د ۱۳۹۶ د چنګاښ۱۸ / د ۲۰۱۷ د جولای ۹
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، چې د افغانستان ځوانانو د یو لوی خوځښت په توګه تل د ښه ګاونډيتوب، او د افغان دولت د ګاونډیو هیوادونو سره د متقابلې ملګرتیا او همکارۍ پلوي کوي او د سیمې هیوادونو سره د هېڅ ډول ترینګلو اړیکو پلوي نه وو او نه دی. څنګه ، چې معلومه ده؛ افغانستان د طبیعي او د اوبو د زیرمو یو سرشاره هیواد ولې د اوبو تږی دی. افغانان د نامناسب اقتصاد، نا امنیو ترڅنګ، هر کال د اوبو د نه کنټرول له امله ځاني او مالي زیانونه ګالي.
له اوږدې مودې راهیسې د اوبو مدیریت او کنټرول د افغانانو اصلي غوښتنه وه، چې د تېرو حکومتونو څخه له تمې او د هغوی د هڅو وروسته اوس مهال په ځانګړي توګه په وروستیو ۱۵ کالونو کې، کله چې په افغانستان کې ولسواکه حکومت رامنځته شوو؛ دا هیله په واقعیت بدله شوه. جګړې، د امنیت نشتون، کورنۍ سیاسي ستونزې او د ګاونډيو څارګرو ادارو او نړۍ والو قدرتونو تل د افغانستان د اوبو د سیاسي مدیرت او سنجول شویو برنامو په وړاندې خنډ واقع شوي وو. د دې ترڅنګ، چې افغانستان د یو شمېر ګاونډیو هیوادونو سره د اوبو کومې ځانګړې هوکړې نلري، بیا هم د ښه ګاونډیتوب او سیاسي نیکو اړیکو په نیت څو برابره زیاتې اوبه ګاونډیو هیوادونو ته پرېښودل شوي دي.
د افغانستان د اوبو د بندونو د جوړېدو او د اوبو ذخیره کولو په هکله د ایران د ولسمشر وروستیو څرګندونو، هماغه تاریخي ریښه، توقع او انګیزه لري، چې ګاونډي هیوادونو پرته له وړې بیې څخه یې خوږو اوبو ته لاسرسی درلود. اوس د دې وخت را رسېدلی، چې ایران او ټول ګاونډي هیوادونه د اوبو مدیریت په اړه له طرحې، سیاست، روښانه هوکړو او د ښه ګاونډیتوب ته په کتو په ريښتیني ډول مخامخ شي.
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکې رهبری په خپل مخکیني دریځ د ټینګار تر څنګ د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو، ښه ګاونډیتوب پر دوام په لاندې څو ټکو تاکید کوي:
- افغانستان د نړۍ والو قوانینو او کنوانسینونو ته په کتو د ځمکې د سر له اوبو څخه د ګټه اخیستنې مسلم حق لري.
- د افغانستان د اوبو بندونه او د اوبو د ذخیره کولو بندونه د یوه کس او یا يوې څانګړې ډلې کار نه دی؛ بلکې ملي – تاریخي او په ځانګړي توګه د افغانستان د خلکو د تېرو پنځلسو ۱۵ کلنو لاسته راوړنه ده؛ او هغې څخه په هېڅ ډول نه تېريږي.
- افغان دولت د هلمند سیند د اوبو په اړه د افغانستان او ایران تر منځ په ۱۳۵۱ هـ ل کال کې د لاسلیک شوې هوکړې څخه څو برابره زیاتې اوبه ایران ته پرېښودل شوي او په خپلو ژمنو یې عمل کړی دی؛ خو په عین حال کې د هېواد په کورنیو چارو کې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران د هر ډول لاسوهنو مخالفت کوي.
- د افغانستان اوبه د ملي ګټو، له ګاونډیو سره د همکارۍ او نړیوالو کنوانسیونونو پر بنسټ مدیریت او کنترول کیږي او دا کار د ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو لپاره هیڅ راز ګواښ نه دی، بلکې د ګاونډیو هېوادونو سره د همکارۍ د نوې پاڼې پرانیستل دي. خو که چیري ایراني چارواکیو بیا ځلې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په موخه خبرې وکړې، نو دا ځل به د افغانستان د خلکو له تند غبرګون سره مخ شي.
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه