که د هغو ملتونو حال واخلو چې یو وخت یې سترې امپراطورۍ لرلې خو اوس ناتوانه او ناداره هیوادونه دي نو پوهېږو چې تاریخ برخلیک نه دی مګر د برخلیک بدلولو نسخه ده. تاریخونه هغه تجربه شوي عناصردي چې د تمدنونو او ټولنیزو جوړښتونو په ترکیب کې اساسي دندې لري.
په افغاني ټولنه او ډيری سنتپالو جامعو(جوامعو) کې تاریخ د کمترۍ احساس په کمولو، د هویت تثبیتولو او د استدلالونو و استنباطونو لپاره کارېږي. د نظام له بې ثباتیو په ګټنې او د بیان له ازادۍ څخه په ناسم تعبیر د هسټوریوګرافۍ له ټولو قاعدوڅخه په سرغړونې د تاریخ ویاله د هر فکر پر ژرنده وتړل شوه.
د فرانسې د ملي جبهې مشر جین ماري لي پين په دویمه نړیواله جګړه کې د یهودانو د ټول وژنې(هولوکاست) په اړه د ناسمې ادعا کولو له کبله د پاریس د محکمې لخوا دیرش زره امریکايي ډالره جریمه شو. له دې څخه ښه پوهېدلو شو چې په مترقي نړۍ کې د تاریخ په اړه نارښتیونی قضاوت څومره ګران تمامېدلای شي.
زمونږ په تاریخلیکنه او تاریخونو ډيرې خبرې کیدای شي خو دلته یواځې د تاریخلیکنې په درې افراطي موډلونو ترکیز کوو.
۱: مذهبي افراطي موډل
۲: غربپلوه افراطي موډل
۳: ناسیونالیستي افراطي موډل
مذهبي افراطي موډل: اسلام د یوې نړیوالې پدیدې په توګه د ټول بشریت ګډه شتمني ده. تاریخ د علمونو د کورنۍ اهم غړی دی. ډيری اسلامي عالمان د خپل وخت نامتو مورخان هم ول. د ابن خلدون مقدمه او د ابن کثیرالبدایه والنهایه د تاریخپوهنې له بنیادي منابعو شمېرل کېږي. په اسلام او مسحیت کې د تاریخ د ارزښت په اړه دا هم بسنه کوي چې په مسحیت کې د عیسی(ع) له زېږدنې او په اسلام کې د محمد(ص) له هجرته تاریخ پیلېږي.
د راشدانو خلیفه ګانو(خلفاء راشدین) له دورې راوروسته د امویانو، عباسیانو، عثماني امپراطورۍ او نورې ډېرې وړې او لویې شاهنشاهۍ اسلامي وې خو د اسلام له اساسي حکمونو څخه سرغړاوی کیده. وژنې، لوټنې، محرومنې، توطیې، فساد او داسې ډير ګناهونه ول چې مورخانو ورته لازمه توجو نه ده کړې. ددې عصر دقیقه او په حقیقتونو ولاړه څېړنه له هغو اثارو کیدای شي چې د خلیفه له سلطې لیرې لیکل شوي دي. دا یواځې د مسلمانو مورخانو ستونزه نه ده بلکې په منځنیو پېړیو کې اکثره لیکل شوي تاریخونه هم تنګ مذهبي لیدلوری لري.
د مذهبي تاریخلیکنې بله عیب دا دی چې د اسلام نړیواله سپېڅلتیا د ځواکمن عربیزم تر سیوري لاندې راوستل شوې ده. دا کار تر عربو ډیر عجمو مورخانو کړی دی. په ناعربو کې بیا د برصغیر تاریخ لیکونکي د اسلامي تاریخ د عربي کولو لپاره ډير کوښېدلي دي. که د هندوستان مسلمان تاریخونه(اسلامي تواریخ) وځیرل شي، په ډيرو ځایونو کې داسې جملې او توصیفونه لولو چې په اسلام کې له تقوا وروسته عربي وینه او مروت لوړ مقام لري، د اعرابو تورو فارس لاندې کړ او یا هم د فلانیو او بستانیو په رګونو کې عربي وینه خوټېدله. همداسې په سلګونو نور عبارتونه چې د اسلام په مینه کې له مؤرخه د اسلام ناشعوري نافرماني شوې ده. دا جملې ممکن دومره وزن و نه لري ولې پر اسلامي تاریخ د عربیزم د تاثیر ښه ثبوتونه دي. مشهور لبناني مورخ جرجي زیدان د ابو مسلم الخراسانی په اثر کې لیکي چې امویان ډير متعصب عربان ول، دوئ ناعربو مسلمانانو ته د مریانو په سترګه کتل او د عرب او عجم ښکاره توپير وه. ددې بل لاسوندی دا دی چې هغو د ګوتو په شمېر تاریخلیکونکو چې بې پرې او بې پلوه تاریخ لیکلی سل نومونه ورپورې تړل شوي او پر عقیده یې شک شوی دی. جرجي زیدان یې یوه بېلګه یادولی شو.
پراسلامي تاریخ د عربیت د اغېز دوهم دلیل دا دی چې مورخانو د اندلس(اسلامي هسپانیه) او یا په مصر کې د صلاح الدین ایوبي حکومتونه په ډير تفصیل سره تاریخونو ته راوړل شوي او د یو مثالي اسلامي دولتونو نسبت ورته شوی مګر په هند باندې د افغانانو(غوریانو، غزنویانو، لودیانو، سوریانو، درانیو) مجاهدې سطحي او کم اعتنا نیول کیږي.
د تاریخلیکنې د دې موډل بله نیمګړیتا دا ده چې د غرب او په ټوله کې د نړۍ فلسفي او علمي جریانونه تر مسلمانانو محدودېږي. بې له شکه چې اسلام د تعقل او پوهې پر تله ولاړ دین دی. البته چې اسلام پر خپلو پيروانو زده کړه فرض ګرځولې ده. اما خدای تعالی پوهه نړۍ ته د بشر له راتګه مخکې هغه ته ورکړې وه، وعلم آدم الاسماء کلها ابن کثیر ددې ایات شریف په تفسیر کې لیکي: دا هغه مقام دی چې څښتن انسان ته پر ملایکو شرف ورکړ. علم او فلسفه د وخت په تېرېدو او د انسانانو په ډېرېدو سره پراخه شوي او خپاره شوي دي. په فرعوني مصر، لرغوني یونان، لرغوني چین، قدیمي منځني ختیځ او پخواني هند کې فلسفه او علوم په لویه کچه خواره ول. ډیر ځله اورو چې اروپایانو پوهه له مسلمانانو اقتباس کړې ده.په دې کې شک نه شته چې اورویزم ( د ابن رشد) فلسفه، د امام غزالي او فخرالدین رازي د تهافت مکتب، د ابو نصرفارابي او ابن سینا د منشاءیزم فلسفه او د اشراق فلسفه د نړۍ او په خاص ډول د افریقا، لویدځې او ختیځې اروپا او منځني و سویلي اسیا پرفلسفي و علمي چاپيریال ډير جوت اغېز کړی دی. مګر اسلامي مورخان په یو نه یو ډول غواړي چې پر مسلمانو فیلسوفانو د لرغوني یونان د فلسفې او پوهې تاثیر کم رنګه وښيي. د منشاءیزم چې د اسلامي فلسفې یوه غټه برخه ده، د ارسطو له فکرونو اغېزمنه شوې او البته الهام یې اخیستی دی. ابن سینا ابونصرفارابي له ارسطو بعد ثاني معلم ګاڼه. پرفارابي د ارسطو د اغېز بل دلیل د ارسطو پر مابعد الطبیعه د فارابي مقاله فې اغراض ما بعد الطبیعه هم یادولی شو. همدارنګه د ابن رشد هغه هڅې چې غوښتل یې د ارسطو فلسفه له اسلام سره همغږې کړي هم د یادونې وړ ده.
د دیني افراطي تاریخلیکنې اصلي مُحرک او مُشوِق مذهبي نوستالوژي ده. تاریخ ته د ستونزو د حلونکي پرځای په تېرو پېړیو کې پرمشکلاتو او دښمنانو د برلاسیو د داستان نسبت کیږي.
غربپلوه یا غربزده افراطي تاریخلیکنه: که څه هم چې د لویدیځ د تمدنونو او تاریخ په اړه زمونږ ژبه بسېدونکي معلومات نه لري مګر بیا هم څه نا څه په ضمني ډول لیکل شوي، ژباړل شوي او ښکاري چې یوه غټه برخه یې په دې لسیزه کې ترکارلاندې ده.
د اروپا او شمالي امریکا تخنیکي، اقتصادي او پوځي قدرت په نړۍ کې د دوئ حیثیت ډیر اوچت کړ. همدا وجه ده چې یادو هیوادونو ته د فاضلې ټولنې په سترګه کتل کیږي او د یادو ملتونو د تام او ړانده تقلید هڅه شوې او کیږي.
د غرب ځپلې تاریخلیکنې لومړنی نقص دادی چې لویدیځ تمدن مثالي ټولنه بلل کیږي. د دیني افراطي تاریخلیکنې په څير دلته هم د علومو ، فلسفې او ټولو فکرونو سرچینه لرغونی یونان او روم یادېږي. د تاریخلیکنې دې ډول ته اروپامحوري(یورو سینتریزم) هم ویلی شو.
دا ښکاره ده چې یاد فرهنګونه د نړۍ په تاریخ کې سترمقام لري ولې یوځل بیا باید یادونه وشي چې پوهه د لمر د وړانګو په څېر د جهان هر ګوټ او کونج ته رسېدلې او د بشریت ګډ میراث دی. ډيرځایه لولو چې د فلاني علم سرچینه هم د نورو پوهو په څېر زاړه یونان ته رسېږي یا فلسفه له قدیم یونانه پيل شوه. په داسې حال کې چې د یونان د تمدن ظهور د نورو ملتونو سره د پراخو اړیکو محصول دی.
د لویدیځ پلوه افراطي تاریخلیکنې دوهمه نیمګړتیا دا ده چې ټول ولسي خوځښتونه او انساني مبارزې تر دوئ محدودې ګڼل کیږي. د ښکیلاک پر ضد او د بشري برابرۍ ابتدایي خوځښت په ۱۷۷۶ز کال د امریکا د خپلواکۍ غورځنګ ګڼل کیږي یا په ۱۷۸۹ز کې د فرانسې انقلاب د بشري حقونو د تسجیل کال بلل شوی دی. په داسې حال کې چې یواځې په افغانستان کې میرویس نیکه په ۱۷۰۹ز له صفويانو استقلال وګاټه او دا له امریکا ۶۶ کاله مخکې وه. د ماهیت او انساني ازادۍ له مخې هوتکي پاڅون د امریکا له انقلاب سره هیڅ توپير نه لاره. دلته هم د شیعه او سني د برابرۍ غږ کیده او هلته هم د انساني مساوات خبره شوې ده.
په همدې ډول نور فکري غورځنګونه هم له لویدیځه پيل شوي ګڼل کیږي. هر ملت د رنسانس، مډرنیزم او روڼ اندۍ بیلا بېلې دورې لري چې باید له اروپایي دورو جدا او جلا وڅیړل شي.
دریم ډول: ناسیونالیستي افراطي تاریخلیکنه ده. ملتپالنه له پخوا څخه د ملت د افرادو ترمنځ په یو نه یو ډول موجوده وه. نشنلیزم په تېرو دوه نیمو پېړیو کې خپل اوج ته ورسېد. زمونږ په خطه کې د مذهب د ځواکمنتیا له امله ملتپالنې د نورې نړۍ په څير ريښې و نه غځولای شوې. ولې بیا هم د لوستي او قلموال پوړ تر منځ یې ډير پلویان پیدا کړل. طبیعي ده چې تاریخ لیکونکي هم له دې جریانه مثتثناء نه ول. هماغه وه چې نشنلیستي فلسفې تاریخونو ته هم لاره وکړه. په افغاني تاریخونو کې ملتپال رنګ په شلمه پېړۍ کې ډير څرګند شو. یاده تاریخلیکنه یواځې زمونږ د تاریخکښنې عیب نه دی بلکې د ټولې نړۍ د تاریخلیکنې بهیر او په ځانګړي ډول د نولسمې او شلمې پېړۍ عصر دا نیمګړتیا لري. د امریکا د متحده ایالتونو د تاریخلیکنې غټه خو د سپين پوټکي نژاد غوره ګڼل او محوري شمېرل دي(وایټ سوپرمسیزم).
