ژباړه: ظاهرشاه حیدري

لیکنه: احمد بلال خلیل

پاکستان د تاریخ په اوږدو کې افغان او پښتون ملتپال ځپلي دي، او پرځای یې سختدریځه اسلامي ډلې پاللې دي.

د هند او پاکستان د جلا کېدو څخه تر اوسه پورې پاکستان په افغانستان کې د افغان نشنلیزم، او په خپله خاوره کې د قومي نشنلیزم له راپورته کېدو څخه په وېره کې دی، د پاکستان نامتو مفکرین او د قدرت خاوندان دا دوه پدیدې د خپلې ځمکنۍ پشپړتیا  لپاره یو لوی ګواښ او خطر ګڼي، د پاکستان وېره هغه وخت زیاته شوه کله چې ختیځ پاکستان ” اوسنی بنګله دېش” د لوېدیځ پاکستان ” اوسنی پاکستان” څخه جلا شو، او په پاکستان کې د سوسیالیستانو، بلوڅانو او ځینو پښتون ملتپالو لخوا چې له افغانستانه یې ملاتړ کېده، د یاغیتوب او بلوا څپې را پورته شوې. له همدې امله پاکستان دا هڅه کوي چې په پاکستان کې د قومي نشنلیزم او په نړیواله سطهه د افغان ملتپالنې د مهار لپاره دین د یوې آلې په توګه وکاروي، او د دین په واسطه پاکستان متحد وساتي.

د سړې جګړې په دوران کې، د پاکستان حکومت دا هڅه وکړه چې د قومي سیاسي ګوندونو اغېز د هغوی د مشرانو په نیولو او بندي کولو، او د هغوی په ضد د منفي تبلیغاتو په کولو سره راکم کړي، د مثال په ډول په پاکستان کې په پښتون ملتپاله ګوندونو باندې چې ځانونه یې افغانان بلل دا تور پورې شو چې دوی د پاکستان خپلواکي نه مني، د دولت لخوا په تبلیغاتو کې دوی ته د سرو کانګریسیانو “د هند ملي کانګریس” خطاب کېده، او دوی یې د پاکستان ضد ګوندونه بلل.

د پاکستان حکومت دریځ له دریو فکتورونو څخه سرچینه اخلي، لومړۍ، پښتون ګوندونو د هند له کانګریس ګوند سره اړیکې درلودې، او د پاکستان له مسلم لیګ سره یې له پخوا څخه په خاصه توګه د خپلواکۍ د مبارزې په وخت کې سیالي او مخالفت درلود، دوهم، پښتون ملتپالو د 1947 کال د هغې ټولپوښتنې “ریفرینډوم” مخالفت وکړ چې د خیبر پښتونخوا له خلکو یې دا پوښتل چې آیا دوی غواړي د هند سره یو ځای شي، او که غواړي د پاکستان سره پاتې شي؟ په حقیقت کې پښتون ملتپالو نه هند غوښته او نه پاکستان؛ بلکه دوی د یوه خپلواکه پښتونستان غوښتنه کوله، بلآخره کله چې پښتون ملتپالو د پاکستان په حقیقت اعتراف وکړ، نو له دولت څخه یې د ولایتونو د خپلواکۍ او خودمختارۍ غوښتنه وکړه، دا بل هغه عامل دی چې د پښتون ملتپالو اړیکي یې لومړۍ له مسلم لیګ او بیا د پاکستان له نورو ګوندونو سره اغیزمنې کړې. که څه هم په 1973 میلادي کال کې د پاکستان قانون د کاغذ پر مخ ولایتونو ته خپلواکي ور کړه، خو ملتپاله ګوندونه تر اوسه پورې دا ادعا لري چې په حقیقت کې داسې کومه خپلواکي وجود نه لري.

د بهرنۍ تګلارې په برخه کې، پاکستان همېشه ددې لپاره چې د هندوستان او افغان ملتپالو په منځ کې واقع دی اندېښنه لري، دوی هند خپل دښمن او افغانستان خپل سیال ګڼي. د کابل د “پښتونستان” پالیسي او د ډیورنډ کرښې په رسمیت نه پېژندل د دوی وېره لاپسې زیاته کړه، سربېره پر دې افغانستان د پاکستان د قومي ملتپالو،  لکه د نشنل عوامي ګوند غړو او داسې نورو ملاتړ کاوه. پاکستان هم همداسې یوه فرصت ته سترګې په لاره وو.

