هیله من کسان دغه څانګړنه لري چې هېڅکله هم له ستونزمنو کلماتو استفاده نه کوي. که یې په خبرو کې کومه منفي کلمه هم وي، د مثبتې هغې په وسیله یې خنثی کوي. دوی دغه ډول خبرې کوي: «موږ نن له یوې جالبې پېښې سره مخ شوو.» دوی هېڅلکه داسې نه وایي چې موږ نن له یوې خرابې پېښې سره مخ شوو. هڅه کوي همدغه منفي خبره پر مثبتې هغې واړوي په داسې حال کې چې کېدای شي معنا یې وروسته په نورو خبرو کې روښانه شي.
کله چې تاسو په خپل ژوند کې له کومې ستونزې سره مخ کېږئ، ښه ده چې له ځانه وپوښتئ، ولې دغه ستونزمن دي؟
ځکه انسانان خلاق او فوق العاده ذهن لري چې کولی شي هر ډول ستونزو ته د هواري لاره ومومي. زموږ د ذهن خلاقیت د دې جوګه دی چې را ولاړې شوې ټولې ستونزې په ډېرې اسانۍ سره حل کړي، نو بیا ولې ستونزې ته ستونزه وویل شي. هڅه وکړئ تل ستونزو ته د یوه فرصت په توګه وګورئ چې تاسو ته درکړل شوی، څو مو د بریا لپاره درته لار پرانیزي. دغه یوازې د قوي مدیرانو ځانګړنه ده.