د خواشينۍ او ډاډ ګيرنې پيغام
په ډېرې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ، چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازي فريدون خان مومند ميرمن بي بي په حق رسيدلې.
انا لله و انا اليه راجعون
زه په دغه دروند غم کې له نوموړي سره ځان شريک بولم، ارواښادې ته د الله پاک له درباره د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کوم.
ژوند د مرګ امانت دی او ټول ژوندي موجودات د هغه رب لور ته ورګرځي، چې خلق کړي يې دي او دې نړۍ ته يې د څو ورځو امتحان په موخه راليږلي.
يو ځل بيا فريدون خان موند او د ده درنې کورنۍ ته د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوم او متوفا ته د د لوى خداى (ج) له دربار څخه د غفران او رضوان هيله کوم.
محمد ګلاب منګل
سلاکار وزير او ننګرهار والي
په ننګرهار کې د اکسيجن او نايتروجن د توليد فابريکې په کار پيل وکړ .
په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د اکسیجن او نایتروجن د توليد یوې خصوصي فابريکې په کار پيل وکړ، چې د ختيځ زون د څلورو ولايتونو اړتيا به پوره کړي.
د لوی ننګرهار په نوم د اکسيجن او نایتروجن د تولید د دغې فابريکې بنسټګر ډاکټر نسیم الله درمان وويل، چې د فابريکي له جوړېدو يې موخه په ختيځ زون کې د اکسيجن او نايتروجن په برخه کې د خلکو اړتيا پوره کول او خلکو ته کار موندنه ده.
نوموړي وويل، دا فابريکه يې د خپل شخصي بوديجې په ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت ورغوله.
ده زياته کړه، چې دا فابريکه په ۲۴ ساعتونو کې ۵۲۰ ډبې اکسيجن او نايتروجن توليدوي، چې د ختيځ زون د څلورو ولايتونو ننګرهار ، کونړ، لغمان او نورستان د خلکو اړتيا به پوره کړي.
هغه وويل، چې په دې فابريکه کې به په مستقيم او غير مستقيم ډول ۲۵۰ مسلکي او غير مسلکي کسان په کار وګمارل شي.
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي محصولاتو د برخې مشر ډاکټر محمد ظفر حميدي وويل، چې د لوی ننګرهار د اکسيجن او نايتروجن فابريکه په نړیوال سټنډرډ جوړه شوې ده.
د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست استازي ډاکټر حکمت الله عرب وويل، چې د ننګرهار صحت عامې د یادې فابريکې له جوړېدو نظارت کړی او ټولې چارې يې په معياري ډول تر سره شوي.
هغه وويل، تر دې وړاندې يې اکسيجن له کابل او نورو هيوادونو راوړل چې له سختو ستونزو سره به مخ و.
عام خلک هم خوښ دي، چې په ننګرهار کې د اکسيجنو د تولید داسې فابریکه جوړېږي، چې هم د نورو له احتياجه خلاصيږي او هم خلکو ته د کار زمينه برابرېږي.
اکسيجن او نايتروجن ګازونو څخه د ناروغانو په درملنې، توليدي فابريکو، فلز کارۍ، د کبانو روزنيزو فارمونو او نورو برخو کې ترې ګټه پورته کېږي.
په ننګرهار کې د سېلاب اووه په نوم پيل شوي عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
دغه عمليات، چې د د څلورمې پلې لواء په مشرۍ پيل شوي، په کې افغان کمانډو، ملي، سرحدي، عامه نظم او سيمه ييز پوليس برخه لري.
افغان ځواکونو نن يوځل بيا په سيمه کې د اسامه بن الدين په پخوانيو پټن ځايونو چاڼيز عمليات ترسره کړل.
د څلورمې پلې لواء درستيزوال ډګروال محمد جان درياب وويل، چې افغان ځواکونو د وزيرو تنګي سر، مېلوه او د سپين غر د بزرګې يا لوړې څوکې هم د دښمن موندلو پيسې ولټولې.
درياب وويل، چې فغان امنيتي ځواکونه چې د هوايي ځواک ملاتړ ورسره دی داعش وسله وال يې له پښو غورځولي ، چې په وينا يې په ترسره شويو بريدونو او عملياتو کې تر دې دمه ګڼ شمېر مخالفو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نوموړي يوځل بيا ډاډ څرګند کړ چې وسله وال مخالفين د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې توان نه لري، چې په خبره يې د پيل شويو عملياتو په ترڅ کې به ټولې هغه سيمې چې وسله وال مخالفين په کې شتون لري پاکې کړي.
په ننګرهار کې د سپين غر په نوم خصوصي پوهنتون د خپلې لسمې کليزې د نمانځنې ترڅنګ په نهمه دوره کې له معالجوي طب پوهنځي څخه د لسو انجونو په ګډون يوسل پنځوس تنه ډاکتران فارغ کړل .
د ياد خصوصي پوهنتون رئيس ډاکتر خيرمحمد مومند وايي، چې پوهنتون يې په ۱۳۸۸ کال په ننګرها ر کې په فعاليت پيل کړی او په دغه لس کلن مزل کې يې د ګڼو لاسته راوړنو سربيره تردې مهاله په نهه دورو کې له معالجوي طب ، ستوماتولوژۍ او طبي تکنالوجۍ له پوهنځيو څخه شپږسوه پنځوس تنه ډاکتران فارغ کړي ، چې اوس مهال په يو شمېر دولتي او خصوصي روغتونونو کې دهېوادوالو په خدمت بوخت دي .
نوموړي له فارغو شوو ډاکترانو غوښتنه وکړه ، چې پدې زده کړه بسنه ونه کړي او د نورو تخصصي زده کړو د حاصلولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ وساتي .
پدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د اطلاعات او فرهنګ رئيس اورنګ صميم ، دپوهنې رياست مرستيال اول ګل ابو ذاهد او يو شمېر نورو ويناوالو فارغ شوو ډاکترانو ته سپارښتنه وکړه ، چې له نژادي ، مذهبي او ژبني تعصب پرته د بشريت خدمت په رښتينې توګه وکړي .
د لومړۍ سرحدی لوا پنځه نوي تنه سرحدي سرتيري له لومړنيو زده کړو فارغ او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلو قطعاتو ته ستانه شول.
د سرتېرو دفراغت په مراسمو کی د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان محمد ايوب حسين خېل سرتيرو ته دمبارکۍ تر څنګ دوی په سرحدي سيمو کی د پولو ساتنې او ولسونو ته د خدمت لپاره ځير کړل .
محمد ايوب حسين خيل نوو سرتيرو ته لارښوونه وکړه چې د ځمکنۍ بشپړتيا تر څنګ د ولسونو د حقوقو نه د دفاع په برخه کی د هر راز خنډونو پر وړاندې قانوني ګام پورته ا و د وطن د دښمنانو پر وړاندی وجنګيږې
د ده په وينا هر هغو څوک چی د قانون د حاکميت او نظام پروړاندې جنګيږي که د هر ډلې پورې تړاو ولري پر وړاندې جنګ مشروع او د وسله وال ځواک وجيبه ده .
نوموړي د ټولو قطعاتو په مسولينو غږ وکړ چی د سرتيرو د معيشتي ژوند دبهبود ،شته تجهيزاتو او اسلحو او په قطعاتو کې د دوی حقوقو ته پوره پاملرنه وکړي ترڅو دوی په درست ډول د خپلو پولو نه د دفاع چاری پر مخ يوسي.
ياد سرتيري چی دوه مياشتې ابتدايي زده کړې يې ترسره کړي په داسې مهال کې دندو ته ستنيږي چی دمګړۍ د هېواد په ختيځو ولايتونو کې سرحدي سرتيري د نورو امنيتي ځواکونو سره د وسله والو مخالفينو پر وړاندې په عملياتو بوخت دي .
محمد ايوب حسين خېل د چټک غبرګون ،اووم او اتم سرحدي کنډکونو هغه سرتيري هم وستايل چې په تيره مياشت کې يې د داعش د ځپلو په موخه د اچين ،هسکې مېنې ،او خوږياڼو ولسواليو په مربوطاتو کې بريالي عمليات ترسره کړل.
حسين خيل ډاډ څرګند کړ چې سرتيري يې د هر راز عملياتو لپاره د ننګرهار سربېره په کنړ او نورستان کې چمتو دي او دوی ته د ضرورت په اساس وسلې او تجهيزات په واک کې ورکړل شوي ترڅو د وسله والو مخالفينو د تهديداتو د لمنځه وړلو په موخه غبرګون څرګند کړي.
د غونډی په وروستېو کې ټولو هغو سرتېرو ته چې د ابتدايي زده کړو د لسمې دورې نه فارغ شوي وو، عسکري لوړه ورکړل شوه او فارغو شوو سرتیرو ته د دوی د تعليمي دورې بری ليکونه ورکړل شول.
د يادونې وړ ده چې په تېرڅلورو مياشتو کې د تر پنځه سوو زيات سرحدي سرتيري د ميدان وردګو او لومړۍ لوا د تعليمي مرکز څخه فارغ او لا يې لړۍ دوام لري.