د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مالیې وزارت نن د چنګاښ میاشتې په ۲۱ مه نېټه د ۴۸۲،۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د وړیا مرستې تړون له نړیوال بانک سره لاسلیک کړ. په هېواد کې روانو حساسو شرایطو ته په کتو سره، د دغې نوې مالي مرستې موخه د بې وزلۍ د کمولو لپاره د دولت له هڅو څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ بلل کیږي . د یاد نوي تړون لاسلیک کېدل د ټولو افغانانو لپاره د پراختیايي پروګرامونو د پلي کېدو لپاره د دواړو لوریو ترمنځ د اوږد مهاله ژمنې ښکارندويي کوي.
په پام کې ده، چې د مرستو دغه نوې ټولګه د افغانستان له دولت سره په بېلابېلو برخو، لکه د کډوالو له بیرته راستنیدو څخه رامنځته شوې ستونزې او کړکیچ، د خصوصي سکټور وده او پراختیا، په پنځو ښارونو کې له پرمختیایي پروګرامونو څخه ملاتړ، د بریښنا رسولو شبکې پراختیا، د خوراکي مصؤنیت ښه والی او د کلیوالي سرکونو جوړولو برخې تر پوښښ او ملاتړ لاندې راولي. د دغې وړیا مرستې یوه برخه د نړیوالې پراختیايي ادارې مالي ژمنه بلل کیږي، چې تر ټولو بې وزله هېوادونو سره د نړیوال بانک تمویل کوونکې څانګه بلل کیږي او بله برخه یې د افغانستان د بیارغونې صندوق لخوا، چې د مدیریت چارې یې د نړیوال بانک له لوري پرمخ وړل کیږي، برابرې شوي.
مالی وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي وویل “د مرستې دغه ټولګه، زموږ د خلکو د اقتصادي او پراختیایي ستونزو او کړاوونو د حل لپاره د ګډې ژمنتېا نوې کول دي. ښه حکومتولي، کارموندنه، اقتصادي وده او د بېوزلۍ کمول هغه کلیدي موخې دي، چې د دې مرستې په پلي کېدو او اجراء سره به تر لاسه شي.” نوموړي زیاته کړه: “ دغه مالي مرسته به د ملي بودجې له لارې په پوره روڼتیا سره په اغیزمنه توګه ولګول شي.“
د دغې مرستندویه ټولګې ستره موخه د افغانستان د دولت له هڅو څخه په داسې حال کې په ملاتړ ټینګار کوي، چې له یوې خوا دغه هیواد له یو کمزورې اقتصادي حالت سره مخامخ دی او له بلې خوا په څو کلیدي برخو باندې تمرکز لري، ترڅو نه یوازې دا چې د اړ خدمتونو د وړاندې کولو لپاره پرمختیایي خوځښتونه پیاوړي شي، بلکه دغه خدمتونه په ډادمنه او عادلانه توګه ټولو افغانانو ته برابر شي. په ۲۰۱۱ز کال کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر سره یو ځای ، کړکیچن سیاسي حالت د افغانستان اقتصادي وده کمزورې کړه. د امنیتي ګواښونو او ناخوالو زیاتوالی او د خلکو بې ځایه کیدنه له خپلو استوګنځایونو څخه د دولت په بوديجې باندې د اغیزمنې ګټې اخیستنې فشارونه زیات کړل.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک شبهام چوهدري وویل “د نړیوال بانک لخوا د نننۍ مالي مرستې منظوري دا څرګندوي، چې دغه بانک په افغانستان کې د امنیتي ناخوالو او ګواښونو سره سره د پرمختیايي ستونزو او خنډونو په وړاندې د افغانانو له هلو ځلو او هڅو څخه په هراړخیزه توګه ملاتړ کوي،” نوموړي زیاته کړه: “خورا ارزښتمنه ده، چې د افغانستان دولت په بېلابېلو برخو کې د وروستیو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو او پراختیا لپاره هراړخیز اقدامات پلي کړي، په ځانګړې توګه په ادارو او بنسټونو، د عوایدو په راټولولو او همداراز د روغتیا، ښونې او روزنې او د کلیوالي سړکونو په رغولو کې د اصلاحاتو لړی جاري ساتلې ده .”