د سردار محمد داود خان د ریاست په دوره کې کله چې افغان اسلامپال پاکستان ته وتښتېدل، نو پاکستان ته هم همدا ډول یو فرصت په لاس ورغی. مولوي حبیب الرحمن چې د افغانستان د اسلامي نهضت له دوولسو بنسټګرانو څخه وو؛ د پاکستان د سرحدي پولیسو له عمومي مشر نصیرالله بابر سره یې اړیکه ټينګه کړه، هغه په افغانستان کې د مقاومت جاري ساتلو لپاره د پاکستان څخه د پوځي مرستو غوښتنه وکړه، بابر وروسته په یوه مرکه کې وویل: “ما د هغه پیغام لومړي وزیر ذولفقار علي بوټو ته ورساوه، او په مقابل کې مثبت ځواب راکړل شو” بابر زیاتوي “موږ افغانانو ته روزنیز کمپونه جوړ کړل چې افغانانو ته به پکې لومړنۍ نظامي زده کړې او د چریکي جنګونو مهارتونه ور زده کېدل” دا د پاکستان له خوا د اسلامپالو په لاس د پښتون ملتپالو د ځپلو پیل وو. له 300 څخه تر 700 پورې افغان اسلامي سختدرځي د پاکستان په روزنیزو کمپونو کې وروزل شول، او د “1354” عملیاتو لپاره افغانستان ته ولېږل شول. د افغان پوځ غبرګون ددوی لپاره یو لوی ناورین وو، د مولوي حبیب الرحمن په ګډون ددوی اکثره مشران ونیول شول او وروسته په دار وځړول شول.

دا د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړې پاليسۍ پیل وو، اسلام آباد افغان اسلامپال ددې لپاره وکارول ترڅو کابل وهڅوي چې د پاکستان د قومي ملتپالو او بېلتون غوښتونکو له ملاتړ څخه لاس واخلي، په ورته وخت کې پاکستان دا هم غوښتل چې د افغان اسلامپالو په لاس افغان ملتپال له پښو وغورځوي، او په راتلونکي کې د دیورنډ کرښې او لوی افغانستان ستونزې ته د پای ټکی کېږدي. پاکستان هڅه وکړه چې افغان اسلامپالو ته د لا زیاتو سرچینو په برابرولو سره هغوی نور هم پیاوړي کړي.

د افغان جهاد په وخت کې، پاکستان یو ځل بیا افغان مهاجرینو ته پناه ورکړه، خو د 1975-1973 کلونو سره یې توپير دا وو چې په هغه وخت کې په سلهاوو افغانان پاکستان ته وکوچېدل، خو اوس خبره د ملیونونو وه، پاکستان افغان مجاهدینو ته پناه او روزنه ورکړه او وروسته یې د خپلو ګټو لپاره په نیابتي جګړو کې ښکیل کړل. د پاکستان موخه د پښتون او افغان ملتپالو ځپل وو، ددې موخې د لاسته راوړلو لپاره دوی د اسلامي بنسټپالو ملاتړ وکړ. یوه خبره باید سپینه شي هغه دا چې د افغانستان اسلامي سیاسي ګوندونه لکه نهضت اسلامي او داسې نور د پاکســـــتان د ISI لخوا نه وو جوړ شــوي ” که څه هم په مفکوره وي لحاظ دوی  د اخوان المسلمین او د پاکستان د جمیعت اسلامي څخه اغېزمن شوي وو” خو بیا هم ددوی په راپورته کېدو، وده او پرمختګ کې د پاکستان له رول څخه سترګې نشي پټيدای.

د افغان جهاد په وخت کې پاکستان ته ټول تللي مهاجرین جنګیالي نه وو، ځیني یې افغان مفکرین او ملتپال وو، چې د ظاهرشاه او سردارمحمد داؤد خان په وخت کې یې په دولتي پوسټونو کار کړی وو، له دوی څخه اکثره یې په پاکستان کې یا ترور شول او یا هیواد پرېښودلو ته محبور شول. افغان مفکر او لیکوال عزیز الفت، پخوانی وزیر او فیلسوف بهاؤالدین مجروح، د حامد کرزي پلار او د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالاحد کرزی او د افغانستان ملتپاله ګوند “افغان ملت” ځيني غړي په پاکستان کې په مرموزه توګه ووژل شول، او عاملین یې هيڅکله پیدا نشول. برسېره پر دې د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې پخوانی رئیس عبدالرحمن پژواک او داسې نور د پاکستاني او جهادي ګوندونو لخوا د پاکستان پرېښودو ته اړاېستل شول. د ټولو باتجربه او مسلکي افغان ملتپالو وژل او له هیواد څخه شړل ددې باعث شو چې میدان بې تجربه مجاهدینو ته خالي شي. د افغان ملتپالو په له منځه وړلو کې د افغان جهادي ګوندونو رول د یادولو وړ دی، خو پدې کې د پاکستان رول یو نه ردېدونکی حقیقت دی.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی، چې خپله هم مجاهد او د صبغت الله مجددي د ګوند یو مشر وو، باور لري چې د افغان جهاد په وخت کې اسلام آباد افغان اسلامپال ددې لپاره وکارول چې د پښتون او افغان ملتپالو سره یې وجنګوي. حامد کرزي د امریکا د آستازي ډاناروهراباکر سره د 2003 کال د اپرېل میاشتې په غونډه کې چې تفصیل یې وروسته ویکي لیکس خپور کړ داسې وویل:

“پښتون ملتپال په عمومي ډول سیکولر وو، پاکستان د طالبانو تحریک ددې لپاره جوړ کړ چې پښتون ملتپال ورباندې له منځه یوسي، کله چې پنځوس کاله وړاندې پاکستان جوړ شو، د پاکستان په خاوره کې د پښتنو سیمې د افغانستان له پښتنو سیمو څخه جلا شوي وې، ددې لپاره چې دا سیمې بېرته سره یو ځای نشي، پاکستان په خپله خاوره کې د پښتون ملتپالو د مفکورو په اسلامي کولو سره او په افغانستان کې د پښتون ملتپالو په وژلو سره غوښتل چې پښتون نشنلیزم وځپي. د افغانستان کنټرول د بنسټپاله اسلام په واسطه د پاکستان یواځینۍ موخه وه”

کرزی اوس هم باور لري چې پاکستان د افغان ملتپالنې څخه وېره لري، هغه د 2017 کال په خپله تازه وینا کې یوې هندي رسنۍ ته وویل: “د افغان جهاد په دوران کې پاکستان یواځې ددې لپاره چې په پښتونستان باندې د افغانانو ادعاوو ته د پای ټکی کېږدي، دا هڅه وکړه چې بنسټپاله اسلام د افغانانو د افغانیت ځایناستی کړي”

یوه خبره ډېره په زړه پورې ده، هغه دا چې د سړې جګړې په دوران کې پاکستان همېشه په افغانستان کې د پښتنو ملاتړ کړی دی، او په افغانستان کې د دوامداره جګړې علت، په قدرت باندې د پښتنو او تاجکو سیالي او په دولت کې د پښتنو کمه ونډه ګڼي، له همدې امله پاکستان په اوسني افغان دولت کې د پښتنو د زیاتې ونډې غوښتنه کوله. دلته په دولت کې د پښتنو له ګډون څخه مطلب هغه مجاهد او اسلامپاله پښتانه دي چې د پاکستان ملاتړ له ځانه سره لري، نه هغه ملتپاله پښتانه چې دوی ورڅخه وېره لري.

د پاکستان دا ستراتېژي مخ په ناکامېدو ده، هغه افغان اسلامپال چې پاکستاني پلوه وو، په پاکستان کې د مهاجرت څخه وروسته کابل ته په راستنېدو سره اوس د پاکستان ضد دریځ لري، د طالبانو پخواني غړي چې اوس په افغانستان کې اوسېږي، د پاکستان خلاف لیکنې کوي. “د نمونې لپاره د ملا عبدالسلام ضعیف کتابونه: د ګوانتانامو انځور په پښتو کې او My life with the Taliban په انګلېسي کې وګورئ” برسېره پر دې په طالبانو کې د پښتونولي اغېز هم لېدل کېږي، د مثال په ډول دوی د خپل حکومت په دوران کې د دیورنډ کرښه په رسمیت ونه پېژندله، پاکستان هیڅکله هم د افغان ملتپالنې او اسلام تر منځ دا پټه اړیکه درک نه کړه.

د اسلامي ګروپونو لکه طالبانو او داسې نورو ملاتړ د پاکستان کوچنۍ اندېښنې هم ځواب نه کړې. په واشنګټن کې د پاکستان پخواني آستازي جنرال محمود علي دراني یو ځلې دا وېره ډېره ښه بیان کړه، “زه هیله لرم چې طالبان او افغان ملتپال سره یوځای نشي، که چېرې داسي وشي، موږ پخوا هم داسې یو حالت تجربه کړی دی، او موږ اوس هم په همداسې یو حالت کې قرار لرو”.

2 thoughts on “پاکستان، اسلام، او له افغان ملتپالنې څخه د پاکستان وېره”
  1. واقعیت ده چې مجاهیدین د روسانو تر یرغل تقریبآ لس کاله پخوا د آی اېس آی لخوا جذب شوي وو او
    روسانو په ۱۹۷۹ کال په افغانستان یرغل وکړ خو اشرارو په ۱۹۷۳ او ۱۹۷۵ کې د آی اېس آی په مرسته د افغانستان د باربادولو په خاطر د پلانونو په عملی کول پیل کړی وو

  2. Thank you for the great fact based analytical article hitting the nail right on the head in every passage.

    Yes, indeed Pakistan aim to alter Afghanistan long established broader identity to be redefined free of nationalism in order to match Pakistan assumption based foundation of two nation theory. With more Muslims population in India than the whole of Pakistan and reality of Bangladesh, Pakistan reliance on such foundation is unreliable at best. For Pakistan to remedy such shortfall , trying to enforce ” strategic depth ” in Afghanistan. Pakistan simply aiming to utilize Afghans to shed their blood to settle the deep rooted existential conflict with India and in the same time alter Afghanistan Identity.

    As an example, naming prize asset of Pakistan missile as Abdali, Ghouri and Ghaznawi – instead of Quid Azam – is a clear indication that Pakistan view Afghanistan within its sphere of influence and need to be stopped at all cost..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *