له حزب اسلامي سره سوله زمونږ د ټولو یو ستر ارمان وه، چې پوره شو او بل ارمان چې مونږ سرتاسري سولې ته رسوي هغه طالبان دي چې باید له جګړې را وګرځول شي.
دې ارمان لپاره زیاته تمه له مشر حکمتیار صیب کولای شو چې تازه د سولې له پروسې سره یوځای شوی او تر ډېره د سولې په ارزښت دی پوهیږي.
حکمتیار د زرګونو افغانانو باور یو ځل بیا تر لاسه کړی چې مونږ هیله لرو د یو ولسي فشارپه پایله کې طالبان هم دې ته تیار کړي چې د جګړې پرځای سولې ته مخه کړي.
له کلنه چې له حزب اسلامي سره د سولې خبرې بریالۍ شوې اوس ډېر طالبان په سوله باوري شوي دي خو داسې چا ته اړتیا لیدل کېږي چې د دوی منځګړیتوب وکړي.
ښاغلی حکمتیار یو داسې شخص ده چې کولای شي د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي، خو هغه څه چې مونږ یې جدي اندېښنه لرو هغه د طالبانو پر وړاندې د حکمتیار بې ثباته ژبه ده.
هرځل چې په مطبوعاتي غونډو کې د خلکو پر وړاندې راڅرګند شوی د طالبانو پر وړاندې یې یوه نوې جبهه نیولې.
یوځل یې وویل طالبان د بهرنیو ځواکونو د اوسېدو اصلي لاملین دي په داسې حال کې چې طالبان له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل غواړي.
لغمان کي یي دریځ دا وه چې د طالبانو جګړه بې مانا او غیر مشروع ده.
په تېر ځل کې یې داعشیان او جمعیتیان په طالبانو ښه بللي دي.
داسې نورې بېلګې شته خو تر ټولو سخت دریځ یې د پنج شنبې پر ورځ وښود چې داعشیانو یوازې بیرغ بدل کړی او په اصل کې طالبان داعشیان دي چې دا تفکیک ته اړتیا لري.
لومړی : طالبان یوه افغاني پدیده او یوازې په افغانستان کې محدود ده او په نورو هېوادونو کې کوم اهداف نه لري.
له بده مرغه چې اوس د پاکستان ، ایران ، چین او روسې په همکارۍ هڅه کېږي طالبان په یو سیمه ییز قوت بدل شي او دغه هېوادونه ترې خپلو سیاسي موخو کې ګټې واخلي.
دویم : داعش یوه نړیواله پدیده چې په نړۍ کې اهداف لري او ګټې وټې یې له یو هېواد سره تړلي نه دي.
دا ډله په هر هېواد کې غواړي د خپلو موخو لپاره د بېلا بېلو لارو ښکیل شي، خو اوس لپاره یې حضور ډېر په ناتوانه هېوادونو کې ده چې د قانون حاکمیت په کې زیات کمزوری ده.
ښاغلي حکمتیار چې وایي، طالبان په داعشیانو بدل شوي ښه به وه چې د ادعاء لپاره یې شواهد او اسناد هم وړاندې کړي وو.
که اوس دا یوازې ادعاوې پاتې کېږي، نو ویلی شو چې د وسلوالو ډلو د یوځای کېدو لپاره ښکاره هڅې کېږي او د دغو متضادو ډلو یوالی به د حکومت پر وړاندې په یو لوی قوت بدل شي.
هغه څه چې تر اوسه په سترګونو لیدل شوي او حقیقت لري په ډېرو سیمو لکه ننګرهار ، فراه او غور کې طالبانو او داعشیانو ترمنځ خونړۍ جګړې شوي دواړو لورو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده چې طالبان او داعشیان هڅه کوي یو د بل زور اوبه کړي.
بله دا چې تر اوسه دا هم نه دي لیدل شوي چې طالبانو او داعشیانو دې یو له بل سره بیعت کړی وي.
په ختیځ ننګرهار کې داعشیان اورکزي او د پاکستان ملیشې دي چې د دغه هېواد له لوري یې ملاتړ کېږي.
په شمال کې داعش ترډېره د اسلامي غورځنګ او حزب تحریر غړي دي او یوازې که د ګوتو په شمېر افغانان ورسره وي، خو رهبري یې د افغانستان له پولو هاخوا کېږي.
له دې ښکاره ده چې دا دواړه متضادې ډلې به هېڅکله یو له بل سره ګټې او خطرونه شریک نه کړي.
طالبان اوس په پخواني زور کې نه دي پاتې، خو که هڅه کېږي داعش ورسره پیوندو کړو نو باید یوې بلې جګړې ته تابیه ونیسو چې قرباني به یې بیا هم افغان ولس وي چې د جګړو له لاسه پرې ژوند تریخ شوی.
ښاغلی حکمتیار باید د طالبانو باور تر لاسه کړي نه دا چې نوره هم دغه ډله عقدوي کړي او نور هم خپل نظامي زور ته شدت ورکړي.
له مشر د همداسې کار تمه او هیله لرو.
دا «پدیده» لفظ لا په پښتو کې له کومه شو؟ سخته د خندا خبره ده. ښه دا دی چې د پاړسو د پدیدې پرځای ولیکل شي چې طالبان افغانان دي یا افغاني بېخ لري.
محترم ذبیح الله خورشیدی .ستاسونظردقدر وړدی خوهغه معلومات چی محترم مشرحکمتیاصاحب وړاندی کړی شاید دهغه سره کره شواهید موجود وی اودهغه معلوماپه همدی هکله زیات اودقدروړدی