ټاکل شوې د ۴۸۲،۳ میلیون امریکایي ډالرو دغه وړیا مالي مرسته په لاندې ۷ پروژو کې ، ولګول شي:
· د ۱۷۲ میلیون ډالرو پیاوړې کوونکې مرستې څخه (۱۲۷،۴ میلیون ډالره) یی د نړیوالې پرمختیا ادارې لخوا او پاتې (۴۴،۳ میلیون ډالره) یی د افغانستان د بیارغونې صندوق له لوري د افغانستان د ولسي تړون پروګرام د ملاتړ په موخه ځانګړي شوي، ترڅو د دولت له هغو پرمختیایي پروګرامونو څخه په هغو سیمو کې د ملاتړ له پاره ګټه واخیستل شي، چې بي ځایه شوې کورنۍ په کې ځای پر ځای شوي دي او همدارنګه په هغو سیمو کې، چې له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال پکې استوګن شوي دي.
· د نړیوالې پرمختیايي ادارې له لارې ۱۰۰ میلیونه ډالره وړیا مرسته د پرمختیایي پالیسیو پروژې ته ځانګړي شوي، ترڅو اقتصادي فرصتونو ته د افغانانو او اړوندو زیانمن شویو بنسټونو دلاس رسۍ پیدا د پراختیا په برخو کې له اصلاحاتو او د خصوصي سکټور له پیاوړتیا او ودې سره مرسته او ورڅخه ملاتړ وشي.
· د نړیوالې پرمختیا ادارې له لارې ۲۰ میلیونه ډالره په ښاري سیمو کې د اړوندو ملي ادارو له پاره د لازمو پالیسیو دتدوین او همدارنګه دپنځو ښارونو په مرکزونو کې دخدمتونو دوړاندې کولو دتنظیم ښه والی او پیاوړتیا رامنځته شي.
· د نړیوالې پرمخیتا ادارې له خوا ۶۰ میلیونه ډالر دهرات ولایت د بریښنا رسولو پروژې له پاره ځانګړي شوي، ترڅو، کورنۍ، مؤسسې، سوداګریزې ادارې او بنسټونه، په هغو سیمو کې، چې د مخه په دې ولایت کې په نښه شوي دي، دبریښنا له انرژۍ څخه زیاته ګټه واخلي.
· ۲۰،۳میلیونه ډالره د نړیوالې پرمختیا ادارې او نورو تمویل کوونکو له خوا په افغانستان کې دغنمو د ستراتیژیکو زیرمو او دغلو دانو دزیرمو د اداره کولو د ښه والي او اغیزمنتیا له پاره دغله جاتو د ستراتیژیکو زیرمو له پاره برابر شوي دي.
· د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا د کلیوالي سیمو دلارو جوړولو له ملي پروژې سره ۱۰۵ میلیون امرکايي ډالره مرسته وکړه، د همدې پروژې موخه د کلیو او بانډو اوسیدونکو ته د اساسی خدمتونو او اړتیاوو ته په کتو هر ډول په هر ډول هوا کې د سړکونو رغول دي.
· د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا د دولت په مټ د ښځو د پیاوړتیا لومړیتوب لرونکو پروګرامونو د پروژې د تدوین پړاو لپاره ۵ میلیونه وړیا مرسته په پام کې نیول شوې، چې موخه یې غوره کاري فرصتونو ته د ښځو لاسرسی او د غوره اقتصادي سرچینو رامنځته کول دي.
د مرستو د نوې کڅوړې په هکله زیات معلومات او جزئیات:
له ټولټال ۱۷۲ پیاوړي کوونکې وړیا مرستې څخه، ۱۲۷،۷ میلیون ډالره د نړیوالې پرمختیا ادارې له خوا د افغانستان د ولسي تړون له پروګرام سره مرسته شوي، چې نن ورځ لاسلیک او د نړیوالې پرمختیايي ادارې پورې اړوند د ساحوي بې ځایه شویو د بیړني ځواب د سرچینو له لارې برابریږي. دغه مرسته د نوموړې پروګرام د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او پروسه پراخوي، د ( ټولګټو) په برخه کې د کارګرانو د شمېر د زیاتوالې له لارې د لنډ مهال لپاره د کارموندنې زمینه برابروي او له عامه ګټو څخه ور اخوا د ډله ییزو فعالیتونو له پاره په هغو ځایونو کې، چې کورني یا داخلي بې ځایه شوي اوراستنېدونکي کډوال پکې په لنډ مهال ډول ځای پرځای شوي، هغوی ته د اړتیا وړ مالي سرچینې برابروي. د دې پروګرام موخه د خلکو د پیوستون دلارو چارو پیاوړي کول او په کلیوالي او ټاکل شویو ښاري سیمو کې د زیات شمېر بېوزلو او زیانمن شویو وګړو له پاره د مرستې اړینې لارې چارې برابروي.
د دې پروګرام ټوله بودیجه ۲۰۵ میلیون ډالره ده، چې د نړیوال بانک پرمرستې او ملاتړ سربیره، دافغانستان د بیارغونې صندوق له خوا ۴۴،۳ میلیونه ډالره وړیا مرسته، د المان پرمختیایي ادارې له خوا ۵، ۲۷ میلیونه ډالره او همدارنګه د ډنمارک هېواد له خوا ۹۵،۵ ډالره مرسته برابریږي. د یادونې وړ ده، چې د ولسي تړون پروګرام بودیجه، چې اوس مهال د پلي کېدو په درشل کې ده، ۶۲۸ میلیونه ډالرو ته رسیږي، چې له دې جملې څخه ۱۰۰ میلیونه ډالره یې نړیوال بانک برابره کړي، په داسې حال کې، چې ۱۲۸ میلیونه ډالره یې د دولت له سرچینو څخه او پاتې نور ۴۰۰ میلیونه ډالر یې د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا برابر شوي دي. د دې پروګرام د لومړي پړاو موخه د زیربناوو پیاوړتیا او د ۳۴ ولایتونو په کلیوالي سیمو او څلورو ښاروالیو کې ۸،۵ میلیونه افغان وګړو ته (د څښلو اوبو ته د ټولو دلاس رسي په ګډون) د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کول دي.
د پراخو پرمختیایي پالیسیو له پروژې سره ۱۰۰ میلیونه ډالره وړیا مرسته، افغان دولت خپلو پرمختیايي موخو ته د رسېدو په برخه کې، چې د افغانستان د پرمختیا او سولې د ملي پروګرام په چوکاټ کې مشخص شوي دي، مرسته او ملاتړ کوي. دغه وړیا مرسته، چې په ورته وخت کې له بودیجې څخه د ملاتړ په نوم نومول شوې، له بودیجې څخه زیانمن شویو برخو کې اقتصادي فرصتونو ته دلاس رسي او د خصوصي سکټور د ودې او پرمختیا د چوکاټ په تنظیم او د پالیسي د پیاوړتیا له پاره د پرمختیایي اصلاحاتو او سمونونو د راوستلو په برخه کې مرسته او ملاتړ کوي. په دغه اصلاحاتو کې لاندې برخې، لکه د بې ځایه شویو او راستنېدونکو له پاره د پالیسۍ چوکاټ بندي، د ځمکې مدیریت، سوداګرۍ او تجارت، د تجارتي جواز صادرول، ارتباطات او معلوماتي ټکنالوژي، الکترونیکي پولي معاملې او له دولتي سکټور سره د خصوصي سکټور په ګډې مرستې او هلو ځلو کې اصلاح او سمون شامل دي.
د ښاري پرمختیا د ملاتړ پروژې د تمویل له پاره ۲۰ میلیونه ډالر به د کور جوړولو او ښاري پراختیا وزارت پر دې وتوانوي، چې د تطبیق وړ پالیسۍ چوکاټ رامنځته او د هېواد په کچه د اړوندو ادراو د پالیسي جوړولو ظرفیت پیاوړی کړي او په عین حال کې ښاري پلان جوړونه، اداره او د خدمتونو وړاندې کولو ظرفیت د پنځو ولایتونو (هرات، مزار شریف، کندهار، جلال آباد او خوست) په مرکزونو کې پیاوړي کوي.
۶۰ میلیونه ډالره دهرات برېښنا رسولو پروژې د تمویل له پاره د افغانستان برېښنا شرکت د پیاوړتیا د ملاتړ او مرستې ته منظورشوي دي، ترڅو چې دغه بنسټ او اداره ۲۳۰۸۰۰ تنو او ۱۶۰۰ مؤسسو او سوداګریزو بنسټونو ته، چې د هرات په ولایت کې مشخص شوي دي، د بریښنا انرژي برابره کړي. دغه پروژه په مشخص ډول په دې لاندې برخو کې له پانګونې څخه ملاتړ کوي :
(۱) د ۱۱۰ کیلو واټه ترانسمیشن تمدید، څلور سب سټیشنونه د ۲۲۰ /۱۱۰ کیلوواټو په ظرفیت او د هرات ولایت په څلورو ناحیو کې د منځني او لوړ ولټاژ د ویش د شبکو رامینځته کول.
(۲) د موجوده شبکې پراختیا، پیاوړتیا او نوې جوړونه، د ولایت په نورو برخو کې د بریښنایي خدمتونو ته د ښې او زیات لاس رسي په منظور او په پای کې په هغو کلیو کې، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې پکې د برېښنا شبکو تاسیسول امکان نه لري، د لمریزې برېښنا د کوچنیو ازمایښتي شبکو جوړول. دغه پروژه د افغانستان بريښنا شرکت لپاره د دغې پروژې د مدیریت او تدارکاتي چارو لپاره او همدا راز د اوبو او انرژۍ وزارت کې د بریښنا د ویشنې شبکو د ادغام په موخه د حقوقي چوکاټ د جوړښټ لپاره مالي مرستې برابروي.
۲۰،۳ میلیونه امریکايي ډالر، په افغانستان کې د غلو دانو د ستراتیژیکو زیرمو د رامینځته کولو د پروژې د تمویل له پاره، چې له امله به یې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وکړای شي، چې د غنمو زیرمې رامینځته کړي، ترڅو چې د افغانانو کورنۍ د نه وړاند وینې شويو بیړنیو حالاتو څخه وروسته د خپلو اړتیاوو د پوره کولو له پاره له هغو څخه ګټه واخلي او په عین حال کې به د غنمو د زیرمو بهیر هم په اغیزناک ډول تنظیم کړي. له نړیوال بانک څخه سربیره د جاپان د ټولنیزې پرمختیا صندوق هم د دې پروژې له پاره ۹،۷ میلیونه ډالر برابروي. د دې پروژې له لارې د غلو دانو دوه موجودې زیرمې بیا رغول شوي، څلور نوې جوړې شوي او د زیرمو د چارو د تنظیم له پاره لازم جوړښتونه طرحه او عملي کیږي. په پام کې ده، چې د دې پنځه کلنې پروژې په پای کې به د زیرمو ظرفیت ۲۰۰۰۰۰ متریک ټنو ته زیات شي، چې دغه اندازه به د دوو ملیونو افغانانو اړتیاوې د شپږو میاشتو له پاره پوره کړي.
د کلیوالي لارو د جوړولو له ملي پروګرام سره د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا د ۱۰۵ میلیون امریکايي ډالرو وړیا مرسته دولت ته دا وړتیا ورکوي، چې د دغې پروژې د پوښښ ساحه پراخه کړي. د دغه پروګرام اصلي بودیجه ۳۳۲ میلیون امریکايي ډالرو، چې له هغې ډلې ۱۲۵ میلیون امریکايي ډالر یې نړیوال بانک او ۲۰۷ میلیون امریکايي ډالر یې د افغانستان د بیا رغونې د صندوق له خوا ورکړل شوي دي. دا پروګرام د ۲۰۱۲ کال د اګسټ له میاشتې را پدیخوا جریان لري.
د افغانستان د بیا رغونې صندوق له خوا د پروژې د تدوین پړاو لپاره ۵ میلیونه امریکايي ډالرو وړیا مرسته د ښځو د پیاوړتیا د لومړیتوب لرونکو ملي پروګرامونو لپاره ځانګړي شوي دي. له همدې وړیا مرستې څخه موخه غوره کاري فرصتونو او غوره اقتصادي سرچینو ته د هغوۍ د لاسرسي لرل دي. دا به د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړوند همکارانو تر منځ د همغږۍ د راوستلو او د پروګرام د یوه مناسب چتر د رامنځته کولو لپاره مرسته وکړي، تر څو وکولای شي د دې پروګرام لاندې په دې او نورو ټولو وزارتونو او دولتي اړوند ادارو کې تخنیکي مرستې، د ظرفیت جوړولو پروګرامونه او تحلیلي مطالعات تر سره کړي.