افراطي ناسیونالیستي تاریخلیکنه څو برخې یا ډولونه لري چې له ناسیونالیستي پيلېږي شوونیزم او ان اتنوسینتریزم ته رسېږي. دا افراط ډير وخت د علمي نژاد پالنې(ساینټفک راسیزم: د انسانپوهنې، بیولوژۍ، او ارواپوهنې) څخه په ناسمو دلیلونو راوړلو توجیه کیږي او کله د اثتثناءیزم(ایکسپشنلیزم: د جغرافیوي، فرهنګي او …) استدلالونو په یادونې سره هڅه کیږي تاریخ تحریف او بل ډول ولیکل.
د افغاني ناسیونالیستي تاریخلیکنې لومړنی عیب اتلجوړونه او هیرویزم دی. دوکتور مبارک علي وايي چې راورسته نسلونه خپل ايډیالیزم پر مشرانو تپي.
زمونږ مشران هم انسانان ول، غلطۍ یې کړي او سهوې ترې شوي دي. دا غلطۍ یا په لوی لاس پرده پوښ شوي او یا بحث ته نه دي ایښودل شوي. که افغاني تاریخونه وڅېړو په ډير ندرت سره به پیدا کړو چې زمونږ اتلانو خطاوې کړي دي او بیا مؤرخ دا خطاوې یادې کړي اوسي. که د امپراطوریو تاریخونه د دربار پر اغېز توجیه کړو مګر په اوسمهالي تواریخو خو د سلطان او امیر تاثیر هم نه شته نو ولې بیا دومره شخصیتجوړونه په کې شوې ده. دبېلګې په ډول خوشال بابا د پښتو ژبې پلار او ملي مبارز په حیث ګنو او بې له شکه چې دی هم. مګر په دې بحث نه کوو چې ولې خټک بابا ځواکمن افغان او افغانستان شموله دولت رامنځ ته نه کړای شو.
د ناسیونالیستي تاریخلیکنې دوهمه نیمګړتیا د امپراطوریو او سلطنتونو د زوال د لاملونو پوره او کره نه څېړل دي. په داسې حال کې چې د ملي دولتونو له استحکامه د دوئ زوال ډیر اهم دی ځکه په دې سره په راتلونکي کې د حیاتي تیروتنو مخه نیول کیدای شي. د نشنلیزم سره ددې رابطه دا ده چې متپالنه تل پر بېځایه ویاړ او تودو احساساتو ولاړه وي. د تاریخ تېره بریالیتوبونو په راسپړلو سره ولسونو ته د جرآت او جذبو ورکولو کوښښ کیږي نو ښکاره ده چې په داسې چاپيریال کې له زوال او ناکامیو غږېدل نه لوستونکي لري او نه لیکلوال ته څه ورکولای شي.
زمونږ تاریخونه ډير وخت بهرنۍ لاسوهنې او کورنۍ بې اتفاقۍ د ملي بدمرغیو سببونه ګڼي او داسې تاویلونه کیږي چې ګوندې د وخت پادشاه و حکمران هیڅ مقصر او ګرم نه دی.
ملتونه پر جنګیاليو او ډارنو بېلول، خپل اولسونه د تاریخپوهنې له ټولو اسلوبونو خلاف پرښو او اوږدو عبارتونو توصیفول، داستان ته ورته تحلیلي تاریخلیکنه او داسې نورې نیمګړتیاوې شته چې زمونږ تاریخلیکنه د نشنلیستي افراط پر لور بیايي.
د افغاني ناسیونالیستي تاریخلیکنې پایله یواځې تېرو پېړیو ته د ملت بوتلل او د ځوانانو ترمنځ د ملي نوستالوژۍ ایجاد دی او بس. څرنګه چې تاریخ د خلکو لید لوری او فکر بدلوي نو لازمه ده چې د قومي ایډیالیزم پرځای، تاریخ له ناورینه د وتلو نقشه وبولو. مؤرخ دې افغان وي خو تاریخ نه!
اخذونه:
USA:S HISTORIA, Lennart Person, Historiska Media 2015
Micheal Gibson, Grekiskmytologi.
نادر ایوبي کندهاری، فلسفه، یونایټد پریس کویټه، لومړی چاپ.
جرجي زیدان، ابو مسلم الخراسانی.
محمد قسیم ځير، د افغاني تاریخلیکنې نیمګړتیاوې. http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/71207
د لیکوال یادښتونه.
۲۳/۶/۲۰۱۷
ستاکهلم