د چين د شین جین د چين او افغانستان تر منځ په سرحدی سيمه کې پ روت دی او د واخان دهليز هم د شین جین څخه د افغانستان بدخشان ولايت ته رسيږي.
له دغې سیمې څخه رسنیو ته وخت ناوخت د مسلمانو اويغورانو او هان چينايانو ترمنځ د تاوتریخوالي راپورونه هم ورکول کیږي.
همداشان د شین جین اقتصاد او امنيت ټول له افغانستان سره مستقیماً اړيکې لري ، یعني که دغه سیمه نا امنه وي ، کیدای شي افغانستان ته یې هم زیان ورسیږي.
او که چیري یې امنیت او اقتصاد ښه وي ، نو مستقیماً یې په افغانانو هم اثر کیدای شي، ځکه په شین جین کې زيات افغان سوداګران شته ، چې د کابل او د شین جین مرکز وروموچي ترمنځ په سوداګریزو فعالیتونو بوخت دي، نو ددوی په کارونو زیات اثر کولی شي، چې اغیز یې ترنورو افغانانو هم رسیدای شي.
د اکتوبر لومړۍ نیټه د چين د ولسي جمهوريت او هم د شین جین د اويغور خپلواکې سيمې د جوړېدو د کلیزې له ورځې سره برابره ده.
د چين په شین جین خپلواکمنه سيمه کې اوسيدونکي اکثريت ايغوري مسلمانان دي، چې د دغې سيمې وګړيو شاوخوا ۴۵٪ سلنه جوړوي او ددوی ژبه ترکي ریښې لري.
په دې وروستیو کې د شین جین سیمې ته د چین حکومت پاملرنه ډیره شوې او دغې سیمې سره د مرستو تګلارې یې برابرې کړې دي ، چې د وریښمو لارې بیاجوړول او فعالول یې ښه بیلګه کیدای شي .
د ورېښمو نوې لاره ددې سیمې د پرمختګ لپاره یوه ښه ذریعه ده، ځکه د ورېښمو لاره منځنۍ اسیا له اروپا سره نښلولی شي .