د بادغيس پخواني والي جماالدين اسحاق فاتحه واخيستل شوه
د بادغيس ولايت پخواني والي جمالدين اسحاق فاتحه د کونړ مرکز اسعد اباد جامع جومات کې د ختيځې سيمې د زرګونو کسانو په برخې اخيستنې سره واخيستل شوه.
د ارواښاد جماالدين اسحاق د فاتحې مراسم د چنګاښ په ۲۴مه د کونړ په مرکز اسعد اباد کې واخيستل شوه، چې پر مهال يې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، د کونړ والي وحيدالله کليمزي سربيره د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قومندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري، ننګرهار امنيه قومندان لو پاسوال عبدالرحمن رحيمي، د ننګرهار ملي امنيت مرستيال، سولې شورا ولايتي کمېټې مشر، سرحدي لواء قومندان، د ننګرهار ولايتي شورا غړو سهراب قادري او ډاکتر ناصر کاموال، د ننګرهار ولايت پخواني مرستيال، د ولسمشر سلاکارانو، د کونړ ولايت د ملي شورا غړو، د یاد ولايت ولايتي شورا رئیس او غړو، د کونړ ولايت د بېلابېلو ولسواليو مخورو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، ډاکترانو او د ارواښاد کورنۍ غړو ګډون درلود.
د فاتحې په مراسمو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د علمی او ټولنيزو چارو سلاکار لعل پاچا ازمون د ارواښاد کورنۍ ته د ولسمشر محمد اشرف غني د خواشينۍ او ډاډ ګيرنې پيغام وړاندې کړ.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې د ارواښاد جماالدين اسحاق په مړينه نه يواځې د ارواښاد کورنۍ او کونړ ولسونه، بلکې د ننګرهار ولايتي اداره او ولسونه هم غمجن دي.
نوموړي زیاته کړه، چې ارواښاد د ټول افغانستان علمي او درنه پانګه وه او په وفات يې ټول افغانان خواشيني شوي دي.
ده وويل، چې مرحوم د يوه سوکاله، امن، او سوله ييز افغانستان هيله درلوده؛ خو له بده مرغه، چې ده دا هيلې له ځآن سره ګور ته يوړې.
هغه وويل، څوک چې افغانستان لپآره کار کوي د دوی فکر او ياد به تل ژوندی وي.
ننګرهار والي د فاتحې په دغه مراسمو کې د ننګرهار ولايت د ملکي او نظامي ادارو مسئولنو او ولسونو په استازۍ د مرحوم کورنۍ ته د تسليت او ډاډګيرنې مراتبو وړاندې کولو ترڅنګ د اروښاد روح ته د الله پاک له درباره د مغفرت او فردوس جنت هيله وکړه .
د کونړ والي وحيد الله کليمزي د ننګرهار والي سربيره د امنيتي مسئولينو او ولسونو مننه وکړه، چې د ارواښاد د جنازې اداء کولو په موخه يې ښه امنيتي فضاء برابره کړې او ټولو ختيځوالو پراخ ګډون کړی و.
نوموړي د ارواښاد کورنۍ غړو او همدا راز د کونړ ولسونو او د ده نږدې دوستانو ته د تسليت، ډاډګیرنې او خواخوږۍ پيغام وړاندې کړ.
ده زياته کړه، چې د ارواښاد ډاکتر جماالدين اسحاق د هېواد سربيره د کونړ ولسونو ته په بېلابېلو برخو کې نه هيريدونکي خيريه کارونه تر سره کړي دي، چې تل به د ولسونو په يآد کې وي.
د ارواښاد پلار حاجي غلام نبي اسحاق د ختيځو ولايتونو له ټولو خلکو مننه وکړه، چې د ده د زوی جنازو لمونځونو کې په جلال اباد، اسعد اباد او وټه پور ولسوالۍ کې ګډون وکړ او دوی سره يې په غم کې ځآنونه شريک کړي و.
نوموړي د ولسمشر محمد اشرف غني مننه وکړه، چې د ارواښاد درملنه کې يې پوره هلې ځلې وکړې او همدا راز يې له مړيني وروسته يې څو ځلې تيليفون په کرښه د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.
ده دغه راز له ولسمشر څخه له دې امله مننه وکړه، چې د فاتحې ښه ترسراوې په موخه يې کميسون ټاکلی و، چې د فاتحې مراسم په اسعد اباد کې په ښه ډول تر سره شول.
حاجي غلام نبي د ننګرهار، لغمان او کونړ ولايتونو له واليانو او امنيتي مسئولينو څخه هم مننه وکړه، چې په جنازې او فاتحه کې د ګډون سر بيره ښه امنيتي تدابير نيولي و.
ډاکټر جمالدین اسحاق د قومي مشر حاجي غلام نبي زوی او د ملک غلام اسحاق لمسی و، چې له نن څخه نږدې شپږ څلویښت کاله وړاندې په۱۳۵۰ ه ش کال د سمبولې په میاشت کې یې د کونړ ولایت وټه پور ولسوالۍ کې دنیا ته سترګې وغړولې.
نوموړي لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د هجرت په ديار کې په خیبر پښتونخوا کې ترسره کړې، د صدیق اکبر لېسې څخه له فراغت وروسته د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شو او په ۱۳۸۱کال د یاد پوهنځي څخه د MD په سویه فارغ او ورسته يې په پاکستان هېواد کې د روغتيا په برخه کې ماسټر وکړه.
ارواښاد د بادغيس والي، نورستان عامې روغيا رياست د مرستيال رئيس، د IRAA ساختماني شرکت رئيس، KCC ادراې مسئول، د افغانستان سوداګرۍ خونې رهبري غړی، او د يو خيريه بنسټ د مشر په توګه دندې تر سره کړې وې، چې هېوادوالو ته يې په بېلابېلو برخو کې غوره خدمتونه تر سره کړي دي.
ارواښاد جماالدين اسحاق د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ په ۱۸ د ورپېښې اوږدې ناروغۍ له امله د ۴۶ کالونو په عمر وفات، چې لومړنۍ جنازه په جلال اباد دویمه يې په کونړ ولايت او درېيمه يې د کونړ په وټه ولسوالۍ کې اداء او بيا په ياده ولسوالۍ کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
ننګرهار والي د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې پلی وګرځید او د هټیوالو او ښاریانو وضعیت یې له نږدې ولید.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل نن د چنګاښ په ۲۲مه د شپې شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې پلی وګرځید او د هټیوالو او ښاریانو وضعیت یې د دوی سره د خبرو اترو پر مهال له نږدې ولید .

نوموړي چې د سرحدي پولیسو د لومړۍ لوا قوماندان محمد ایوب حسین خیل یې هم ملتیا کوله،لومړۍ د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د امنیتي کمیسون د پلټنو چارې له نږدې وڅارلې .
نوموړي وروسته د سره رود د دوه سړکې په سیمه کې په پلي ډول هټیوالو او ښاریانو د احوال په موخه وګرځید،له بېلابېلو هټیوالو او ښاریانو څخه یې په بېلابېلو برخو کې پوښتنې وکړې او د دوی وضعیت یې له نږدې ولید.

ننګرهار والي د سرحدي پولیسو قوماندان په ملتیا وروسته وروسته شپږمې ناحیې ته ولاړ او د خالص فامیلو په بازار کې یې هم د هټیوالو او ښاریانو سره خبرې اترې وکړې .
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،په دې موخه یې په پلي ډول له ګڼ شمیر ساتوونکو پرته د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې پلی وګرځید،چې ولسونو ته د امنیتي وضعیت په اړه ډاډ ورکړي.

هغه زیاته کړه،امنیتي منسوبینو ته یې لارښوونه کړې،ترڅو په ښار کې د هر ډول پېښو د مخنیوي په موخه جدي اقدامات ترسره کړي .
په بېلابېلو سیمو کې ښاریانو او هټیوالو د ننګرهار والي له لورې په ښار کې د پلي ګرځیدو کړنه وستایله او سلګونو ځوانانو ورسره د مینې له مخې ګډ او ځانګړې انځورونه واخیستل .
دا په داسې حال کې ده،چې د ننګرهار والي په لارښوونه د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې جدي پلټنې پیل شوي،سلګونه موټرې او موټر سایکلونه د غېرې قانوني حرکتونو له امله نیول شوي او دا لړۍ به همدا ډول دوام وکړي .

ننګرهار والي په ختيځ کې د يونا ما ادارې مسئول سره د بشري حقونو او پرمختيايي چارو ښه والي په موخه ناسته وکړه.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د چنګاښ په ۲۲مه په ختيځ کې د يو ناما ادارې مسئول لويس ګومیس سره د دې ولايت په جګړه کې د ملکي وګړو ژوند خونديتوب او پرمختيايي چارو لا ښه والي په موخه ناسته وکړه.
دغه ناسته، چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ختيځ کې د يوناما ادارې له مسئول مننه وکړه، چې په دې ولايت کې په بېلابېلو برخو کې ولايتي ادارې سره همکاري کوي.
نوموړي د نورو موضوعاتو ترڅنګ په دې ولايت کې د بشري حقونو، پرمختيايي چارو، او ولسی وګړو د ژوند ښه والي په موخه خبرې وکړې.
په ختيځ کې د يوناما ادارې مسئول لويس ګومیس له ننګرهار والي مننه وکړه، چې د دوی ادارې سره همکاري کوي.
نوموړي ننګرهار والي سره په دې ولايت کې د بشر حقونو، پرمختيايي چارو، ولسونو سوکالۍ، د جګړې پر مهال د ملکي وګړو ژوند خونديتوب او نورو موضوعاتو ښه والي په موخه خپل نظر شريک کړ.
ننګرهار والي په لويو تم ځآيونو کې د ترمينلونو جوړولو غوښتنه وکړه
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ترانسپورت او هوايي چلند له وزير سره د ناستې پر مهال غوښتنه وکړه، چې د جلال اباد ښار په لويو تم ځايونو کې مسافرينو لپاره ترمينلونه جوړ کړي.
دغه ناسته، چې د چنګاښ په ۲۲مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ترانسپورت او هوايي چلند وزير محمدالله بتاش څخه مننه وکړه، چې په تورخم کې يې مسافرينو لپاره ترمينل جوړ کړی دی.
نوموړي د ترانسپورته له وزيره وغوښتل؛ څو د جلال اباد ښار په لويو تم ځايونو کې هم مسافرينو ته ترمينلونه جوړ کړي.
دواړو مسئولينو دغه راز د ترانسپورتي چارو د لا ښه والي په موخه خبرې اترې وکړې.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزير محمدالله بتاش له ننګرهار والي مننه وکړه، چې په ننګرهار کې يې ترانسپورت ادارې سره پوره همکاري کړې او د ولايتي ادارې په همکارۍ يې په تورخم کې ترمينل جوړ کړ.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د ننګرهار ولايتي ادارې په غوښتنه به د دې ولايت په لويو تم ځايونو کې د ترمينلونو جوړولو زمينه برابره کړي.
په دغه ناسته کې د ترانسپورت رئیس محمد ايوب شرافت هم شتون در لود.
د شپږمې ناحيې قومي مشرانو په خپله سيمه کې د پروژو تطبيق غوښتنه وکړه
د جلال اباد ښار شپږمې ناحيي اړوند نجم الجهاد فاميليو قومي مشرانو ننګرهار والي سره د ناستې پر مهال په يآده سيمه کې د يو شمېر پروژو تطبيق غوښتنه وکړه.
دغه غونډه، چې په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه په کې د نجم الجهاد فاميليو د بېلابېلو سيمو قومي مشرانو او يو شمېر سيدونکو ګډون کړی و.
مخورو د خبرو پر مهال وويل، چې نجم الجهاد فاميلي د جلال اباد ښار شپږمه ناحيه ده؛ خو د نورو ناحیو په پرتله ورته پاملرنه کمه شوې.
دوی په يآده سيمه کې د برېښنا زياتيدو، فرعي سړکونو، پلچکونو، تفريحي پارکونو او ويالو جوړولو غوښتنه وکړه.
دوی دغه راز په شپږمه ناحيه کې د کلينيک مجهز کيدو، ښوونځيو ته د احاطو جوړولو، نويو ښونځيو بنسټ ايښودو او اداري واحدونو ته د ودانيو جوړلو غوښتنه هم وکړه.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د نجم الجهاد اوسیدونکو څخه وغوښتل، چې د امنيت په تامين کې خپل حکومت سره همکاري وکړي.
ننګرهار والي د شپږمې ناحيې اوسيدونکو ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکې کې به د فوايد عامې، روغتيا، ښاروالۍ، پوهنې او د ولسي تړون مسئولينو او د يادې سيمې شورا سره په ګډه غونډه جوړه او بېلابېلو ستونزو ته د حل لارې چارې ومومي.
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار د پلار ارواښاد حاجي محمد عمر د فاتحې مراسم د ګڼ شمير دولتي چارواکو او زرګونو خلکو په ګډون ترسره شول.
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار پلار ارواښاد محمدعمر چې څو ورځې وړاندې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ، فاتحه يې د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مه په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د دوی د کورنۍ له لورې واخيستل شوه.
د فاتحې په مراسمو کې د ختيځو ولايتونو واليانو، نظامي چارواکو او ولايتي شورا رئيسانو او غړو سربېره د ولسمشرۍ او اجرائيه رياستونو سلاکارانو، ملي شورا او کابینې یو شمیر غړو، د هېواد د بېلابېلو ولايتونو سیاسي،جهادي او قومي مشرانو،دیني عالمانو،اهل هنودو او په لسګونه زره نورو ولسونو ګډون کړی وو.

د فاتحې په مراسمو د ولسمشر محمد اشرف غني پیغام شریک شوو،چې په کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار،د هغه کورنۍ،د مرحوم د سنګر ملګرو او د ننګرهار ولسونو ته د ارواښاد محمد عمر د مړینې له امله د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې شوي وو.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې ولايت د ملکي او نظامي ادارې او ولسونو په استازۍ د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار او د هغه کورنۍ ته د خواخوږۍ او تسليت مراتب وړاندې کړل.
ننګرهار والي په ختيځ په ځانګړي ډول په دې ولايت کې له مېشتو مسلحو قواو څخه مننه وکړه،چې د ارواښاد له مړينې وروسته يې د جنازې له لمونځونو د فاتحې تر مراسمو ځانګړې امنيتي تدابير نيولي وو.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د خپلو خبرو پر مهال د ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه وکړه،چې په پرلپسې ډول یې د ټلیفوني اړیکو په ترڅ کې په داسې حال کې د تسليت مراتب له نوموړي سره شریک کړ،چې په خپله هم د کاکا د مړینې له امله د درانه غم په ټغر ناست وو.
‎نوموړي د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله څخه هم مننه وکړه،چې له نوموړي سره یې غمشریکي ترسره او ورته یې د تسلیت مرابت وړاندې کړل .

د مشرانو جرګې رئیس ‎د ټولو لوړ رتبه دولتي چارواکو، د ننګرهار ولايتي ادارې مشرتابه، د ملي شورا د دواړو خونو وکيلانو، د مرکزي حکومت عالي رتبه چارواکو، د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان د ولايتي شورا غړو، لوړ پوړو امنيتي مسوولينو، ملي شخصيتونو، قومي مشرانو، ځوانانو، جهادي قومندانانو، مخورو، مدني فعالانو، ژورنالستانو، ليکوالانو، د علم او ادب خاوندانو او نورو ټولو هېوادوالو څخه مننه وکړه،چې د نوموړي د پلار د جنازې په مراسمو کې یې د ګډون سربېره له نوموړي سره د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.

ښاغلي مسلمیار د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د دې ولایت د ملکي او نظامي ادارو د مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې د مرحوم پلار د جنازې او فاتحې مراسمو لپاره یې په مرکز او چپرهار ولسوالۍ کې بشپړ امنیتي تدابیر نیولي وو او په ټولو برخو کې یې همکاري او مرسته ترسره کړه .

د مشرانو جرګې ريس فضل هادي مسلميار پلار ارواښاد حاجي محمد عمر دوه ورځې وړاندې د ورپيښې ناروغۍ له امله د ۹۸ کلونو په عمر ومړ او د چهارشنبې په ورځ يې لومړۍ جنازه د جلا ل اباد په شيرزي لوبغالي او دويمه يې پخپله پلرنۍ سيمه چپرهار کې ادا او هملته خارو ته وسپارل شوه

د قانوني اسنادو د نه درلودلو او د ترافیکي اصولو څخه د سرغړونې له امله ۱۳۵ عرادې موټر سایکلونه ونیول شول .
ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د وروستیو جدي پلټنو په ترڅ کې ۱۳۵ عرادې هغه موټر سایکلونه نیول شوي،چې چلوونکو له لورې یې ترافیکي اصول نه مراعت کیدل او یا یې هم د ګرځیدو قانوني اسناد نه درلودل .
د سلاکار وزیر او ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا د پرېکړې له مخې په جلال اباد ښار کې په وروستیو کې د امنیتي وضعیت د لا ښه والې په موخه د موټرو د تورو ښیښو پاکولو،بې اسناده نقلیه وسایطو او غېرې مسؤله وسله والو د ګرځیدو د مخنیوي په موخه ګډو ځواکونو جدي کمپاین پیل کړی دی .
د پیل شوي کمپاین په ترڅ کې د ۳۵ عرادو موټرو تورې ښیښې سپینې شوي،۱۳۵ عرادې موټر سایکلې،چې د ګرځیدو قانوني اسناد یې نه درلود او یا یې هم چلوونکو د ترافیکي اصولو څخه سرغړونه کوله،نیول شوي او یو شمیر چلوونکي نغدي جریمه شوي دي .
ګډو ځواکونو همدا راز د جلال اباد ښار په بېلابېلو مارکیټونو کې د موټرو لپاره د تورو ښیښو جوړولو پلاستیکونه،لوړ غږ هارنډونه،سترګې نیونکي ګروپونه او په موټرو لګیدونکي لوی انتنونه هم له هټیو څخه را ټول او تخریب کړل .
د مګړۍ د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د ګډو ځواکونو له لورې په بېلابېلو څلور لارو،فرعي او عمومي سړکونو او یو شمیر نورو سیمو کې پلټنې پیل دي او ګڼ شمیر نور منسوبین پلې او سیارې ګزمې هم ترسره کوي .
پوليسو په جلال اباد ښار کې د موټرو د تورو ښيښو سپينولو او بې پلېټه موټر سايکلو د نيولو کمپاين پيل کړ
امنيتي مسوولين وايي، چې دغه کمياين يې د سلا کار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه پيل کړی، چې په وينا يې په لومړۍ ورځ يې سلګونه بې پليټه موټر سايکلې ونيولې او هم يې د لسګونو موټرو تورې ښيښې سپينې کړې.
امنيتي مسوولين وايي، چې دغه کمياين يې د سلا کار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه پيل کړی ،چې په وينا يې تر هغې به دوام وکړي ،څو په ښار کې د موټرو د تورو ښيښو او بې پليټه موټر سايکلو مخه ونيول شي.
ياد کمپاين ،چې د امنيې قوماندانۍ د امنيت امريت د مرستيال حضرت الله ساپي په مشرۍ پيل شوی په لومړۍ ورځ يې سلګونه بې پليټه موټر سايکلې ونيولې او هم يې د لسګونو موټرو تورې ښيښې سپينې کړې.
د کمپاين پر مهال يو شمېر هغه موټرې هم ونيول شوې ،چې په قاچاقي توګه يې پر ته له ګمرکي پارچې توکي ليږدول.
دوه ديرش عرادې موټر سايکلونه ونيول شول .
په جلال اباد ښار کې د لا ډامن امنيت رامنځته کېدو او جرمونو مخنيوي په موخه ۳۲ عرادې موټر سایکلونه، چې قانوني اسناد يې نه درلودل ونيول شول.
د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم تطبيق په موخه د ننګرهار والي په لارښوونه امنيتي ادارو له تيرو درې ورځو راهيسې په جلال اباد ښار کې د لا ډاډمن امنيت رامنځته کيدو او جرمونو مخنيوي په موخه د موټرو تورو ښېښو سپینولو او اسناد نه لرونکو موټر سايکلونو نيولو کمپاين پيل کړی، چې تر دې دمه سلګونه موټر سايکلونه نيول شوي او د لسګونو موټرو تورې ښېښې سپينې شوي دي.
د معلوماتو له مخې د چنګاښ په ۲۴مه هم د ياد کمپاين په ترڅ کې ۳۲ عرادې موټر سايکلونه، چې قانوني اسناد يې نه درلودل نيول شوي او د ۲۸ موټرونو تورې ښېښې سپينې شوي دي.
دغه راز له لسګونو موټرونو غير قانوني هارنډونه، انتنونه او اشارې ښکته شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تيرو دوو ورځو کې هم د قانوني اسنادو د نه درلودلو او د ترافیکي اصولو څخه د سرغړونې له امله ۱۳۵ عرادې موټر سایکلونه نيول شوي او د لسګونو موټرونو تورې ښېښې سپينې شوي دي .
د شهید هارون کورنۍ سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې څو ورځې وړاندې د هارون په نوم یو تن هټیوال د موټر سایکل سپرو له لورې په ډزو سره په شهادت رسول شوی وو.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د چنګاښ په ۲۲مه د ولایت مقام کارپوه اکبر شیر په مشرۍ مدني فعالان عبدالرحمن معاون او لطیف واحدي د شهید کورنۍ ته د ولایت مقام د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب د وړاندې کولو په موخه د ارواښاد کور ته ولاړل .
دوی د ننګرهار والي له لورې د شهید کورنۍ ته ډاډ ورکړ،چې قضیه له نږدې څاري او ژر به یې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
دوی همدا راز د ننګرهار والي له لورې لیږل شوې مرسته هم د شهید کورنۍ ته وسپارله،چې له امله یې یادو مدني فعالانو د ننګرهار والي څخه مننه وکړه او په راتلوونکي کې یې د ورته پېښو د مخنیوي غوښتنه وکړه .
ماین چاودنې د یوې میرمنې او ۴ ماشومانو په ګډون ۷ ملکي وګړي ټپيان کړل.
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند نور پلازې ته څېرمه پر یو بیاسیکل کې ځای پر ځای شوي ریموټ کنټرول ماین چاودنې له امله د یوې میرمنې او څلورو ماشومانو په ګډون ۷ تنه ټپيان شوي دي .
د پېښې د ټولو ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی .
ناڅرګندو وسله والو دوه ملکي وګړي شهیدان کړل .
ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په زوړ بازار سیمه کې نا څرګندو وسله والو د بې غږه تفنګچې د ډزو په وسیله دوه ملکي وګړي شاعر عصمت الله بشري او قدرت الله شهیدان کړل .
یاده پېښه نن د چنګاښ په ۲۳مه شاوخوا یوولس بجې رامنځته شوې .
تر اوسه معلومه نده،چې شاعر عصمت الله بشري او قدرت الله د چا له لورې شهیدان شوي،خو د کشفي او امنیتي ارګانونو له لورې د قضیې د معلومولو په موخه څېړنې رواني دي.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په یاده پېښه خواشیني ښودلې،د پېښې دواړو شهیدانو ته یې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر هیله کړې.
د یو قوماندان په ګډون ۷ وسله وال طالبان ووژل شول .
ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په مشواڼۍ سیمه کې نن د چنګاښ په ۲۳مه سهار شاوخوا لس نیمې بجې د بې پیلوټه الوتکې د هوايي برید له امله په سراچه ډوله موټر کې ناست د یو قوماندان ښایسته خان په ګډون ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی .
په دې برید کې سراچه ډوله موټر هم په بشپړ ډول تخریب شوی او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .
څوارلس داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته
ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ په مرخڼۍ سیمه کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې ۹ داعش وسله وال وژل شوی او ۵ نور ټپیان دی،چې په وژل شوو کسانو کې ازبکستاني او پاکستاني اتباع هم شتون لري.
په ترسره شوو بریدونو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان ندی اوښتی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *