تاند- د جرمني ولسمشر فرانک شتاین مایر نن /پنجشنبه/ په کابل کې له ولسمشر غني سره له کتنې وروسته له طالبانو سره د پخلاینې پر ضرورت تاکید وکړ.
شتاین مایر، چې پخوا د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر و، افغانستان ته خپل سفر له بلخ ولایته پیل کړ. ده په مزارشریف کې له جرمن پوځیانو سره وکتل.
له شتاین مایر سره په دې سفر کې د ده مېرمن هم ملګرې ده.
شتاین مایر، چې په افغانستان کې د جرمني پوځیانو شمېر ډېر و، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په توګه په ځلونو افغانستان ته راغلی و. ده په مزارشریف ښار کې وویل چې نسبت دوه کاله پخوا ته د افغانستان امنیتي وضعیت خراب شوی دی.
«د سرتېرو، نړیوالو مرستندویانو او ډېرو افغانانو لپاره وضعیت بد شوی دی.»
د جرمني ولسمشر، چې چوکۍ یې تشریفاتي ده، وویل چې له طالبانو سره له سیاسي تفاهمه پرته په افغانستان کې سوله نه شي راتلای.
تر دې وړاندې د جرمني نورو چارواکو هم له طالبانو سره د سولې د خبرو پر ضرورت ټینګار کړی و.