له څو مودې راهیسې رسنيو کې د هند او چين تر منځ د يوې شخړې راپورونه ورکول کېږي. دواړه لوري يوه بل ته سخت ګواښونه کوي. په ځانګړي ډول چيناني حکومت او رسنۍ د هند په تړاو توندې څرګندوې کوي.
لانجه هغه مهال پېل شوه، کله چې د چين حکومت د هند پولې ته نږدې، د بوټان هېواد په ډوکلم سيمه کې د سړک جوړولو چارې پېل کول غوښتل. د بوټان کوچني هېواد، چې د هند نږدې ملګری او ويل کېږي چې یو شمېر هندي پوځيان دغه هېواد کې مېشت دي، له هند څخه يې غوښتنه وکړه چې دغې سيمې ته پوځيان ننباسي.
هند د بوټان په غوښتنه ډوکلم سيمې ته پوځيان ننويستل او د چين له لوري د سړک جوړولو د چارې مخه يې ونيوله. دغه کار چين سخت په غوسه کړ. اوس هم د دواړو هېوادونو زرګونه پوځيان په دغې لانجمنې سيمه کې یوه بل ته مخامخ په کمين کې ناست دي.
بوتان هېواد وايي چې دغه سيمه د دوی ده؛ خو چين بيا ادعا کوي چې ډوکلم سيمه د دوی د خاورې جز دی. هر مهال چې چين، هند ته ګواښ کوي؛ نو وايي چې هند دې خپل پوځيان زموږ له خاورې وباسي.
هند او چين چې نږدې څلور زره کيلومتره پوله لري، له دې وړاندې هم د دوی تر منځ د پولې پر سر جګړه شوې ده. دغه جګړه په ۱۹۶۲ ز کال کې شوې چې هند په کې له چين نه ماته خوړلې وه. موده وړاندې د هند دفاع وزير چين ته خبرداری ورکړ چې اوس ۱۹۶۲ ز کال نه دی او حالات بدل شوي دي. په ځواب کې يې د چين بهرنيو چارو وزارت وويل چې موږ منو چې اوس ۱۹۶۲ ز کال نه دی او حالات بدل شوي دي. دا خبرې هند ته د چين له لوري د ماتې د يادونې په مانا وې.
سيمه کې هند ته د چين د يوه ستر رامنځته کېدونکي رقيب په سترګه کتل کېږي. هند په دې وروستيو کې له یو شمېر لوېديځو هېوادونو په ځانګړي ډول له امريکا سره د دفاع او وسلو د اخيستو تړونونه لاسليک کړل. اوس امريکايي ماهرينو داسې راپور خپور کړی چې په کې ويل شوي، هند په داسې توغنديو جوړولو لګيا دی چې و به کولای شي چې د چين هره سيمه په نښه کړي. هند له دې وړاندې يوازې د خپل تاريخي دښمن پاکستان د هرې سيمې د په نښه کولو له پاره توغندي جوړول؛ خو اوس يې چين ته هم پاملرنه ډېره کړې ده.
چين هم د نړۍ دويم پوځي او اتومي ځواک دی، هند به ورسره يوې لويې جګړې ته د ځان ښکېلولو نه ځان ساتي.
بل خوا هند له پاکستان سره هم د کشمير پر سر شخړه لري او وخت نا وخت د کشمير د کنترول کېدونکې سيمې نه د جګړو او وژنو راپورونه ورکول کېږي. ښايي هند به و نه غواړي چې په دواړو محاذونو کې ځان په جګړه کې ښکېل کړي.
دا چې بوتان هېواد د هند ملګری دی؛ نو هند به هم تر هغه له خپل دريځ نه پر شا نه شي؛ څو بوتان هېواد له هند څخه د پر شا تګ غوښتنه و نه کړي.
د هند د چارو یو شمېر شنونکي فکر کوي چې هند اوس د دې توان پېداکړی چې له چين سره مقابله وکړي؛ خو لکه وړاندې چې مو وویل هند به له چين سره د يوې لويې جګړې نه ځان وساتي او ښايي د هند وروستی دريځ به چين ته خپل زور او توان ښودل وي.
بل خوا چين به هم له هند سره يو لويې جګړې ته زړه ښه نه کړي؛ ځکه چين په سيمه کې د سي پېک په نوم يوه ستره پروژه پلې کوي چې د پاکستان سربېره د منځنۍ اسيا او حتی د اروپا هېوادونه به له چين سره ونښلوي. چين به و نه غواړي چې خپلې دغې اقتصادي پروژې ته نور ګواښونه رامنځته کړي؛ ځکه له وړاندې هم هند د چين په دغې پروژې نيوکې لري او وايي چې دغه پروژه له هغو سيمو تېرېږي چې هند په کې له پاکستان سره شخړه لري.
دغه راز چين چې د خپلې پروژې د پلي کولو له پاره د پاکستان او افغانستان حالاتو هم اندېښمن کړی او هڅه کوي د دوی تر منځ حالات سم او حتی منځګړتوب وکړي؛ نو ټوله هڅه به يې دا وي چې له هند سره له لويې جګړې نه ځان وساتي او ښايي هغه توندې څرګندونې چې د چين حکومت يا هم چينايي رسنۍ يې کوي، موخه به يې د هند وېرول وي.
اوس دا د بوتان هېواد پورې تړلې چې څه ډول د دوه لويو او اتومي وسلو لرونکو هېوادونو تر منځ دغه شخړه لانجه حلوي. هند به هم بوتان ته ګوري؛ ځکه هندي پوځيان د بوتان په غوښتنه د ډوکلم سيمې ته ننوتي دي.