د کندوز په بمبارۍ کې ټپي شوې

 له روزګان څخه په رارسېدليو راپورونو کې ويل شوي دي چې تېره ورځ افغان هوايي ځواک د دغه ولايت د ترينکوټ په مهراباد سيمه کې پر عامو وګړو بمبار کړی دی، درې مېرمنې يې شهيدانې کړې او يوه نجلۍ يې مرګ‌حاله ژوبله کړې ده.

هاخوا د جوزجان په درزاب کې بيا افغان سرتېرو د جګړې پر مهال پر عامو کليوالو باړونو چلولي دي، د ښځو او ماشومانو په ګډون يې اته تنه شهيدان کړي او ديارلس نور يې ژوبل کړي دي.  

بدبخته ولس همداسې وي، لکه موږ.

چې د طالب له وحشت څخه خوندي پاتې شو، د حقاني په ځانمرګي کې مرو، چې له هغه ژوندي ووځو، داعش موږ پر بمونو کښېنوي، چې د دې ټولو ترهګرو له بريدونو مو خدای وساتي، بيا د امريکايانو او نورو بهرنيانو د شپې په چاپو يا بمباريو کې وژل کېږو او چې له دې ټولو سر سلامت وباسو، بيا راته خپل ساتونکي بلاوې شي، خپل ساتونکي مو وژني.\

موږ چيغې وهو چې د هېواد هوايي ځواک دې فعال شي، قوي دې شي، مجهز دې شي، پرمختللې الوتکې دې ورکول شي، دا خو د دې له‌پاره نه غواړو چې بېرته دې پر موږ بمبارۍ وکړئ.

بده خبره لا دا ده چې په دغسې حالاتو کې زيات وخت، موږ ته د هغې مور کانه راشوې وي چې هم بوره وي، هم بدنامه.

خپل سرتېري راباندې ماشې کړي، د سولې له‌پاره راغلي بهرنيان مو بمبار کړي او له شا راباندې د ټروريسټ ټاپه هم ووهي.

زموږ سرتېري سپېڅلي دي، زموږ د سرتېرو ګوتې د عامو خلکو پر سينو ماشه نه کشوي، مشران خاينان دي، قوماندانان غلطه قومانده ورکوي. اوبه له سره خړې دي.

ولس د طالب، داعشي او بل ترهګر تر چاړه لاندې ساه وهي، ولس په کلي کې له مرګ سره پنجې نرموي، په کابل کې په امنيتي ارګانو کې ناست څو متعصب، خاين او بې‌کفايته چارواکي د ژبني، سيمه‌‌ييز او قومي تعصب له امله، همدا ولس ترهګر وبولي، د مرګ جواز يې امضا کړي او بيا پر بې‌ګناه ځوانانو بورې مېندې وژړوي.

پخوا به يې بهرنيانو ته غلط کوارډيناټ او مالومات ورکول، اوس زموږ خپلې الوتکې د دوی په قومانده چلېږي.

د هېواد يو عظيم قوم هم مړ دی، هم پړ دی، هم ترهګر دی، هم يې په خپل جنتي وطن کې ژوند د دوژخي دی، هم يې مرګ روا دی، هم يې جنازه نه کېږي، هم ګناه‌ګار دی، هم خاين دی، که ژوندی وي بايد په زندان کې وي، که ومري بلا ورپسې، نه يې څوک مرګ په مرګ حسابي، نه ژوند په ژوند، تش په دې ګناه چې بې‌ګناه دی، د يوې بلې سيمې نه دی او په يوه بله ژبه خبرې نه کوي.

دا ولس به نن نالوستی وي، سبا خو پوهېږي، نن به ويده وي، سبا خو راويښېږي، نن به بې‌خوده او بې‌هوښه وي، سبا خو پر هوښ راځي، بيا به دا لنډه‌غر، دا فاسدان، دا خاين چارواکي په کومه سوړه کې ځان ورخلاص کړي.

دا حکومت ترکستان ته روان دی، دا دې څوک پوه کړي چې هر غلط ګام يې شمېرل کېږي او سبا حساب ورسره کېږي. دوی دې پوه شي چې حکومتونه پر هديرو نه، پر ژونديو ولسونو کېږي.

حکومت بايد پوه شي چې نظامونه هغه مهال نړېږي چې ولس پر خپل سرتېري بې‌باوره شي، خپل ساتونکی ورته دښمن ښکاره شي، له خپل ساتونکي څخه وېره ولري، دښمن او ساتونکی ورباندې يو ډول بريد وکړي.

که دا حالت دوام کوي، دا بې‌ګناه مرګونه به د واک تختې وښويوي، دا شهيدې ارواوې به د ظالم تخت چپه کړي.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *