي اختلافاتو له کبله وه، چې په ترکیه کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشید دوستم په کور کې درې سیاسي ډلې ملي جنبش، وحدت اسلامي او جمعیت اسلامي، د افغانستان د نجات عالي شورا تر نامه لاندې سره یوځای شوې.
له ملي یووالي حکومت څخه د ناراضو سیاسي څېرو لهخوا د دغه نوي اېتلاف بنسټیزې غوښتنې د ملي یووالي حکومت هوکړهلیک په بشپړ ډول عملي کېدل، د ولسمشر د لومړي مرستيال محدود شوي صلاحیتونه ورسپارل، په امنیتي سکتور کې اصلاحات، د وزارتونو او ولایتونو ترمنځ بودیجوي نامتوازنوالی لهمنځه وړل، په شمال کې د جګړې د پراخېدو مخنیوی، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له دندې ګوښه کېدل او یو شمېر نورې وې.
د دغه اېتلاف اعلان په هېواد کې دننه بېلابېل غبرګونونه هم راوپارول. ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، د اصلاحاتو د هرې طرحې هرکلی کوي؛ خو په اوسنیو ستونزو کې ټول شریک دي؛ ځکه یاد شوي کسان د حکومت برخه دي او د حکومت لاستهراوړنې او ناکامۍ نېغ په نېغه په دوی پورې هم اړه لري. د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار وویل، د نوي اېتلاف جوړوونکي باید له خپلو دندو استعفاوې ورکړي.
دا چې د حکومت پرضد جوړېدونکي اېتلافونه اصولي اپوزیسیوني ډلې دي او که د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره ابزاري ګروپونه؛ د دغو اېتلافونو اصلي موخه څه ده؛ او ایا دغه حکومتضد اېتلافونه په رښتيا هم د هېواد ژغورنې په معنا دي؟ دا او دې ته ورته پوښتنې مو دلته ځواب کړې دي.
د حکومت پرضد جوړېدونکي اېتلافونه او اپوزیسیون
په دیموکراتیکو او ازادو ټولنو کې دا د حکومتولۍ اصل دی، چې له حکومتي چوکاټ دباندې اېتلافونه او اپوزیسیونونه رامنځته کېږي. دوی بیا د حکومت کړنې او پالیسۍ تر قوي څارنې لاندې نیسي او بیا پرې خپلې نیوکې کوي. د لوېدیځ له ديموکراتیک اصل وراخوا داسې څه کول د اسلام له نظره هم تر ټولو افضل جهاد ګڼل کېږي او د ټولنې د افرادو یو اخلاقي مسؤولیت دی. له همدې کبله، له دکتاتوري او استبدادي حکومتونو پرته، په ډېرو ټولنو کې نیوکو ته د اپوزیسیوني ډلو په شتون کې ځای ورکړل شوی دی.
د افغانستان په تېر سل کلن تاریخ کې اپوزیسیوني خوځښتونه لومړی د مشروطیت غورځنګ ته رسېږي، بیا ويښو زلمیانو ته او بیا له دغه پړاو وروسته د دیموکراسۍ په لسیزه کې د زیږېدلو ایډيالوژیکي ډلو له سیاسي مخالفتونو نیولې تر نظامي اېتلافونو او اپوزیسیون پورې رسېږي.
په تېرو پنځلسو کلونو کې هم، په هېواد کې وخت ناوخت د حکومت پرضد یو شمېر سیاسي اېتلافونه جوړ شوي او بیا په خپله د همدوی لهخوا ړنګ شوي دي. د ملي یووالي حکومت پرمهال هم دا لومړی ځل نه دی، چې د افغانستان د ژغورنې په نامه اېتلاف جوړېږي، بلکې د استاد سیاف تر مشرۍ لاندې د حراست او ثبات په څېر اېتلاف هم جوړ شوی او دغه راز یو شمېر نور واړه اېتلافونه هم جوړ شوي دي.
د نوي سیاسي اېتلاف موخه څه ده؟
په ترکیه کې نوي جوړ شوي سیاسي اېتلاف په خپل پرېکړهلیک کې یو شمېر موضوعګانو ته اشاره کړې، چې به مقدمه کې يې په اړه یادونه وشوه؛ خو دا چې په حقیقت کې د دغه نوي سیاسي اېتلاف موخه څه ده؛ لاندې ورته اشاره کوو:
اپوزیسیون؛ د نړۍ په هر ځای کې اپوزیسیوني ډلې له حکومته بهر وي، که چېرې لومړی په حکومت کې هم وي، نو د اصولي اختلافاتو له کبله له خپلو استعفاوو وروسته په اپوزیسیوني ډلو بدلون مومي؛ خو داسې کله هم نه شي کېدای، چې هم د حکومت برخه وي او هم د اپوزیسیون، د حکومت لاستهراوړنې خپلې وبولي او ناکامۍ یې پر بل وتپي او ځان ترې مبراء کړي. له همدې امله اوسنی اېتلاف کوم اپوزیسیوني اېتلاف نه دی. د دغه اېتلاف عمده ټکی د ملي یووالي حکومت هوکړهلیک عملي کول او د ولسمشر د لومړي مرستيال صلاحیتونه پرځای کول دي. د ملي یووالي د حکومت هوکړهلیک دوه عمده شریکان ولسمشر او اجرائیه رییس دي. د هوکړهلیک د عملي کولو غوښتنه له دې وړاندې هم اجرائیه رییس کړې او اوس یې هم غواړي. دا چې خپله اجرائیه رییس او لومړی مرستيال یې هم نه، بلکې دویم مرستيال یې راپاڅېږي او داسې غوښتنه کوي، هېښوونکې خبره ده!
حکومت ړنګول؛ د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې، د حکومت د ړنګولو پرضد یو شمېر خوځښتونه راپورته شول. لکه د لویې جرګې غوښتنه، د موقت حکومت غوښتنه او داسې نور. خو دا خوځښتونه تراوسه کومې نتیجې ته ونه رسېدل. د افغانستان ژغورنې اېتلاف غوښتنې که څه هم د حکومت دننه په داخلي مجالسو کې هم مطرح کېدای شوای او له تېرو څو میاشتو راهيسې مطرح کېږي هم؛ خو دا چې اوس د ولسمشر لومړی مرستيال او د اجرائیه ریاست تر شا له حزب اسلامي پرته نورې ټولې سیاسي ډلې داسې غوښتنې کوي، ډېر شکونه رامنځته کوي. بیا هم پوښتنه زیږي، چې ایا په اوسنیو شرایطو کې دوی کولای شي، چې اوسنی حکومت ړنګ کړي؟ هغه هم داسې مهال چې د دورې پای ته رسېدلو ته یې کم وخت پاتې دی؟ دې پوښتنې ته به هم ځواب تر ډېره منفي وي.
خپلې ګټې خوندي کول؛ که چېرې د افغانستان ژغورنې اېتلاف جوړښت ته ځېر شو، او بیا یې غوښتنو ته نظر وکړو؛ نو څرګندېږي چې دا اېتلاف تر ډېره د دغو ډلو او څېرو د ګټو خوندي کولو په موخه رامنځته شوی. ځکه د ولسمشر لومړی مرستيال د ایشچي په قضیه کې ښکېل دی او د بلخ والي عطا محمد نور او ډاکتر عبدالله عبدالله د جمعیت اسلامي په داخلي سیاستونو کې له یو بل سره ښکېل دي.
آیا د «افغانستان ژغورنې» اېتلاف به هېواد وژغورلای شي؟
د هېواد وروستیو څلورو لسیزو ته په کتلو سره ویلای شو، چې د افغانستان د ژغورنې په تړاو له هېواده بهر چې څومره اېتلافونه او یا هم ډلې جوړې شوې، پایلې یې سمې نه دي راوتلې. بېلګې یې بېلابېلې جهادي ډلې او ان د بُن (۲۰۰۱ کال) تړون هم دی! په ترکیه کې هم دغه نوی جوړ شوی اېتلاف له دې مستثنا نه دی او د لاندې عواملو له کبله نه شي کولای هېواد وژغوري:
لومړی؛ د هېواد اوسنی وضعیت د ملي یووالي حکومت له کبله نه دی رامنځته شوی، بلکې ریښې یې حتی وروستیو څلورو لسیزو ته رسېږي؛ خو اصلي لامل یې وروستي پنځلس کلونه دي. د افغانستان ژغورنې د اوسني اېتلاف ډېری لوبغاړي او غړي په خپله د وروستیو پنځلسو کلونو طراحان او د نظام برخهوال دي.
دویم؛ د دغه نوي اېتلاف درې ډلې (جنبش ملي، وحدت اسلامي او جمعيت اسلامي) په خپله د اوسني نظام مهمې ستنې جوړوي. د جنبش ملي مشر د ولسمشر لومړی مرستيال دی. د وحدت اسلامي مشر د اجرائیه رییس دویم مرستيال دی. د جمعیت اسلامي اجرائیه رییس د بلخ والي دی او د هېواد اجرائیه رییس، د بهرنیو چارو وزیر او د اقتصاد وزیر په خپله د جمیعت اسلامي ګوند غړي دي. دا چې دا لوړپوړي چارواکي یوازې ولسمشر او یو څو تنه نور د هېواد د اوسني وضعیت لاملین ګڼي، تر ډېره له منطقه لرې او غلطه برېښي.
درېیم؛ د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د کابینې ټولیز مسؤولیت (Cabinet Collective Responsibility) اصل موجود دی. د دغه اصل له مخې، یو ځل چې پرېکړه وشوه، ټول اړ دي چې په عامه ځایونو کې يې ملاتړ وکړي؛ ان که دوی یې په شخصي مجلسونو کې مخالف هم وي. که د دوی اختلاف بیا ډېر اصولي وي، دوی ته په کار دي چې خپل اختلافات د استعفا په توګه څرګند کړي.
څلورم او تر ټولو مهم؛ دا چې د افغانستان د ژغورنې اېتلاف، چې په خپل پرېکړهلیک کې په امنیتي سکتور کې د یو شمېر کسانو لرې کولو او د پالیسۍ د بدلون غوښتنه کړې، دا به هم تر هغه وخته پایله ونه لري، چې بيخي نوې څېرې راوړاندې نه شي. اوسني وضعیت ته په کتلو شاید دغه اېتلاف د خپلو کسانو د ځای پرځای کولو غوښتنه وکړي، هغه چې د تېرو پنځلسو کلونو تکراري څېرې دي.