عبدالرحمن امیري

‘’ سیاست هغه جګړه ده، چي وینه پکښي نه تویږي، مګر جګړه هغه سیاست دی چي وینه پکښي تویږي’’

‘’ جګړه یوازي په جګړې له منځه ځي، کله چي غواړو دښمن بې وسلې کړو له وسلي څخه به استفاده کوو’’

(Mao Zedong)

مایو د چین کمونیسټ ګوند لومړی غړی وو، د ۱۸۹۳ کال د ډیسمبر په ۲۶ مه زېږېدلی، کله چي د چین خلګ په ۱۹۲۰ کي له امپرالیزم څخه په تنګ راغلل نو د نوي حکومت په لټه کي سول، په دې وخت کي دوه ګوندونه فعاله ول، یو نېشنلیسټ ګوند وو بل یې کمونیسټ ګوند وو، مایو په ۱۹۲۱ کي د کمونیسټ ګوند لومړی غړی سو، او په ۱۹۲۳ کال د نېشنلیسټ ګوند سره یو ځای سو، په دواړو ګوندونو کي یې نفوز پیدا کړ.

د ۱۹۴۹ کال د اکټوبر په اوله چي مایو د کمونیسټ ګوند مشر وو امپراتوري یې لغوه کړل، او پر ځای یې د خلکو جمهوری حکومت رامنځ ته کړ.

دده وخت وو چي د چین کمونیسټ ګوند پر ټولو رسنیو برلاسۍ سو، او دده جوړه سوې ستراتیژي یې بیا بیا خپرول، په سیاست کي یې لومړی هڅه دا وه چي بزګرو ته مځکي ورکړي او د همدې بزګرو توپیر له شتمنو سره ختم کړي.

د مایو مبارزه له یوه وړوکي کلي څخه د یو څو بزګرو په ملاتړ را شروع کړل، همدا رښتني ملاتړ او کلک هوډ وو چي مایو یې هدف ته ورساوه، ټوایزم یو لرغونی سیسټم دی چي مایو عقیده ورباندي لرله، دا سیسټم وایي طبیعت همېشه بدلون خوښوي او ته هغه وخت قوي کېږې چي نرمي خپله کړې، ستا نرمي د توافق سبب ګرځي.

مایو د خپل محدود فوځ په واسطه د چین اطراف ونیول دا وخت په هغو ساحو د نېشنلیسټ ګوند کنټرول درلود، کرار کرار د مایو تر واک لاندي سوې، د مایو کمال دده په ستراتیژي کي وو، په مشکلاتو یې حمله کول، لومړی یې ستونزي له منځه وړلې له هغه وروسته یې بریا خپله وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *