پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي، په تېره یوه کال کې په پکتیکا کې د نشه یې توکو ۳۰ قاچاق کوونکي نیول شوې او دوسیې یې په څارنوالۍ کې څېړل شوې دي.

وحدت دغه څرګندونې د یکشنې په ورځ د پکتیکا ولایت د غونډو په تالار کې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې  نړیوالۍ اوونۍ د نمانځلو پرمهال وکړې.

پکتیکا والي وایي، د ولسونو په همکارۍ په پکتیکا ولایت کې د نشه یې توکو کرکیله له یوې مخې صفر ده او په وینا یې له دغې بدنامۍ پکتیکا ژغورل شوې.

ښاغلی وحدت وایي، د نشه یې توکو د قاچاق او کارولو په برخه کې له ولسونو سره په همکارۍ جدي مبارزه کوي او په وینا یې د نشه یې توکو قاچاق کوونکو او کاروونکو ته به سخته سزا ورکړي.

بل لورته  د یني علمآ او روغتیا پالان هم نشه يي توکي د انسان لپاره د دنیا او اخرت په زیان بولي او وايي چې په زیات شمېر د نشه یې توکو کارونکي پر سرطاني ناروغیو د اخته کېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دوی دغه راز وایي، هغه څوک چې په نشه یې توکو روږدي وي، د کورنۍ ترڅنګ د تولنې د اوږو بار ګرځېدلي او په سپک نظر ورته کتل کیږي.

د یادونې ده، دا اوونۍ د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي او خلکو ته د نشه یې توکو د نه کارولو سپارښتنې کیږي.

د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر

One thought on “وحدت: په تېر یوه کال کې د نشه یې توکو ۳۰ قاچاق کوونکي نیول شوي”
  1. زما به فکر وحدت صاحب بنگی اوچرس به نشیی توکوو کی نه حسابووی چی به بکتیکا کی بریمانه کرل کیزی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *