د فوټبال د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره د پوهنې، مالیې او کلیو د پراختیا وزیرانو ګډ عکس

تاند- د افغانستان د مالیې، پوهنې او د کلیو د پراختیا وزیران نیپال ته تللي چې نن د دغه هیواد په پلازمېنه کتنمدو کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د جنوبي اسیا د فوټبال پابلوبه له نژدې وویني او تر سیالۍ مخکې افغان لوبغاړو ته ډاډ ورکړي.

پرون د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردک، د مالیې وزیر عمر زاخېلوال او د کلیو د پراختیا وزیر ویس برمک له افغان لوبغاړو سره وکتل.

ټاکل شوې ده چې درې وزیران به هیواد ته په راستنېدو کې د ملي ټیم لوبغاړي بدرګه هم کړي.

د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال د ولسمشر له لوري د افغانستان د لوبډلې ګولکیپر منصور فقیریار ته له نیپال سره په لوبه کې د دوو پر له پسې پنالټیو د دفاع کولو په خاطر شل زره ډالر جایزه اعلان کړه.

منصور فقیر یار له نیپال سره په نیمه پایلوبه کې نه یوازې د پنالټي شوټونه وګرذځول بلکې ګڼې نورې حملې یې هم دفع کړې. د ډېرو کتونکو په نظر فقیریار له نیپال سره د افغانستان د ټیم د بریالیتوب لوی عامل و.

په همدې حال کې د پوهنې وزیر د فوټبال د افغان ستورو د هڅونې لپاره وویل چې کابل ته د لوبډلې په را رسیدو سره به ۲ ښوونځي د فوټبال د هغو اتلانو او پخوانیو لوبغاړو په نومونو، ونوموي چې د فوټبال د فدراسیون لخوا یې نومونه د پوهنې وزارت ته ور کول شي.

د افغانستان د مالیې وزیر د فوټبال د ملي ټیم غړیو ته وعده ورکړه چې که اتلولي یې وګټله نو هر لوبغاړي ته به په کابل کې یو اپارتمان ورکړي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن په کتمندو کې د هند له ملي لوبډلې سره په پایلوبه کې مخامخ کېږي.

افغان لوبغاړو او روزونکي هیله څرګنده کړې چې پایلوبه به وګټي او د لومړي ځل لپاره به د فوټبال په مسابقو کې هیواد ته د اتلولۍ کپ راوړي.

که د افغانستان لوبډله پایلوبه وګټي دا به د افغانستان د فوټبال په تاریخ کې لومړنی ځل وي چې له بهره د اتلولۍ کپ هیواد ته راوړي.

3 thoughts on “د افغانستان ۳ وزیران د فوټبال د لوبغاړو د هڅولو لپاره کتمندو ته تللي”
  1. سلامونه
    روره كه د لو بي وخت سوك وليكي نو خه به وي چي موژ د كار نه رخصتي واخلو

  2. لوبه د نیپال په وخت په شپږ بجې او ۱۵ دقیقې بیلېږي چې د افغانستان ۵ بجې او پنځلس دقیقې کېږي.

  3. لویه خدایه لویه خدایه!
    ستا په مینه په هر ځایه
    دافغانستان دفوټبال د ملی ټیم په تاریخ کی لمړنۍ قهرمانی دی ټولو افغانانوته تبریک وی.د لا نورو بریاوو په دعا یم.

ځواب دلته پرېږدئ