تاند- د بلخ والي عطا محمد نور په ترکیه کې له جنرال عبدالرشید دوستم او محمد محقق سره د ايتلاف له جوړولو وروسته په لومړنیو څرګندونو کې پر اجرايي ريیس عبدالله عبدالله انتقادونه وکړل.
نور وویل، هغه ايتلاف به چې د ده په وینا د جمعیت، جنبش او وحدت ګوندونو ترمنځ پرې په ترکیه کې سلا وشوه، ژر په افغانستان کې اعلان شي.
د بلخ والي تاکید وکاوه چې د ده ګوند او متحدان یې د لویو دسیسو په وړاندې په تېره بیا د مشرانو جرګې د مرستیال د زوی سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې پر انتحاري بریدونو غلي نه شي پاتې کېدای.
عطا محمد نور- چې نن /یکشنبه/ یوې غونډې ته خبرې کولې- وویل، حکومت په ځانګړي ډول اجرايي رييس د اعتراضونو په مهال د عامو خلکو د امنیت په ساتلو کې ناکام شو؛ خلک ووژل شول او حتي زغرګاډي پرې تېر شول.
ده وویل، اجرايي رييس په ځانګړي ډول د هغو خلکو د حقونو په ساتنه کې پاتې راغی چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې ده ته رایې ورکړې وې.
ده همداراز ادعا وکړه چې د اسلامی جمعیت او د دغه ګوند د متحدانو پر ضد دسیسه روانه ده.
نور د مشرانو جرګې د مرستیال رييس د زوی د جنازې په مراسمو کې انتحاري حملې د جمعیت د مشرانو د وژلو لپاره دسیسه وبلله.
نور وویل چې د جنازې مراسمو ته د ۴ انتحاریانو ننوتل د پوښتنې وړ ده او اجرايي رييس، چې د امنیت شورا غړی دی، د داسې مهمو مراسمو د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغی.
د حملو په مهال اجرايي رييس عبدالله عبدالله پخپله هم د جنازې په مراسمو کې حاضر و.