خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۶-۴-۲۵
کندهار، افغانستان- د کندهار ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالي دستګيري نن سهار يو نوی خصوصي روغتون افتتاح کړ.
دا «نادري روغتون» نوميږي چي د افتتاح په غونډه کي يې د مرستيال والي تر څنګ د عامي روغتيا رئيس محمد عظیم زمريال، د ياد روغتون رئيس محمد اشرف نادري، د سولي شورا رئيس شېراحمد حقيار، يو شمېر ډاکټرانو، ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی وو.
د نادري روغتون رئيس محمد اشرف نادري وويل د دې روغتون ځانګړتيا دا ده چي له هند سره د يو قرارداد له مخي به ځيني ناروغان په انلاين توګه د هندي ډاکټرانو له خوا تداوي کيږي او تر دامهاله ۱۵۳ ناروغان له دې لاري تداوي سوي دي. هغه زياته کړه چي ناروغانو ته به د هند مصرفي درمل ورکول کيږي، د روغتون کارکوونکو ته به روزنيز پروګرامونه جوړيږي او هغه ناروغان چي غواړي په هند کي تداوي وکړي، د دوی له خوا به د سفر او په هند کي د تداوۍ اسانتياوي برابريږي.
ښاغلي نادري وويل چي په دې روغتون کي د عصبي جراحي، عمومي جراحي، کارډيولوژي، د داخله امراضو، ماشومانو، نسايي او ولادي، غوږ، پوزه، ستوني، جراحي پلاسټيک عملياتو، جلدي، اورتوپيدي او تروماتولوژي څانګي فعالي دي.
د ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالي دستګيري د نادري روغتون پرانيستنه په روغتيايي برخه کي يو بل پرمختګ وباله او له سوداګرو څخه يې هيله وکړه چي په روغتيايي برخه کي پانګونه وکړي څو له يوې خوا ولس ته خدمت وسي او له بل پلوه له بهر څخه ناروغان راوګرځول سي.
ښاغلي دستګيري د نادري روغتون له مسئولينو وغوښتل چي معياري خدمات وړاندي کړي او په راتلونکي کي د عامي روغتيا رياست له معيار سره سم خپله ودانۍ جوړه کړي.
د عامي روغتيا رئيس محمد عظیم زمريال وويل چي د خصوصي سکټور د فعاليت پراختيا دوی ته قوت وربخښي. هغه ټينګار وکړ چي په آينده کي دي پانګه وال د اختصاصي ناروغيو درملني ته توجه وکړي او د هري ناروغۍ لپاره دي ځانګړي روغتونونه جوړ کړي. نوموړي د نادري روغتون له مسئولينو وغوښتل چي له ناروغانو څخه تجارتي استفاده ونه کړي او د ټولني باور دي لاسته راوړي.
ښاغلي زمريال داراز يادونه وکړه چي په عامي روغتيا رياست کي د کلينيکونو، درملو او نورو روغتيايي خدمتونو د معياري کولو په برخه کي يو خوځښت رامنځته سوی دی، د دې خوځښت د برياليتوب لپاره له ټولو روغتياپالانو، روغتونونو او سوداګرو څخه هيله ده چي له عامي روغتيا رياست سره همکاري وکړي.