تاند- د پاکستان د سند صوبې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې په دې اندېښنه ښکاره کړه چې سختدریځي او افراطیت له مدرسو څخه پوهنتونونو ته سرایت کړی دی.
د دې ادارې متخصصانو په کراچۍ کې یوې غونډې ته وویل چې په سختدریځۍ کې د مدرسو ځای د پوهنتونونو محصلان نیسي.
په دې غونډه کې د سند ایالت د ۴۰ پوهنتونونو ريیسانو ګډون کړی و.
پاکستان او لوېدیځ کاروپوهان وايي، پاکستان له دیني افراطیت څخه په ګاونډیو هیوادونو کې د حربې په توګه کار اخلي او له همدې کبله یې د سختدریځۍ د صادرولو لپاره په زرګونو مدرسې جوړې کړي دي خو اوس داسې ښکاري چې پاکستتان پخپله لومه کې لوېدلی دی.
په غونډه کې د ګڼو قضیو یادونه وشوه او وویل شول چې دا مثالونه له هیڅ بهرني هیواد سره تړاو نه لري بلکې د غلط تعلیمي نصاب او منفي تبلیغ نتیحه ده.
د پوهنتون یوه رييس راجه عمر خطاب وویل، پخوا به یوازې په مدرسو کې افراطیان روزل کېدل او هغوی به افغانستان یا وزیرستان ته تلل خو اوس په پوهنتونونو کې سختدریځي روزل کېږي او هغوی دلته (پاکستان) کرکه او تشدد خپروي.
د کراچي په غونډه کې زیات تشویش په دې څرګند شو چې د پوهنتونونو افراطي شوي محصلان له پاکستانه دباندې حملې نه کوي بلکې پاکستان ته زیان اړوي.
په کراچۍ کې د جرمونو او جهاد په اړه د ناول لیکوال او د تروریستي ضد ادارې مشر عمر شاهد حامد وویل:«پوهنتونونه د مدرسو ځای نیسي، دا آنلاین نسل ایدیالوژي او دلایل لري؛ دا د قبایلي سیمو د مدرسو ماشومان نه دي چې بل ځای (بهر) لاړ شي او انتحاري حمله وکړي.»
د غونډې برخوالو د داعش او حزب التحریر د نفوذ پر زیاتېدو هم اندېښنه ښکاره کړه.