ډاکټر فرقان احمد توقير
اوس زه په کار او دنده پسې لالهاند يم، خو يو وخت نورو ته د کار او دندو په موندلو لاسبری وم، دا مې د چا خبره د کيڼ لاس چاره ګڼل کېده.
د کار او دندې توپير ته ځکه نوک نيسم چې په ناروې کې يوه پاکستاني د يکشنبې له بوختيا وپوښتلم. ما د دوی په لهجه ورته کړه، ډيوټي له ځم، خو ده را غبرګه کړه؛ ښه کار ته ځې…
د دې مانا دا شوه چې د دندې او کار تر منځ پر توپير سترګې نهشي پټېدلای.
دا د هماغو وختونو خبره ده چې ما نورو ته د کار او دندو موندلو توان له لاسه نه و ورکړی او لکه دا اوس ناچله سکه نه وم ګرځېدلی.
په ۲۰۰۶ کې مې د يوې اين. جي. او مشر ته چې زما دوست ابن دوست دی، د يوه ډاکټر پر دنده ګومارلو سپارښتنه وکړه. دوست مې چې لندن لوستی ډاکټر دی، وويل؛ ډاکټر صاحب ډېر شريف سړی دی.
زه په زړه کې خوشاله شوم او د دوست دغه خبره مې پر دنده د ډاکټر لګولو نغد چانس او تاييد وباله، ځکه مې دوست ته د ډاکټر په لا زياته سپارښتنه او ستاينه خوله پرانيسته، خو دوست به هماغه د ډاکټر د شرافت خبره را پورته کړه. په څلورم وار چې دوست زما د سپارښتنې په ځواب کې د ډاکټر شرافت ته ګوته ونيوه، پوه شوم چې دغه سرخوړلی شرافت پر دنده د ډاکټر د ګومارلو ستر، بلکې يوازېنی خنډ دی.
د جهاني صاحب شرافت ما ته له پيله په کابينه کې د کار د دوام خنډ ښکارېده، په هغو ورځو چې په کابينه کې د ده د شاملېدو خبرې، چا به يې ناروغي ته ګوته نيوه، چا کندهاري غرور او ځينو يې شاعري پر دغسې مقام د پاتېدو خنډ باله، خو ما ته ستر خنډ د ده شرافت ښکارېده.
ما ويل پارلمان يا په ټوله کې نظام به د ده همدغه شرافت ته ګوته نيسي. بالاخره همداسې وشول، د شرافت تر څنګ جهاني صاحب د خپل عملي ادبي شخصيت له لاسه په پارلمان د مسلکي، لوړو زدهکړو او پراخې تجربې لرونکي نوماند وزير په توګه تر ټولو لږ رايې تر لاسه کړې.
د جهاني صاحب بله کمزوري دا وه چې راتلونکې ولسمشري ته يې خېټه نه وه خيشته کړې، ده ټول ژوند له خپل مسلک سره په خورا درنښت تېر کړی او ښايي ټول عمر د تش لاس په دوښمني اوښتی وي.
کرزي صاحب د خپلې کابينې او نظام دننه د واک هوس ته په پام اړولو نږدې يو درجن کسان د ولسمشر ټاکنو ته په شا ټپولي وو.
په دې کې به ځينو د ده له هڅونې پرته هم ډګر ته دانګلي وي، خو د ده په حکومت کې داسې غټان ښايي ګردسره موندل شوي نه وای چې د راتلونکې ولسمشر هوس دې يې اېل ساتلی وای.
همدا حال د دې اوسنيو غټانو هم دی، هر يو يې سر له اوسه ځان راتلونکی ولسمشر ګڼي، خو دا چې ولسمشر غني به څومره کسان دغه ازمېيښت يا ډرامې ته په پام کې نيولي وي، زه څه نهشم ويلای چې ده د يوې بلې دورې حق له لاسه نه دی ورکړی او خپل تمثيل يې لا پای ته نه دی رسېدلی. له همدې ځايه د دغه حکومت او نظام ډېری برخه په هغو چارو بوخته ده چې هېواد او خلکو ته د خدمت پر ځای د راتلونکي اقتدار د هوس تور سيوری پرې غوړېدلی دی.
کله چې يوه منفي خبره پديده هم د کولتور پر سټيج منګول خښه کړي، بيا به د حقيقت په سترګه ورته ګورې. پخواني ولسمشر حامد کرزي بډو، اختلاس او کرپشن ته په همدې سترګه کتل، ځکه خو ده ويل؛ پيسه بګرين، بخورین، خو دوبی نبرین، خارج نبرین…
يوازې ولسي جرګه نه په ډېری نورو ارګانونو کې هم بډې او کرپشن دغسې يو حقيقت ګرځېدلی دی، ځکه خو تدبير او هوښياري په دې کې ده چې وړ او مناسب کانال يا ځايونه ورته وموندل شي.
ولسي جرګې په خپل اجتهاد بډو ته وړ يا مناسب ځای «مکان» موندلی، هغه دا چې بډې يې په تشنابونو کې اخلي، که نه کولای يې شوای جوماتونو ته يې دغه کار په پام کې نيولی وای. العياذ بالله دا د دوی د انتخاب کمال دی چې دوی خپله هم ډېری د دغسې يوه انتخابي کمال محصول دي.
د مکان او زمان سم انتخاب ارټ يا د سياست هنر دی. دوی د مکان په ارزښت او غوراوي کې خپله وړتيا په زبات رسولې او زمان يې له پنځو کالو نږدې اتو کالو ته غځولی دی.
دوی دا خبره ناسمه را وايستله چې وخت چا ته نهشي درېدلای، دوی ښه په نره زمان متوقف او وخت په ټپه ودراوه.
مرحوم سر سيد احمد خان چې په هندوستان کې د عليګړ پوهنتون جوړېدا ته مټې ونغښتې؛ نو د مرستو او چندو ټولولو په کمپاين کې ورته له هيرامنډيي يا بازار حسن څخه هم ورته چنده را ورسېده. چا ورته کړه، د هيرا منډيي په چنده به د خير او علم چاره خدای او خلک څنګه ګڼي؟
سر سيد احمد خان غلی شو، په لږ ځنډ يې د دې اواری دا را ويوست چې د دوی په چنده به تشنابونه جوړ کړو.
وکيلانو صاحبانو هم د بډو چټلي ته چټل مکان ټاکلی. د دوی دغه پر ځای انتخاب ته دوست او دوښمن ټول په درنه سترګه ګوري.
سرخط ورځپاڼه