د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سید رسول موسوي

تاند- د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار وايي، طالبان یوه افغاني ډله ده چې له داعش سره زیات توپیر لري او ایران د دغو دوو ډلو ترمنځ په تفکیک باوري دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سید رسول موسوي، چې افغانستان ته راغلی، وویل«طالبان افغانان دي او له داعش سره زیات توپیر لري.»

ده دا هم وویل چې «ایران د طالبانو او د داعش د تروریستي ډلې ترمنځ فرق کوي.»

موسوي په عین حال کې وویل چې هیله لري، طالبان به پخواني عادتونه پرېږدي او په نوي فکر به د افغانستان مسلو ته وګوري.

طالبان په تېرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې له هغو سیمو سره کار نه لري چې ایران پرې خوابدی کېږي او حتي په زابل او فراه کې یې د ایران د رضایت د ترلاسه کولو لپاره مخکې تر دې چې داعش ورسره دښمني پیل کړي د داعش له غړیو سره خونړۍ جګړې کړي دي.

دغه راز یې د ایران د ګټو لپاره د سلما، بخش اباد، کجکي او کمال خان بندونو د جوړېدو او پراختیا د مخنیوي لپاره د خنډونو د پېښولو هڅې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *