د ځمکنیو بريدنو ترڅنګ پر داعش د لا زیاتو هوایي بریدونو د ترسره کولو غوښتنه وشوه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وسله وال پوځ د لوی درستیز ډګرجنرال محمد شریف یفتلي سره د ویډیو کنفرانس پر مهال غوښتنه وکړه، ترڅو په ننګرهار کې د داعش پر پټنځایونو د ځمکنیو بریدونو ترڅنګ لا زیات هوایي بریدونه ترسره کړي .
یاد کنفرانس چې په ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې ترسره شو، په کې ننګرهار والي،۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان، ملي امنیت رئیس، ننګرهار امنیه قوماندان، د شمشاد زون قوماندانۍ مرستیال او یادې قول اردو د بېلابېلو څانګو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د VTC په یاد کنفرانس کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمد زمان وزیري، امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي او د ملي امنیت رئیس تورنجنرال صابرخان ثابت د خبرو پر مهال د پیل شوو عملیاتو په اړه معلومات شریک کړل .
دوی همدا راز د پچیراګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پاکوو شوو سیمو د ساتنې په موخه د پاڅوون کوونکو د جذبولو او په یو شمیر برخو کې خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړل .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خپلو خبرو پر مهال د نورو سیمو ترڅنګ په پچیراګام ولسوالۍ په ځانګړي ډول تورې بوړې سیمې کې د امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو او مېړانې څخه ستاینه وکړه .
نوموړي غوښتنه وکړه،چې ژر تر ژره دې د یادې سیمې ځوانان په رسمي ډول د پاڅوون کوونکو په توګه وګماري،ترڅو د خپلو سیمو ساتنه وکړي او همدا راز یې په سیمه کې د لسګونو پوستو د جوړولو په موخه د چارو د پیل کېدو غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي همدا راز د یو شمیر نورو وړاندیزونو ترڅنګ په ننګرهار ولایت کې د داعش پر پتڼځایونو د ځمکنیو بریدونو ترڅنګ د لا زیاتو هوایي بریدونو د ترسره کولو غوښتنه وکړه .
د کورنیو چارو وزارت ارشد معین،د ملي امنیت عمومي ریاست استازي او یو شمیر نورو د څرګندولو وروسته د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګرجنرال محمد شریف یفتلي ډاډ ورکړ، چې وړاندیزونه به یې د حل او عملي اقداماتو په موخه تعقیب کړي .
نوموړي په ننګرهار کې د امنیتي منسوبینو ترمنځ د همغږۍ او په تورې بوړې سیمې کې د امنیتي منسوبینو د بې سارې لاسته راوړنې څخه ستاینه او مننه وکړه .
ننګرهار والي د ولسي تړون پروګرام په شفاف ډول د ترسره کېدو په موخه د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د چنګاښ په ۲۲مه د ولسي تړون پروګرام مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړ، چې په دې ولایت کې د یاد پروګرام د ښه او شفاف تطبیق په موخه هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.
یاده لیدنه چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه، د ولسي تړون پروګرام عملياتي مسؤل فضل باري احمدزي او په دې ولایت کې د یاد پروګرام مسؤلینو د خبرو پر مهال وویل، د ولسي تړون پروګرام د پيل کېدو په موخه یې تر دا مهال په درېیمه، پنځمه او اتمه ناحیو کې انتخابي شوراګانې جوړي کړي.
دوی زیاته کړه،د یاد پروګرام د ګړندیتوب په موخه یې ۱۸ نوې ډلې ګمارلي، چې د ۲۹ شوراګانو د جوړولو چارې به هم ډیر ژر بشپړې کړي، چې د چارو د پیل کېدو پر مهال یې د ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل خوښي وښوده، چې په دې ولایت کې د ولسي تړون پروګرام له لورې د ۲۲ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت چارې ترسره کیږي .
نوموړي ډاډ ورکړ،چې د یادو چارو د ښه والې او په شفاف ډول د ترسره کېدو په موخه به د یاد پروګرام د مسؤلینو سره هر ډول همکاري ترسره کړي.
تورخم ښار ګوټې کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د نباتاتو د څېړنې لابراتور ته ودانۍ جوړیږي .
ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ اړوند په تورخم ښارګوټې کې د کرنې او مالدارۍ ادارې په چوکاټ کې د نړیوال بانک په ۱۴ میلیونه افغانیو مالي لګښت د نباتاتو د صادراتو او وارداتو د څېړنې په موخه لابراتوار ته ودانۍ جوړیږي.
د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزي،چې د کرنې او مالدارۍ وزارت څخه راغلي پلاوي په ګډون یې ننګرهار والي سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ناسته درلوده،وویل،د نړیوال بانک له لورې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د نباتاتو د صاداراتو او وارداتو د څېړنې په موخه د لابراتور لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل کیږي .
نوموړي زیاته کړه، د یادې ودانۍ د جوړولو په موخه یې د ځمکې د انتقال ټول قانوني چارې تر سره کړي او د ننګرهار والي په مشرۍ یې د ګمرک ادارې څخه د چارو د پیل کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .
د ګمرک رئیس الهام الدین مظهر وویل،په تورخم ښارګوټې کې د ګمرک سره څېرمه د نباتاتو د قرنطین لابراتوار اړین دي او د قانون په چوکاټ کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کرنې او مالدارۍ وزارت څخه مننه وکړه،چې د لابراتوار ودانۍ په موخه یې د نړیوال بانک څخه دې ولایت ته ۱۴ میلیونه اففانۍ ځآنګړي کړي .
هغه خوښي وښوده،چې د ودانۍ تر جوړیدو وروسته به د ۲ سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت په یاده ودانۍ کې مجهز لابراتوار جوړ او فعاله شي،چې له مخې به يې د تورخم له لارې د هر ډول بې کیفیته نباتاتو د را انتقالیدو مخنیوی وشي .
ننګرهار والي د یادو چارو د ترسره کېدو په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او سپارښتنه یې وکړه،ترڅو ژر تر ژره عملي چارو ته زمینه برابره کړي .
په جلال اباد ښار کې د تورو ښيښو لرونکو او بې پلیټه موټرو او موټر سایکلو پر ګرځیدو د بندیز پرېکړه وشوه .
د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د چنګاښ په ۲۱مه د ښاري نظم کمیسون په جوړه شوې غونډه کې په جلال اباد ښار کې د تورو ښیښو لرونکو او بې پلیټه موټرو او موټر سایکلو پر ګرځیدو د بندیز پرېکړه وشوه.
یاده غونډه،چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه،په کې د جلال اباد ښاري او امنیتي نظم کمیسونونو غړو ګډون کړی وو .
د د دواړو کمیسونونو غړو د جلال اباد ښار د پاکۍ د نظم او غېرې قانوني موټر سایکلونو،بې پلیټه او تورو ښیښو لرونکو موټرو،د سړکونو پرسر د ساختماني موادو د شتون،بې ځایه سیمو کې د لاسي کراچیو دریدو،موټرو تم ځایونو او یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو باندې بحثونه ترسره کړل .
د دې بحثونو په ترڅ کې پرېکړې وشوې،چې د تالاشۍ څلور لارې څخه دې په بیړني ډول د موټرو غېرې قانوني تم ځآی خپل اصلي سیمې ته انتقال او د سرغړونې په ترڅ کې دې تر ټولو سخت قانوني اجرائت ترسره شي.
همدا راز پرېکړه وشوه،چې په جلال اباد ښار کې دې ټولې هغه موټر سایکلې ونیول شي،چې قانوني اسناد نلري او یا هم پرې د یو کس څخه زیات کسان تګ راتګ کوي .
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ کمیسون پرېکړه وکړه،چې د تورو ښیښو لرونکي او بې پلیټه موټر به هم د امنیتي منسوبینو له لورې نیول کیږي او همدا راز به هغه وسلې هم واخیستل شي،چې د ګرځیدو قانوني جواز ونلري.
کمیسون غړو ته همدا راز دنده ورکړل شوه،چې ټول هغه ساختماني مواد،چې پر لویو لارو او سړکونو د ساختماني چارو د ترسره کولو په موخه اچول شوي،را ټول او ښاروالۍ ادارې ته دې وسپارل شي .
همدا راز د جلال اباد ښاروالۍ او پولیسو ته دنده ورکړل شوه،چې د سره رود دوو سړکې په سیمه کې د بنایي ادارې له لورې د هټیو جوړیدونکي چارې له نږدې وڅارې او په جلال اباد ښار کې د لاسي پلورونکو کراچیو سره یو ځای معلومات را ټول او ولایت مقام سره یې شریک کړي .
ننګرهار والي د ترافیکو مدیریت ته لارښوونه وکړه،ترڅو مکتوب لرونکو ریکشاوو ته جوازسیر وویشي او بې پلیټه ریکشاوو په اړوند قانوني اجرائت ترسره کړي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دواړو کمیسونونو غړو ته ډاډ ورکړ،چې د ټولو قانوني اجرائتو پر مهال یې ملاتړی او ورسره بشپړ همکار دی.
په ۲۰۰ کورنيو د نغدو پیسو او غیر خوراکي توکو مرسته وويشل شوه
د ننګرهار کډوالو چارو رياست په هلو ځلو او د IRC ادارې په مالي همکارۍ پر ۲۰۰ داخلي بې ځايه شويو او له پاکستان هېواد څخه په راستنو شويو کورنيو د نغدو پیسو او غیر خوراکي توکو مرسته وويشل شوه.
د معلوماتو له مخې د داخلې بې ځايه شويو ۱۴ او له پاکستان هېواد څخه را ستنو شويو ۹۴ کورنيو ته اته – اته زره افغانۍ ورکړل شوې.
بل لورته ۸۶ له کډوالۍ راستنې شويو کورنيو سره نغدي او د غيرې خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
يادې کورنۍ په سره رود ولسوالۍ کې ميشتې دي،چې د IOM ادارې په مالي مرسته هرې کورنۍ ته ۱۵۰ امريکايي ډالر،د کورنۍ هر غړي ته د ترانسپورت په موخه ۲۵ ډالر، ترپال، د سولر ګروپونه او دغه راز پنځه ۴۵ کورنيو سره د خېمو مرسته تر سره وشوه.
په پچير اګام ولسوالۍ کې د داعش وسله والو ځپلو په موخه عمليات دوام لري
د ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوال، چې د يو شمېر نورو مسئولينو سره د يادې ولسوالۍ د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلی و وايي، چې د داعش وسله والو ځپلو په موخه عمليات دوام لري او افغان ځواکونه ګڼې لاسته راوړنې لري.
د پچير اګام ولسوال قاري هجرت الله وايي، چې افغان ځواکونو له داعش وسله والو ګڼ شمېر سيمې پاکې کړي او اوسمهال د الف خيلو په سيمه کې له داعش وسله والو سره په جګړه بوخت دي.
نوموړي، چې په ياده سيمه کې يې له پوستو ليدنه کوله د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پيغام يې له سرتيرو سره شريک کړ او د دوی د لوړ مرال ستاينه يې وکړه.
ده امنيتي مسئولينو او سرتيرو ته ډاډ ورکړ، چې د ولايت مقام رهبري هره شېبه د عملياتو جريان تعقيبوي او هر ډول نظامي چمتووالی نيول شوی دی.
درې جګړه ځپلو کورنیو سره د هټیو جوړېدو په موخه د ۴۰ قلمه توکو وړیا مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو ریاست له لورې د دې ولایت خوږیاڼو،پچیراګام او غني خیلو ولسوالیو درې جګړه ځپلو کورنیو سره د حمایت له مخې د هټیو جوړیدو په موخه د څلوېښت قلمه خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته وشوه .
د یادې ادارې رئیس عبدالحکیم شیرزاد وایي په دغه مرستې سره به د کورنۍ مسؤلین وکولای شي،چې خپل کاروبار فعاله کړي او په ترڅ کې به له همدې هټیو څخه د خپلو کورنیو لپاره حلاله نفقه وګټي .
تر دې وړاندې هم د یو شمیر جګړه ځپلو کورنیو سره د د دوی د حمایت له مخې د یادې ادارې له لورې د ریکشاوو وړیا مرسته هم شوې وه .
د ځوانانو د ځواکمنتیا او د سیمه ییزې حکومتوالۍ په پریکړو کې د فعاله ګډون غونډه جوړه شوه.
ننګرهار ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د سره رود ، خوږياڼو او شېرزادو ولسواليو د حکومتي چارواکو او ځوانانو په ګډون د محلي خدمتونو او راتلونکي نسلونو مؤسسې په مرسته د ځوانانو د ځواکمنتيا او د سيمه ايزې حکومتوالۍ په تصميم نيونه کې د فعال ګډون غونډه جوړه شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ صمیم وایي، یاد ځوانان د دې غوڼدې وروسته پخپلو کلیو کې منظمې شوراګانې او کاري پلانونه جوړوي .
د نوموړې په وینا د یادو شوراګانو غړي به د پلان له مخې له چارواکو سره په ټولو مسائيلو کې د قانون په چوکاټ کې همکاري وکړي .
نولس داعش وسله وال ووژل شول
د ننګرهار ولايت په پچير اګام او چپرهار ولسواليو کې افغان ګډو ځواکونو عمليات پيل کړي، چې په تيرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۹ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې د پچير اګام ولسوالۍ په الف خيلو او مرخنۍ سيمه کې په تيرو څلرويشتو ساعتونو کې د هوايي او توپچي بريدونو په ترڅ کې ۱۹ داعشيان وژل شوي دي.
دغه راز په ورته وخت کې افغان ځواکونو د خوږياڼو ولسوالۍ په بازي خيلو سيمه کې چاڼيز عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو غړی مسلم اغا ژوندی نيول شوی دی.