تاند- پاکستان وايي، د افغانستان پولې ته نژدې یې د خپلو وسله والو مخالفانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال اصف غفور نن /یکشنبه/ وویل، د توپچي یوه فرقه – چې هوايي ځواک او توپخانه یې ملاتړ کوي- په خیبر قبایلي سیمه کې د راجګل درې په تصفیې بوخته ده.
ده ادعا وکړه چې پاکستان د عملیاتو په اړه افغان چارواکو ته خبر ورکړی او له هغوی یې غوښتي چې د ډیورنډ کرښې خپلې خوا ته تدابیر غوره کړي.
په وروستیو کې افغانستان او پاکستان موافقه وکړه چې د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې به عملیات کوي او له یو بل سره به همکاري کوي.
خو پاکستان په یو اړخیز ډول پر ډیورند کرښه د کټارو او ازغن سیم د نصبولو هلې ځلې پیل کړي چې د افغان چارواکو غوسه یې پارولې ده.
پاکستان وايي چې د دغه هیواد وسله وال مخالفان ډیورند کرښې ته نژدې د افغانستان په غرنیو سیمو کې پټېږي خو افغانستان وايي چې وسله وال مخالفان یې د پاکستان په لویو ښارونو کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په سیوري کې ژوند کوي.