یوه ورځ د دربار پالي، د پاچا دربار ته راغی. وویل:

  • زه غواړم یو څه ووایم، یوه ورځ به لویه بلا راشي او د هر څه به پنا کړي.

پاچا له دې امله خوشاله شو، چې د یوې راتلونکې بلا مخه به ونیسي. ده ویل لاس په کار به شي او د بلا مخه به ډب کړي. پادشا امر وکړ، چې د ښار ترکاڼاڼ او خټګر دې ژر تر ژره له ښاره د یوې سترې او قوي کلا د چاپېرولو بسیا وکړي. دوی په بېړه لاس په کار شول. نقشې واچول شوې، خلک شول، بېروبار شو، خټګران شول او د یوې سترې برجورې کلا د جوړولو بندو بست وشو.  له لرو غرونو به یې ډبرې او لرګي راوړل، کارونه روان و او کلا ورو ورو له ځمکې سر راپورته کاوه.

د پالي ټاکل شوی وخت را ورسېد. پاچا په کلا کې یوې کوټې ته ننوت. دا خونه تر نور یو څه تیاره او پټه وه، خو دی بیا هم په وېره کې و. غلامانو ته یې امر وکړ، چې ژر شی ځینې وړانګې لاهم خونې را ننوتې دي. ټولې بندې کړئ! ځکه وېرېده چې له دې سوریو به بلا د نننه شي.

څو شېبې وروسته د وړانګو لار هم بنده شوه. پادشا آرام شو. سا یې واخیسته. اوږد اسوېلی یې و ایست.

  • خدایه ته رحم وکړې!

لږ وخت وروسته، پادشا په تیاره خونه کې د هوا د کمښت له امله ومړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *