میچل

تاند- د استرالیا په لوېدیځ کې د یوه کارګر د لاس د بټې ګوتې پر ځای د پښې بټه ګوته پیوند کړای شوه.

د دغه ۲۰ کلن کارګر د لاس بټه ګوته درې میاشتې پخوا سخته ژوبله شوې وه؛ تر دې چې باید غوڅه شوې وای.

دغه کارګر زک میچل نومېږي؛ دی د پېښې په اړه وايي چې یوې غوا لغته/لته ورکړه او ګوته یې له فلزي کټارې سره ولګېده.

مخکې تر دې چې ډاکتران د ده د پښې بټه ګوته د لاس د بټې ګوتې په ځای کې پیوند کړي، ډاکترانو دوه ځلې د ده ژوبله شوې ګوته عملیات کړه خو نتیجه یې ورنه کړه.

د لاس د بټې ګوتې پر ځای د پښې د بټې ګوتې د پیوند جراحي عملیاتو ۸ ساعته دوام وکړ.

د انسان د خپل بدن د غړیو پیوند نسبتاً اسانه دی ځکه چې ژر سره کوشیر کېږي.

خو له دې سره سره ۱۲ میاشتې پکار دي چې د ښاغلي میچل پیوندي ګوته نورمال کار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *