تاند- ایران وايي چې د شنبې په مازدیګر د دغه هیواد د حکومت وسله والو مخالفانو د پاکستان له خاورې پرې حمله کړې ده.
ایراني رسنۍ وايي چې د پاکستان له خاورې څخه ویشتل شوي هاوانونه د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان ولسوالۍ لګېدلي دي.
د ایران سپاه پاسداران وايي «په نړیوال استکبار او پردیو جاسوسي ادارو پورې یوه تړلي بهرني ټیم د پاکستان له خاورې څخه په منحني ویشتونکو او نورو وسلو د سراوان په سیمه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د پولو لور ته ډزې وکړې.»
په راپور کې ویل شوي چې د ایران د سپاه پاسداران د قوس ځواک له لوري په ځوابي حمله کې یو (ترهګر) ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.
قدس ځواک دغه راز وايي چې نور حمله کوونکي د پاکستان لور ته وتښتېدل.
دې ځواک نه دي ویلي چې د حمله کوونکو د تلفاتو د شمېر په اړه یې معلومات څرنګه ترلاسه کړل.
دوی د خپلو تلفاتو یادونه هم نه ده کړې خو ویلي یې دي چې دوه کارګر وژل شوي دي.