د کرزي چکر تر سفر بريالى و
له پاکستان سره د افغان دولت اړيکې په تېرو څو کلونو کې کله هم په ثبات نه دى پاتې شوي، کله هم ترې د خواخوږۍ د نيت او کله د دښمنۍ له ادرسه يې انګېرنې شوې، د دواړو هېوادونو لوړپوړ…و چارواکو هر وخت راشه درشه ساتلې، خو هغه خبرې تل په کاغذونو کې پاتې کېدې، چې افغان دولت يې غوښتنه کوله او افغانانو ته يې هيلې ورکولې، خو اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي وروستۍ سفر چې د مري تر چکره وغځېده ترې د سولې په تړاو تمې پيدا شوي.
دکرزي دا سفر ځکه ترنورو ډير دپام وړ و چې دپاکستان دپخوانيو تجربو لرونکي بيا واک ته رسيدلي لومړي وزير نوازا شريف سره لومړۍ رسمي ليدنه وه او دکرزي د دورې وروستۍ موده بلل کيده سفر ته دشمير له مخې ډير خطاب کېده شلم سفر او دا ځکه چې نولس سفرونو وړاندې هيڅ کومه پايله نه درلوده، خواوس چې دپاکستان دملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز وايي، په يوه مياشت کې به دننه ملابرادر د پاکستان له زندانه خوشي کړل شي او دسولې د مرکچي په توګه به يو بل اسلامي هېواد ته ولېږدول شي .
له دغه اعلان سره که ډېرې اندېښنې او شکونه هم ملګري دي ، ولې د ډېرو نظر دادى چې اسلام اباد دکرزي دوروستي سفر له اجندا يوه کرښه ومنله، کرزي په وار وار دملا عبدالغني برادر په ګډون دلوړ پوړو طالب زندانيانو دخوشې کولو غوښتنه کړې وه، ولسمشر په وروستي سفر کې چې يوه ورځنى و ترنور کله جدي ښکارېده، خو د نوازشريف په ټينګار يو شپه نور هم پاتې شو او دمري د سيالانيانو ځاى ته په تللو سره يې له نواز شريف سره له اجندا ډېرې خبرې وکړې، دکرزي له سفر وروسته ددغه هېواد دچارواکو څرګندونې هم حيرانونکې وې.
سرتاج عزيز وويل(( له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې لاس وهنه نه کوي))
او ((پاکستان له هغه فکرنه په تېرېدو دى چې افغانستان دې خپل پنځمه برخه وګرځوي))
دغه چارې که څه هم د باور تر بريده د خلکو په منځ کې ځاى نه دى کړى، ځکه تېر تکرار ته په کتو دپاکستان هر ګام ته دشک په سترګه کتل کېږي، خو دکرزي دسفر په تړاو يې د ډېرو پام ځان ته را اړولى او شننې دادي، چې ښايي امريکابه هم د خپلو ګټو لپاره پاکستان ته د دا ډول کارونو سپارښتنه کړې وي .
د سياسي چارو شنونکى او افغان ژورناليست ولي الله شاهين وايي :((هغه څه چې امريکا يې پلان لري دپلې کولو لپاره يې خپل وخت شته اوس نو امريکا اوپاکستان دواړه دې ته اړ دي چې د طالبانو سره له روغې جوړې کار واخلي او دغه مجبوريتونه دي امريکا بله لاره نه لري ،هغه که دکرزي په غوښتنه وي او که دبل چا، بله دا چې پاکستان نور نوپه دې پوهېدلى ، چې هم يې له افغان دولت سره په چل وخت تېر کړى او هم له طالبانو سره، اسلام اباد غواړي په دې حالاتو کې خپله پاليسي بدله کړي، خو بيا هم ورسره دامريکا مشوره حتمي ده. ))
دکرزي په اجندا کې دا غوښتنه هم وه ،چې دسولې په تړاو به پاکستان له خپله اړخه مسولانه ګام پورته کوي، خو اوس چې دپاکستان نظر په ښکاره بدل ښکاري او غواړي دسولې په اړوند هلې ځلې غښتلي کړي، بېلګې يې په دوبۍ اوقطر کې اوس مهال دځينو طالب مرکچيانو سره دامريکايانو مخامخ ليدنې او ناستې دي، چې غواړي په يوه ګډه سوله ييزه طرحه کار وکړي، په داسې حالاتو کې يو بله لويه ننګونه په کور دننه د ځينو پخوانيو جهادي مشرانو څرګندونې دي، هغه مشران چې ولسمشر ته له نږدې سلاکارانو شمېرل کېږي.
دشهيدانو د اونۍ په پلمه کابل کې جوړې شوې يوې لويې غونډې ته يې عبدالرب رسول سياف وويل، طالبان پردي مزدوارن دي او له مزدورانو سره سوله نه کېږي، سياف طالبان دافغانستان او اسلام دښمنان وبلل، دغو څرګندونو وېره پيدا کړې چې ښايي په طالبانو کې دسولې په تړاو راټوکېدلى ذهنيت کمزورى کړي.
کتونکي په دې اند دي چې ګنې دسياف څرګندونې له شعوره وې او دغه څېرې غواړي سولې ته دطالبانو د ګډون مخه ونيسي .
دنظر خاوند ادريس غروال وايي استاد سياف دطالبانو پخوانى رقيب دى ،دى او ډله يې کله هم له طالبانو سره روغه نه غواړي او تردې وخته چې دسولې هڅې پڅې دي، ولسمشر کرزي او امريکايان ته دسياف په ګډون دشمال ټلوالي پخواني قومندانان همدا ډول مشورې ورکوي، چې له مخې يې دسولې څرګند ادرس ورک دى .
، خو دا ځل چې امريکا،ولسمشر کرزى او ښکېل هېوادونه دسولې په برخه کې جدي ښکاري، د ټلوالې دمشرانو هڅې به پايلې ولري کنه! ؟
له باور ورځپاڼې څخه په مننې
زما په اند د ښاغلی استاد عبدالرب رسول سیاف خبری پر ځای دی دا ځکه څوک چی خپله د خبروکولو اختیار نه لری نو ښکاره ده چی پردی مزدور دی پردی مزدور هیڅکله ریښتینی افغان نشی کیدلی . او زما په اند کچیری پاکستان طالب بندیان خوشی کوی نو خامخا به یی په غوږونو کی خپل د ګټی مقاصد ور پوکی . او بل دا چی طالب دومره غټ قوت نه وو دا ټول ضعف زمونږ د حکومت دی چی نن ورځ مونږ ته دومره غټه بلا جوړه شوی ده . کا ش کرزی هم داسی دریځ درلودای لکه استاد سیاف حقیقت خو همدادی کوم چی استاد یی وایی .
مننه
سیاف له لومړي سره منافق و او دی. دې د امریکا او سعودي مزدور و، او د شمال ټلوالی … دی.
هغه د پيشور له وخته د مجاهدینو د یووالي مخه نیوله. ده له هزاره ګانو سره د جنګ په پیل سره د کابل داخلي جګړه عملا شروع کړه. دې د مسعود او رباني په وړاندې داسې تسلیم و لکه مسلمان چې خدای ته تسلیم وي.
هغه د هرې فتنې او فساد په کار کې شریک دی او تل د پښتنو له دښمنانو سره ملګری وي.
خدای دې پر لعنت رانازل کړي او د ده د منافقتونو سزا دې ورکړي
افغان جرمن انلاين کي داسي هم ليکلي دي:
gul Parwat
دا چى څنگه د امين له قتل گاه ژوندى راووتي هغه پر ځاى پريږده او ته چى كله پيشور ته راغلى او د اتحاد رئيس شوى او ما او تا سره معرفت پيداكړ او كله چى دستا اول سفر سعودى عربستان ته كاوه ماشام وه او په كوز تاكال ما اوتا خداى پا مانى سره هـم وكره اوكله چى بيرته راغلى جيبونه دی ډك ول او افغان ولس دی جهاد ته تشويقاوه زما شه په ياد چي په هره دوهمه خبره كي به دويل چى داسلام جنده په كريملين او سپينه ماڼى دروم . نن خو دسپينى ماني بيرغ ستا دكور. دپاسه رپيږى.ستا في سبيل الله جهاد څه شوو؟ مخ دى له خداى نه امريكا يي دالروته وگرځاوه ته لا خبرى هـم كوى يتيمان ماشومان به دى دعربانو دخوشحالى لپاره ور استول نور به څه نه وا يم گنى ……… خپاره كرم نور داسلام اوپيغمبر پاك نوم په دغه خوله مه اخله كه ته په اسلام پو هـيدلى نوم به دى عبدالرسول نه وه( بنده درسول) ستا نوم خو هـم عربانو در سم كړ.ته طالبانوته مزدوران وايي ته پخپله د ائ،ايس،اى هـمكار او غلام نه وى.؟ ولى مى مجبوره وى ……… را وباسم . طالبان ستاسى داسلامى او سياسي بي كفايتى نه سياسي ميدان ته شوا كه څه هم د طالبانو دير كارونه له إسلام سره تروا نه لرى او برا بر هم ندی خو تاسي داتيگه كيښودلى او دمحشر په ورحً به دبوش شاته ولاريي.انشا الله
بیانیه سیاف بیانیه نو وتازه نیست که مردم با شعور افغانستان با لای آن فکر بکنند بلکه حرف های تکراری دارد که هر سال در هفته (به اصطلاح آنها هفته شهید) آن را تکرار میکند که طالبان غلام دگران اند با غلام صلح امکان پزیر نیست جای شرم است به چنین شخصیت که در پهلوی یهود ونصا ری نشسته فتوی علیه اسلام ومسلمین ومجاهدین واقعی که در طول تاریخ بجز خیر القرون مانندی ندارند صادر نموده بغض وانزجار خویش را بیش از پیش ابراز مینماید آیا به این آیت از قرآن پاک آگاهی دارد که در سورة هود شریف الله تعالی خطاب به بهترین بشریت حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرموده ( ولاَ تَرْكَنُواْ إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاء ثُمَّ لاَ تُنصَرُونَ (و بر ظالمان تكيه ننماييد، كه موجب مىشود آتش شما را فرا گيرد; و در آن حال، هيچ ولى و سرپرستى جز خدا نخواهيد داشت; و يارى نمىشويد!) خداوند متعال به پیامبر گرامی خود میگوید که که به طرف داری ظالم سری خود را حرکت ندهید که موجب فراگیری آتش دوزخ خواهی شد آیا استاد نام دار به طرف داری 46 کشور کفری سخن میگوید از عذاب خدا مستثنی خواهد ماند نه خیر روز خواهید رسید که از ایشان من حیث حامی کفر وظلم وبر بریت سوال خواهد شد ودر پیشگاه خداوند متعال انشا ء الله لا جواب خواهد ماند وما ذلک علی الله بعزیز
سیاف پدی خبرو فقط او فقط شمالی ټلواله خوشحالوی، اوبله خبره داده چه سیاف فکر کوی چه امریکایان په وتلو دی اوطالیبان راروان دی نو داینده لپاره دخپل ځان لپاره سیوری او دتیښتی ځای پیداکوی، ځکه سیاف ته په ټوله نړی کی (په اسلامی اوغیر اسلامی هیوادونو کی)څوک داوسیدو ځای نه ورکوی، داچه سیاف ډیر بزدله سړی دی دمرګ نه ډیر ویریږی نو شمالی ټلوالی ته بیا ځان نیژدی کوی چه دمرګ څخه یی وساتی. مګر زه وایم چه بی غیرته او مذهبذبه اودخپل مذهب، قوم اوژبی څخه اوښتی انسان ته الله ج په دی دنیا دشرم او په بله دنیا کی د ذوذخ ځای ورکوی.
متاسفانه طالبان اوس بې حده اشتباهات کوي. په لاره کې ماینونه او وژنې او د سړکونو، پلونو خرابول یا د مکتبونو بندول، یا د وطن په هره موسسه او اداره باندې برید، ډېر ظالمانه او بې ګټې ااعمال دي چې ګټه یې یوازې د ګاونډیو استخباراتي ادارو او د افغانستان د ړنګولو او ختمولو ارزو لرونکو ته رسېږي. نو استاد سیاف که د دوی په خلاف هر څو توندې خبرې کړې دي، د اسلام، افغانیت او انسانیت د منافعو په جهت کې یې ګڼلای شو.