ولسمشر غني او د استرالیا صدراعظم مالکولم

تاند- په استرالیا کې په دې انتقادونه شوي چې د دغه هیواد د مالیه ورکوونکو ۴۵۰۰ ډالره یوازې په دې لګېدلي چې د دغه هیواد صدراعظم مالکولم ټرنبل د افغانستان له ولسمشر سره د مسلمانانو په شان حلال خواړه وکړي او بې الکوله مشروبات وڅښي.

د افغانستان ولسمشر د سږ کال په اپریل میاشت کې استرالیا، اندونیزیا او سینګاپور ته سفر وکړ.

د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د استرالیا په پارلمان کې د افغانستان ولسمشر ته په درې وخته ډوډۍ کې د سالمون کب او پسه غوښه او د سهارنۍ لپاره شات، زعفران او نور خوراکونه شامل ول.

د اپریل په درېمه نېټه د دې ډوډۍ بیل ۴ زره ۶۶ ډالره او ۵۰ سینټه حساب شوی دی.

په دې بېل کې د ګلانو د ګېډۍ او د غیرالکولي سایډر (یوډول څښاک) پیسې هم شاملې دي.

د استرالیا ډیلي مېل ورځپاڼه وايي چې د صدراعظم له دفتر څخه یې په دې اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه خو دغه دفتر له څه ویلو ډډه وکړه.

خو ورځپاڼه وايي چې استرالیا ته د افغانستان د ولسمشر له سفره درې اوونۍ وروسته د امریکا مرستیال ولسمشر ته څو چنده ارزانه مېلمستیا وشوه. په راپور کې ویل شوي چې د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پینس مېلمستیا په ۷۳۷ ډالره تمامه شوه او د څښاک بیه یې یوازې ۸ ډالره او ۸۰ سینټه وه چې کافي او چای و.

One thought on “استرالیايي ورځپاڼه وايي چې د دغه هیواد صدراعظم تر ټولو زیاتې پیسې د افغان ولسمشر پر مېلمستیا لګولي”
  1. زموږ ځینی جهادي قومندانان او وکیلان تر دي زیاتي پیسي هره هفته په دوبی او تاجیکستان کې په عایشی مصرفوی
    په داسي حال کې د چې د افغانستان او استرالیا اقتصاد هیڅ د پرتلي وړ نه ده
    زموږ عام ولی له لویږي او ناروغیو مړي خو ځیني وکیلان اوقومندانان د قوم او اسلام په نامه تر لاسه شوو پیسو مزي کوي
    هیڅ حساب او کتاب ورسره نه کیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *