د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالي

د مشرانو جرګې رئیس د پلار اروښاد حاجي محمد عمر د جنازې لمونځ ادا او پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د پلار اروښاد حاجي محمد عمر د جنازې لمونځ د چنګاښ په ۲۱مه د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالې کې د هېواد د زرګونو وګړو په ګډون سره ادا او د دې ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د مرحوم حاجي محمد عمر بابا د جنازې په مراسمو کې د ننګرهار او لغمان والیانو،د ملي شورا او کابینې غړو،د ختیځې سیمې د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو او استازو،د ختیځو ولایتونو د ولایتي شورا غړو،جهادي او قومي مخورو،دیني عالمانو او زرګونو نورو ګډون کړی وو.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او د جنازې ټولو ګډونوالو د ارواښاد روح ته د الله ج له درباره د فردوس جنت او د مشرانو جرګې رئیس او د کورنۍ نورو غړو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل .
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د جنازې له ټولو ګډونوالو،د هېواد د بېلابېلو ولایتونو جهادي،سیاسي،فرهنګي،دیني او نورو مشرانو او هېوادوالو څخه مننه وکړه،چې د نوموړي د پلار د جنازې په مراسمو کې یې د ګډون سربېره له نوموړي سره غمشریکي ترسره کړه.
نوموړي همدا راز د جهاد پر مهال د خپل پلار د سنګر او نورو ملګرو ته هم د تسلیت مراتب وړاندې کړل او د جنازې مراسمو د ښه ترسره کېدو له امله یې د ننګرهار ولایت مقام او ټولو امنیتي ارګانونو څخه مننه وکړه.
د مشرانو جرګې رئیس د عامې روغتیا د رئیس او ټولو ډاکټرانو څخه مننه وکړه،چې د مودو راهیسې د نوموړي د پلار په درملنه کې شپه او ورځ هلې ځلې وکړې .
د جلال اباد په شیرزي لوبغالې کې د جنازې د مراسمو د ترسره کېدو وروسته د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار،سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یو شمیر نورو امنیتي او ملکي مسؤلینو په ملتیا د چپرهار ولسوالۍ په دولتزیو سیمه کې د ارواښاد حاجي محمد عمر د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار پلار ارواښاد حاجي محمد عمر د سخي جان زوی،چې د نن څخه ۹۸ کاله وړاندې یې د چپرهار ولسوالۍ د دولتزیو په چینو کلي کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.
ارواښاد د روسانو د یرغل پر مهال په سنګرونو کې د دوی پر وړاندې سپیڅلی جهاد ترسره ،چې په دیارلس سوه نهه پنځوسم کال کې د وخت د حکومت له لورې تر نیول کېدو وروسته شپږ میاشتې په بند کې وساتل شو.
د جهاد پر مهال د مرحوم ۴ زامن او یو وراره شهیدان شوي،چې تر وفات کېدو وروسته ترې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار،ولایتي شورا غړي شمس الرحمن مسلمیار او د بهسودو ولسوال محمد صدیق دولت زي په ګډون ۵ زامن او درې لوڼې پاتې شوې .
ارواښاد حاجي محمد عمر د ۹۸ کلونو په عمر د چنګاښ په شلمه د ننګرهار په عامې روغتیا حوزوي روغتون کې د اوږدې ناروغۍ وروسته د تل لپاره له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې او د چپرهار ولسوالۍ د دولتزیو په کلي کې پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د ارواښاد فاتحه د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مه د سهار په اته بجو د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د مرحوم د کورنۍ له لورې اخیستل کیږي .
اچين ولسوالۍ کې تر اوږدو جګړو وروسته د بيارغونې چارې پيل شوې .
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې تر اوږدو جګړو وروسته د لومړي ځل لپاره د بيارغونې چارې پيل شوې او خلک هيله من شوي چې دغه ولسوالۍ به بيا د وسله والو لاس ته نه لوېږي.
د ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو په خپلو هلو ځلو او د دولت په همکارۍ د عبدالخېلو په سيمه کې د هغه بازار رغول پيل کړل چې لسګونه کاله وړاندې د دې سيمې يو تاريخي بازار و.
د معلوماتو له مخې، د عبدالخېلو بازار د پخواني پاچا ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی و او بيا د نورمحمد ترکي د واکمنۍ پر مهال د هغه وخت د مخالفينو له لوري وسوځول شو.
د ځايي خلکو په وينا، له هماغې ورځې وروسته د عبدالخېلو بازار ته څوک له وېرې نه شول تللی او په دې وروستيو کې د داعش ډلې په ورتګ سره خو ترې د وسله والو مرکز جوړ شوی و.
خو په دې وروستيو کې پر دې ولسوالۍ د افغان او بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو په پايله کې سيمه له داعش ډلې پاکه شوې او ګڼې کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوې دي.
د سيمې يو قومي مشر شان پاچا پژواک اژانس ته وويل، د ولس په ملاتړ يې په دې سيمه کې رغنيزې چارې پيل کړې او موخه يې خلکو ته هيله مندي ورکول دي.
هغه زياته کړه: ((زموږ اوله موخه خو دا ده چې شته خلکو ته کار پيدا کړو، بله موخه مو دا ده، هغه کورنۍ چې نورو سيمو ته بې ځايه شوي، هغوی ته دا هيله مندي پيدا شي، چې امنيت راغلی او هغوی هم راستنې شي او تر ټولو غټه خبره دا ده، چې خپل تاريخ ورغوو.))
نوموړي وويل، په بازار کې به هر کور ته يو دوکان او د عبدالخېلو سيمې ټولو خلکو ته به حق ورکول کېږي.
د شان پاچا د معلوماتو له مخې، اچين ولسوالۍ ته په سلو کې څلوېښت کورنۍ بېرته راستنې شوې او شپېته سلنه يې هم په دې تمه ده چې که دلته داسې رغنيزې چارې پيل شي او زمينه برابره شي؛ نو ټولې راستنېږي.
د سيمې خلک هم خوښ دي، چې هم ورته ځای ورکړل شو او هم ورته د کار زمينه برابره شوه.
د سيمې یوه اوسېدونکي حاجي باتور پژواک ته وويل چې دا يې د سيمې د پرمختګ يوه ښه لار ده او د دې تر څنګ به کډه شوې کورنۍ هم بېرته خپلو سيمو ته د ستنېدو زړه وکړي.
دغه راز يو بل ځايي اوسېدونکی خدای نور چې تازه يې تر جګړو وروسته کډواله شوې کورنۍ خپل پلرني کور ته ستنه شوې وه، وايي، دغه بازار به د نورو کډوالو د راتګ زمينه هم برابره کړي.
هغه غوښتنه وکړه، په بازار کې د دوکانونو وېش بايد داسې وشي چې بيا قومي شخړې رامنځته نه کړي او د خير پر ځای تاوان ونه رسوي.
د اچين ولسوالۍ د ځوانانو شورا رييس ثاقب شينواری د دغه بازار بيارغونه د ځوانانو لپاره ښه بولي؛ خو شکايت کوي چې ولايتي ادارې د نورو ولسواليو په پرتله دغې ولسوالۍ ځوانانو ته هېڅ توجه نه ده کړې.
دی وايي، که ځوانانو ته د کار او تعليم زمينه برابره شي نو له وسله والو کړنو يې مخنيوی کېږي چې دغې چارې ته دولت هېڅ پام نه کوي.
د اچين ولسوال اسماعيل شينواری وايي، نه يوازې دغه کار، بلکې د دې ولسوالۍ د خلکو د ستونزو د حل لپاره په اوږدمهاله توګه د کلينيکونو، ښوونځيو، ړنګ شوو کورونو او سربندونو، ویالو، سړکونو او نورو عامه ځايونو د رغولو چارې پيل شي.
دی وايي، اوسمهال د يادې ولسوالۍ امنيت تر ډېره ښه شوی او حتی هغو ځايونو کې هم امنيتي ځواکونه مېشت شوي چې له تېرو پنځلس کلونو ورته هېڅ دولتي شخص نه دی تللی.
هغه د اچين ولسوالۍ پر ولسونو غږ وکړ: ((که يې کورونه په امن ځايونو کې وي، زما ترې غوښتنه دا ده، چې بېرته راستانه شي، اوس دې په خپلو امکاناتو يو څه زمينه برابره کړي، موږ پلان لرو، چې د دوی ټولو ستونزو ته رسيدګي وکړو.))
ولسوال وایي، تر دې وړاندې د دې ولسوالۍ په شډل بازار کې هم رغنيزې چارې پيل شوې او خلک په ډېرې خوښۍ په خپلو امکاناتو کار کوي.
اچين د ننګرهار هغه ولسوالي ده چې د اسلامي دولت يا داعش ډلې لومړۍ په کې خپل حضور څرګند کړ او وروسته يې د دې ولسوالۍ خلک سخت وځپل او حتی ورته يې درنه مرګ ژوبله واړوله.
درې وسله وال طالبان ووژل شول .
د بټي کوټ ولسوالۍ مقام د معلوماتو له مخې،

ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په منګلیانو سیمه کې د چنګاښ په ۲۱مه ځآنګړو کورنیو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او د دوی یو سراچه ډوله موټر یې هم تخریب کړی دی .

امنیتي مؤظفینو د دې عملیاتو پر مهال درې تنه شکمن کسان هم د پلټنو په موخه له ځآن سره لیږدولي.
په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان ندی اوښتی.
د یو عشاریه یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې سیمه کې د رغنیزو او پاکونې چارې پیل شوې .
ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې په سیمه کې د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د یو عشاریه یو میلیون امریکایي ډآلرو په لګښت د پاک او زرغون ښار تر عنوان لاندې د پاکۍ او په ځینو برخو کې د بیارغونې چارې پیل شوې .

د جلال اباد ښاروالۍ سرپرست انجنير حکيم الدين عمرخېل وويل، پاک او زرغون ښار پروګرام خلکو ته د کار پيدا کېدو تر څنګ د ښار پاکوالي، بيا رغونه او سمسورتيا کې هم رول لوبولی شي.
نوموړی زیاتوي، ياد پروګرام د ولسمشر د ځانګړې طرحې له مخې جوړ شوی او موخه يې په ښارونو کې ښاريانو ته د ښو او منظمو خدماتو وړاندې کېدو تر څنګ د ښارونو پراختيا او ښار مېشتو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.

د عمرخېل په وينا، ياد پروګرام تر دې وړاندې د ښار په څلورمه ناحيه کې هم پيل شوی او د ښار د مهمو واټونو پاکوالي ته يې هم توجه شوې ده.
سرپرست ښاروال وويل، د دې پروژې مالي ملاتړ د ملګرو ملتونو د هبيتات موسسه کوي او تخنيکي چارې يې د ښاروالیو پر غاړه دي.

د يو اين هبيتات ادارې استازي انجينر محمد نادر څرګند وويل چې پر يادې پروژې چې يو کال به دوام وکړي، يو اعشاريه يو ميليون ډالر لګښت راځي.
دی وايي، پروګرام به سلو کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړي چې له ډلې به يې لس مېرمنې وي او هغوی به يوازې د عامه پوهاوي په برخه کې کار کوي.
د څرګند د معلوماتو له مخې، د دې پروژې هر کارمند ته د ورځې شپږ امريکايي ډالر ورکول کېږي چې لږ تر لږه د يوې وړې کورنۍ ورځنی لګښت پوره کوي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړې حبيبې کاکړ وويل چې که له يوې خوا ښاروالۍ دا ډول پروژې پلې کوي؛ نو له بلې خوا بايد ښاريان هم ځان د ښار پاکوالي کې مکلف وګڼي او سمه ونډه په کې واخلي.

یوسلو نهه اویا کورنیو سره مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ادارې په هلو ځلو او پېښو پر وړاندې د چمتوالې کمیټې په مرسته د دې ولایت یوسلو نهه اویا بې ځایه شوو شوو کورنیو سره د خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته وشوه .

په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته لس کيلو دال،لس ليتره غوړي،لس کيلو بوره،دولس کيلو وريجې ، د پخلنځي وسایل،ترپالونه او روغتیایي بکسې ورکړل شوې .
اتلس کورنیو سره د اتلس قلمه خوراکي او غېرې خوراکی توکو مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو ادارې له لورې د دې ولایت په خوږیاڼو،بټي کوټ، حصارک،اچین او غني خیلو ولسوالیو کې اتلس جګړه ځپلو کورنیو سره د اتلس قلمه خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته وکړه .

د کار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو رئیس عبدالحکیم شیرزاد وایي په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته د یوسلو څلوېښت امریکایي ډالرو په ارزښت بېلابېل توکې ورکړل شول.

د نوموړي په وینا همدا راز یوې کورنۍ ته د ژوند د سهولتونو برابرولو په موخه د یوې لویې ریکشې مرسته ورکړل شوه .
دوه تنه داعش وسله وال ژوندي ونیول شول.
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند فامیلو سیمه کې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې دوه غړي ژوندي ونیول شول .

نیول شوي کسان نورالله او احمدشاه نومیږي،چې د باجوړ ایجنسۍ او چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکي دي او د جلال اباد ښار په فامیلوسیمه کې یې تخریبي کړنې ترسره کولې.
نیول شوو کسانو پخپلو جرمونو اعتراف کړی .

د باجوړ ایجنسۍ اوسیدونکي نورالله چې د مګړۍ یې په فامیلو کې ژوند ترسره کاوه،تر نیولو وروسته یې ویلي،چې د داعش له لورې دنده ورکړل شوې وه،ترڅو تنکي ځوانان او میرمنې د یادې وسله والې ډلې لپاره جذب کړي.

نوموړی زیاتوي،د مولوي خالص فامیلو په څلور لارې کې څه موده وړاندې د پوهنتون په زده کړیالانو باندې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه هم د دوی له لورې ترسره شوې وه .

د چپرهار ولسوالۍ د ډاګو سیمې اوسیدونکي احمدشاه وویل،له تېرو دوو میاشتو راهیسې د داعش په لیکو کې فعالیت ترسره کاوه او داعش وسله والو ته به یې په جلال اباد ښار کې د شپې د اوسیدو او موخې ته د رسیدو سهولتونه برابرول .
د یادونې وړده،تردې وړاندې هم د ملي امنیت مؤظفینو له لورې ګڼ شمیر داعش وسله وال د تخریبي کړنو د ترسره کولو پر مهال ژوندي نیول شوي.
جلال اباد ښار کې د وسلو د جعلي کارتونو جوړونکی ونیول شو.
ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پولیسو له لورې د شهزاده په نوم هغه کس ونیول شو،چې په جعلي ډول به یې خلکو ته د پیسو په مقابل کې دوسلو کارتونه جوړول .

یاد کس تر نیول کېدو وروسته د لا زیاتو پلټنو په مرکز ته لیږدول شوی دی.

پولیسو دوه ورځې وړاندې هم په جلال اباد ښار کې په عراده فرونر ډوله موټر کې درې تنه د وسلې ګرځولو له جعلي اسنادو او یو میل بې غږه تفنګچې سره یو ځای نیولي و.
د خوږیاڼو ولسوالۍ پرمختیایي شورا غړو وزیرو سیمه کې د پل جوړیدو د مرستې غوښتنه وکړه .
ننګرهار ولایت د خوږیاڼو سرپرست ولسوال سبحان الله خطاب سره د دې ولسوالۍ د پرمختیایي شورا غړو د ناستې پر مهال غوښتنه کړې،ترڅو د یادې ولسوالۍ د وزیرو د پیره خیلو په سیمه کې ورته د خوړ پر سر د پل جوړولو مرسته وکړي.

دوی همدا راز د ولسوالۍ اړوند بېلابېلې ستونزې او د رغنیزو پروژو د چارو د پیل په موخه هم د همکارۍ غوښتنې کړي .
د خوږیاڼو سرپرست ولسوال سبحان الله خطاب یادو مخورو ته د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه،چې وزیرو پیره خیلو سیمې ته به د سراچې په سیمه کې د پخواني جوړ شوي پل د انتقال په موخه هلي ځلي وکړي .
د یو خبر له مخې د خوږیاڼو ولسوال د چمتلې په سیمه کې د پلچکونو د جوړولو له چارو څخه هم څآرنه او لیدنه وکړه .
یاد پلچکونه د وسله والو طالبانو له لورې تخریب شوي،چې اوس مهال یې د ولایتي ادارې له لورې د بیا جوړولو چارې جریان لري .
عامې روغتیا ادارې لسګونه روغتونونه،کلینکونه او درملتونونه د قانوني سرغړونو له امله تړلي .
ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ادارې د خصوصي روغتیايي مراکزو د نظارت او بررسۍ کمیسیون د بررسۍ په پایله روغتونونه، کلینیکونه او درملتونونه له دې کبله مهرلاک کړل چې قانوني اسناد یې نه لرل او درمل یې په لوړ بیه پلورل.

د دغه کمیسیون مسؤلین وايي : له تیرو څو ورځو راهیسې یې په جلال اباد ښار کې بررسي ترسره کړې چې په پایله کې یې شیرعلي روغتون او الخبير دغاښونو کلينک چې اسناد یې نه درلود او د زده کړیالانو له لورې یې چارې پرمخ وړل کېدې،مهرلاک کړل .

همدا راز یاد کمیسیون د روښان خصوصي روغتون له بیلابیلو څانګو څخه کاري لیدنه وکړه، چې په ترڅ کې یې د يو لړ ستونزو درلودلو له کبله ديرش زره افغانى جريمه کړ.
دغه ګډ کمیسیون د بررسۍ په دریمه ورځ په جلال اباد ښار کې ۱۵ درملتونونه ، معاينه خانې او لابرتوارونه د قانون د سر غړونو له کبله مهرلاک او جریمه کړي دي .

د بهرنیانو په ګډون ۶ داعشیان ووژل شول .
د پچیراګام ولسوالۍ مقام د معلوماتو له مخې،

ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ په مرخڼۍ سیمه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د عملیاتو په ترڅ کې د درې ازبکستاني او دوه اورکزيو په ګډون ۶ داعش وسله وال وژل شوي دي .

په وژل شوو داعشیانو کې د قاري عمت الله په نوم یو سرګروپ هم شامل دی،چې د هسکې مینې ولسوالۍ د نرۍ اوبو سیمې اصلي اوسیدونکی دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *