استاد دکتور محمدموسی

بصيرالحق عادل

د ايران سره د اوبو د کړکېچ او وېش په اړه د هلمند پوهنتون د استاد دکتور محمدموسی علمي يوه تحقيقي او علمي مقاله په نړيواله توګه منل شوې ده.

دا مقاله چې د اقليم د تغيراتو تاثير د افغانستان او ايران ترمنځ د اوبو د وېش په اړه ده د چاپيريال ساتنې د مشکلاتو په اتم نړيوال سپيوزيوم کې قبوله شوې ده.

دا پروګرام د ترکيې هېواد کې جوړيږي.

د هلمند پوهنتون د استاد پر ياده مقاله چې د يو کال په موده کې څېړنه پرې شوې د نړيوال منل شويو ميتودونو په واسطه د ترکي پروفيسور ګوکمن تايپور تر څارنې لاندې کار پرې شوی.

د پروفيسور ګوکمن د اوبو په برخه کې تر سلو زيات کتابونه او مقالې ليکلې او خپرې کړي دي.

د هلمند پوهنتون د استاد مقاله کې لاندې څلور نقې ځای پر ځای شوي دي:

۱-  ایران د ښاغلي موسی شفیق سره د اوبو د ويش تر تړون را وروسته دا ۴۴ کلنو کې خپل تر حق ٧٥ فیصده زیاتي اوبه وړې دي.

۲ـ د ښاغلي موسی شفيق سره قرارداد په یو باراني زمانه کې تر سره شوی، تر هغه را وروسته تیرو دوو لسیزو کې منقطه کې وچکالي دوام لري.

 ۳ـ  تیرو څلورو لسیزو کې هره لسیزه هوا ۰.۳۲ سانتي ګرید درجه لوړه شوې ده چې د افغانستان د اوبو طبعي ذخیرو (غرونو کي واوره) باندي يي منفي تاثیر کړي او واوره په زیاته پیمانه ویلي کيږي او زیاتي اوبه ايران ته اوړي.

۴ـ  دا څيړنه دې نتیجي ته رسيږي چي د ایران سره پر مشترکو سیندونو تر دي هم زیات بندونه جوړ او هم اوبه په مصنوعي ډول په مناسب ځاي کي ځمکي ته ریچارج او داخل شي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د ايران افغانستان ترمنځ د هغو اوبو پر سر کړکېچ رامنځته شوی چې له افغانستانه ايران ته بهيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *