تاند- د افغانستان د ولسي جرګې څو غړي وايي چې باید هغه افغانان اعدام شي چې له هیواده بهر له اسلامه اوښتي او عیسویت یې منلی دی.

د ولسي جرګې غړي نذیراحمد حنفي وویل، په هند کې ګڼ شمېر افغانان عیسویت ته اوښتي او دا لړۍ لا هم دوام لري. ده وویل:«دا اسلامي قوانینو ته سپکاوی دی او د قرآن د ارشاداتو مطابق له اسلامه اوښتلی کس باید اعدام شي.»

تر حنفي مخکې د ولسي جرګې یوه بل غړي وویل: په هند کې د افغانانو کلیسا جوړه شوې ده.

«دا کلیسا د افغانانو کلیسا نومېږي. هر افغان چې هند ته لاړ شي کلیسا ته د ورتلو بلنه ورکول کېږي.»

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي لطیف پدرام، چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل په کلونو کې د کمونستي رژیم جګپوړی چارواکی و، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو حضور عیسویت ته د افغانانو د تشویق سبب وباله.

ده تور ولګاوه چې د امریکا اوږدمهال پلان دا دی چې د افغانانو کلتور واړوي.

خو یو شمېر نورو وویل چې افغانان له زړه نه دي عیسویان شوي بلکې ځینو کسانو د دې لپاره چې د عیسویانو د خیریه ټولنو په وسیله ځانونه لوېدیځو هیوادونو ته ورسوي، په ظاهره عیسویت منلی دی خو کله چې دا کسان هدف ته ورسېږي، د عیسویت خبرې هېرې کړي.

په ولسي جرګه کې پر دې موضوع د بحث په پای کې د جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي په هند کې عیسویت ته د افغانانو د دعوتولو هڅې وغندلې او د جرګې اړوندې کمېټې ته یې هدایت وکړ چې دا موضوع وڅېړي.

9 thoughts on “د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، له اسلامه اوښتونکي باید اعدام شي”
  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د اسلام مقدس دين، يو ډېر سپېڅلی دین دی او نن سبا ډېر خلک په نړۍ کې په اسلام مشرفېږي، خو په نړې کې د مسلمانانو شمېر له ۱،۵ تر ۲ ميليارډه ښودل شوی دی، چې تر ټولو لوی دين عيسويت دی، چې پيروان يې ۲،۵ ميليارده ښودل شوي دي او بيا په لويو دينونو کې بوديزم دی، چې شمېر يې تر ۸۰۰ ميليونه اټکل شوی او دې ته ورته هندويزم دی، چې پيروان يې له ۶۰۰۰۰۰۰۰۰ تر اوه سوه ميليونه اټکل شوي دي. يهوديت بيا تر ۲۰ يا دېرش ميليونو پيروان لري، چې زياتره يې به اسرائيل او لوېديزه نړې کې ژوند کوي او په سوريا او عراق کې ليآ اوس هم د شعيب (ع) پيروان هم شه، چې په اسيريستي ژبې خپل ديني مناسک پر ځای کوي.
    د اسلام مقدس دين په دوو لويو څانګو وېشل شوی دی، چې سوني مذهبه او شيعه يې بيا په لسهاوو نورو څانګو وېشل شوي دي. د سونيانو د حنفي، شافعي، مالکي او همبلي تر څنګ نن سبا د وهابي او سلفي مذهب پيروان هم د مذاهبو بڼه اخيستې ده، خو اسلام ټولټال له اتياوو ډېرو څانګو او شعبو باندې وېشل شوی دی، چې مشهور وړې څانګې يې حلويت، احمديت، اهل بيت، قاديانانيان، ديوبنګيان، قادريه او ډېر نور دي، چې خينې بيا له اصحابو روايټ کوي، چې ټولې څانګې به تر ۷۲ ورسېږي، خو له دې هم مسلمان ډېر وېشل شوي دي، چې په اسلامي نړۍ کې يې يوه ذهني انارشي رامنځ ته کړې، چې د کومې يوې ډلې په لار يې خلک لاړ شي.
    په افغانستان کې هم د دوو مذهبونو فقې (حنفي او جعفريه) فعالې دي او د افغانستان په اساسي قانون کې پر ځای شوي دي، چې بيا يې هم په ټولنه کې د اسلامي دوواليزم پړپړه رامنځ ته کړې او نورې څانګې لکه اسماعيليه، حلويان، احمديان، وهابيان او داسې نور بيا د کافر او نورو نومونو لاندې رټل کېږي، ځکه چې په ټولنه کې ټولنيز سيستم نه شته او هر يو يې د خپل حقانيت او رښتني مذهبيت نارې وهي، چې څه موده مخکې د کابل په چاراهي قمبر کې د «ناجيه» په نامه يوه ډله راپیدا شوې وه او نورو اوږدږېرو ته يې پلمه جوړه کړې وه، چې د خپلو ږيرو او د نورو د نېکتاييو ناندره رامنځ ته کړي، نو داسې هم ويل کېږي، چې د دغه ډلې مشر هم د نامعلومو کسانو لخوا بيا وژلل شوی دی.
    په پای کې د افغانستان د ولسې جرګې مکارانو ته، چې پخپله د امريکايي، انګرېزي او نورو څو پنځوسو صليبي ځواکونو تر سيوري او ملاتړ لاندې په افغان ولس د ظلم مېچن چلوي، خو د تکفير او اعدام ګوته بيا نورو ته لکوي! نو لومړی دي دوی پخپله د اسلام د مقدس دين له اصولو سره سم له چور، چپاول، زورواکي او انسان وژنې لاس پر سر شي، مکاري او دوه مخي دې پرېږدي، چې بيا د هغه مظلومو افغانانو د اعدام ناره پورته کړي، چې د دغه مسلمان ډوله پرنګيانو له ظلمه تښي دي او ځانونه يې د عيسويت په بېړي کې وراچولي دي، چې د ژوند له ظلمونو ځان وژغوري، ځکه ښه ويل شوي، چې مړه ګېډه پاړسي وايي!!! کېدی شي، په هندوستان کې د سره مياشت پر ځای چې اسلامي شاليد لري، نو سور صليب چې عيسوي بڼه لري به خلکو کې د انسانيت چاپېر تود ساتلی وي يا يې د انسانيت فضا رامنځ ته کړي وي، نه د سلفي يا وهابي د تورې وار او د افغاني مجاهد يا منافق ټلوالې د ظلم تلوار!
    معه سلاموکم الاخوتالمسلمين
    ملا مي،ند آخوند

  2. زه به تاسو ته یوه خبره وکړم. زه په یوه اروپایي هېواد کې اوسم، تاسو باور وکړئ چې دلته خلک اسلام ته داسې تږي دي لکه د دشتې مسافر چې اوبو ته تږی وي. زه وایم زمونږ د ولسي جرګې ملایان دې اول په خپله رشوتونه نه اخلي ځکه چې د دوی استیضاح، استجواب، استعلام او هر بل حرکت یوازې د پیسو شکولو له پاره وي، بیا دې حکومتي چارواکي له رشوت اخیستنې نه راوګرځوي او بیا دې ملا طالب چې د آی ایس آی په اشاره د انسانانو مرۍ د موچي په تار پرې کوي. د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې چې د اسلام پر ضد څه خبرې کېږي یو ستر عامل یې زمونږ چڼي ښیي چې وایي ترهګر دي، ملکیان وژني، ښځې وژني، د نجونو پر مخونو تېزاب شیندي…… د ولسي جرګې ملایان دې نران شي او په پښتو دې په انټرنټ کې دیني مسایل وړاندې کړي ځکه چې نورو ژبو کې خو مختلف مسایل موجود دي خو په پښتو کې د چا خبره د جنازې د لمانځه طریقه هم نه ده شرحه شوې. زه به تاسو ته یو مثال درکړم، دtanzil.net په نامه یو ویب سایټ دی چې په مختلفو ژبو د قران کریم ترجمه، تلاوت او نور تفصیل وړاندې کوي لاکن بدبختانه چې په پښتو کې هیڅ داسې څوک پیدا نشو چې حتی د قرانکریم د پښتو ترجمې یو الیکټرانیک ورژن دغه ویب سایټ ته ورکړي چې هم پښتانه ترې د نورو لیدونکو په څېر ګټه واخلي او هم مو ژبه د ژبو سیاله شي. په آخر کې وایم چې ټول لوستونکي دې پر آی ایس آی لعنت ووایي چې اسلام او قران یې د خپلو پلیدو او منافقانو اغراضو د ترلاسه کولو له پاره ځان ته سپر ګرځولی دی او انسانان وژني.

  3. د تاند محترمو لیدونکو او ویونکو ته سلامنه او نیکی هیلی وړاندی کوم البته بغیر له ملامیوند اخوند څخه.
    بعد ملا میوند اخنده نوم چه دی هر څه ده خو دلته دی د مکر او فریب له مخی د ملا کلیمه ځانته استعمال کړی ده خو ملا هیڅ کله دداسی اشخاصو څخه دفاع نه کوی چه مرتد شوی وی. خو زه فکر کوم چه دیره بده په تا ځکه لګیدلی چه شاید تا هم دغه کار کړی وی او د خپل شوم عمل څخه دی دفاع کوی که دا نه وی نو په کوم اصولو باندی ته دا وای چه په هند کی سور صلیب د انسانیت فضا رامنځته کړی وی که دوی انسانیت پیژندلای نو په نیمه نړۍ کی به یی د وینو رودونه نه بهول او ایا ته دومره وږی او تږی شوی چه د یوی مړۍ ډوډۍ لپاره عییسویت قبلوی ایا په هند کی نور مسلمانان نشته ایا هغوی دا د سره صلیب مرکز نه ده لیدلی دا ډیر تکړه او بیداره ته را پیدا شوی چه تا دغه خلک مظلوم کړل خو داسی معلومیږی چه ددغه مظلومانو له جملی څخه ته هم یی او په اسلام کی کومه ذهنی انارشی ده ؟ په غرب کی چه خلک نجات غوړی نو اسلام ته راځی ولی دا بیغیرته ددوه مړۍ ډوډۍ لپاره عیسویت ته مخ کوی او بیا یی له تا غوندی بیکاره مدافع وکیل هم راپیدا شی اخری خبر دا درته کوم چه د کړی عمل نه دی توبه وباسه ځکه چه الله جډیر سخت نیونکی ده او په هیڅ ځای کی بیا دی خلاصی نشته

  4. سلامونه هيوادوالو

    ميوند صاحب زياته مننه له شي او فهمه نه دكي ليكني نه مو.
    تنها دومره وايم په سپينو جامو كي دا عظيم عظيم شيطانان په خپله هر كار كوي خو نورو ته بيا نصيحت كوي، كه د ظالمانو په هيواد كي د د تولني له پاره كار كراي واي نو نن به دا حال نواي.
    په هيله د نابودي د دي ظالمانو.
    وسلام

  5. عجيبه وطن او عجبه يئ خلق دۍ د دا خلقو په حالت اول خندا راشئ او بيا چړا
    حنفئ خپل په هيواد داخل کښۍ خپل حاجت د بل د پښتنئ پرته نشئ رفعه کولئ او راځئ په هندوستان کښۍ چه خپل قانون لرۍ او يو غير مذهبئ يا سيکيولر نظام لرۍ د خلقو مذهب د بدلولو مخه ونسئ او دا يئ لا بل حماقت چه غواړۍ چه هغه افغانان اعدام کړۍ چه د مذهب تغير يئ کړۍ وئي دا احمقان په دا نه پوهيګئ چه که چرۍ دوئي دا اعلان وکړ نو د جهان به دهغه مسئلۍ ته پام شۍ او هر افغان چه د دهغه دلدل نه ځان وئيستل غواړۍ خارج ته ځئ او وائي به چه زه عسوئ شوۍ ېم او حنفئ مئ وژنئ پناه راکړۍ اصلئ موضعو دا ده چه غربئ نړۍ هچا ته پناه په دۍ نه ورکوۍ چه د خپل مذهب دۍ تبديل کړۍ وئي او عسوئ شوۍ وئي دوئي په دا قصه کښۍ نه دۍ چه عسوئيت ته په جهان کښۍ ترجيع ورکړۍ دوئي د دهغه بابولالو نه ډير د وخته لاس اخشتئ دۍ دوئي ته دا مهمه نه ده چه ته په ځه عقيده لرۍ مګر وو که چرۍ دهغو احمقانو دا کار وکړ چه خلق اعدام کړۍ نو بيا به د جنو کنونسيون د مهاجرت د قانون په اساس دهغه افغانان د مهاجرت مستحق وئي او دهغه د غلو اسلامستانو کتله به په دنيا کښۍ په شرووشرميګئ او دا د غير اسلامئ نړۍ په ملياردو ډالر به په قطه شۍ پاتئ شوه د فدرام شعلئ خبره د هغه هځ خبره کول پکار نه ده د سرکس بذو ده هر ډول ته ګډګئ
    زما په اند دا موضعو د افغانستان د حالاتو او واقعتو پورۍ تړاو لرۍ اول دا چه د افغانستان دهغو اسلامستانو د غلو او ډاکه مارانو کتلئ د تيرو ۳۶ کلنو په دوران کښۍ ډيرۍ فجاعۍ کړۍ او کوئ يئ د طالب او مجاهد په نامه سره د اسلام د دين د نوم نه د استفادۍ سره چه د ډيرو خلقو زړونه يئ د اسلام نه بد کړه دا ټول د دهغو ګيره ور د عربو مذدورانو د لاسه

  6. میوند ورور هر څوک چی وی خو دیره دمنطقه دکه وینا یی کړیده خدای دې عوضونه ورکړی
    او دا دکابل په نوم هر څوک چی اپلتی ویلی دی حتماً ددې کفارو سړئ دی هغوی حق لری خپل کرکتر استعمال کړی دایی دشخصیت انعکاس دئ

  7. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    درنو وروڼو او خويندو! ما مخکې يوه تبصره ليکلې وه، خو د «کابل» په نامه کومې خور او يا کوم احساساتي ورور د منطق پر ځای کوتک را پسې رااخيستی او ما ته يې ګواښونه کړي دي، چې بيا مسلمان شم. داسې روايت دی، چې ويل کېږي: په هغه څه چې خدای پرده اچولي وي، نو تاسو يې مه رابرسېره کوی، خکه پاک الله په خپلو کارونو ښه پوهېږي!
    ما ته ډېره ستونزمنه ده، چې د «کابل» په نامه د کابل له ښآيسته، غم ځپلي او وياړلي ښآر سره مخام شم، خو دغه خور او يا ورور ته به دومره ووايم، چې په نړۍ کې ۴۰ ميليونه مهاجر دي، چې اکثريت يې له اسلامي ملکونو دي، چې هجرت پخپله په اسلام کې د جهاد برخه يادېږي، ځکه له ظالم سره که جګړه نه کوي، نو عقلا د بل د وينې له تويولو خو دې ځان او کورنۍ وژغورله او ډګر دې د جهاد في سبيللاه مجاهدينو ته پرېښود او د مهاجرت په بېړۍ کې روان شوي، چې له ډوبېدو نيولې تر تریتام کېدو پورې له ګواښوانو سره مخامخ يي!
    نن ورځ په ليبيا، لبنان، فلسطين، تونېس، مصر، سوماليا، چيچېنيا، افغانستان، پاکستان، سوريه، عراق، يمن، سودان او ګڼشمېر نورو اسلامي ملکونو کې فرقوي، مذهبي او ديني جګړې روانې دي، چې همدغه ۴۰ ميليونه مهاجر هم ترې جوړ شوي دي، چې په پرديو ملکونو کې له کلتوري يرغلونو، مذهبي شکنجو او ټولنيزو ستونزو سره مخامخ کېږي، چې په مهاجرينو کې صغير، کبير او بې وزله ټول شامل دي، چې هم يې د ځان پټولو ته اړتيا ده، هم يې د ژوند عزت او عفت پکار دی، هم يوې مړۍ ډوډۍ ته اړ دي او هم د پوليسو او نورو ناخوالو له ګواښونو سره مخامخ دي، نو یا به د رنډيتوب نړۍ ته ورننوځي، يا به عيسويان کېږي او يا به په هندوانو ورګډېږي، خو په دغه بدمرغي کې د يو مملکت واکمنان، زورواکان، منافقان او خرڅ شوي مکاران بيا خپل رول لري او خدای ته به د خپلو کړو وړو ځواب ورکوي!
    ښاغلی کابل خان او يا کابل جانې ته وايم، چې په وروستيو ۱۳ کلونو کې د امريکايي تر يرغل لاندې په افغان ولس څه تېرېږي، د قمبر يه چاراهي کې دې د هلمند مهاجرين، چې حتی د لمانځه لپاره جومت خو څه چې يو غولی هم نه لري او وروسته له ۸ بجو د قمبر چاراهي ته تګ هم بې خطره نه دی او په ياده سيمه کې ليا څو اونۍ مخکې څو کورنه غلو ووهل او حتی خلک يې ووژل. په ټول افغانستان کې تر ۲۰ ميليونه زيات خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي، د ټولنې ۱۳ سلنه په توبرکولوز اخته دي، تر ۳ ميليآرده ډالره هر مکل هند او دوه ميليارده پاکستان کې خلک په تداوي لګوي، ځکه د افغانستان روغتيايي سييستم همداسې کاوړی دی، نو داسې بې کيفيته او بې مسلکه مسلمانان چې د نورو وينه تويوي او هېچا ته پّ درد نه خوري، نو څوک يې په سر وهي، څه يې کوي، چې نه انسانان دي او نه هم مسلمانان، ځکه دغه ټول د اسلام د مقدس دين هغه ننګينې لکې دي، چې هم يې اسلام نوم بدی کړ او هم يې ځان او خلک رسوا کړل!
    په پای کې بايد ياده کړم، چې ما نه هندوستان ليدلی او نه له نورو اديانو سره کرکه لرم، مګر خپل اسلام مې بس دی، چې هم عقيده پرې لرم او هم عمل پرې کوم! چې شکر الحمد لله ځوان نسل زغم، پوهاوي او اسلامي پاک نفسي ته هم رابولم او هڅه کوم د پاک رب نور مخلوق هم درک کړم، ځکه زه په ربالعالمين باور لرم، چې پاک الله هم د مسلمان او هم د غير مسلمانانو رب دی، مګر داسې هم نه ده، چې تاسو غوندې تنها د ربالمسلمين ناره پورته کړم او د ربالافغانيون شپېلۍ ووهم!!
    په دې هيله چې زما په تبصره مو سر سم خلاص شوی وي او د محشر په ورځ به پاک الله ته زه خپله ځواب وايم، مګر ستاسو له اندېښنو او سپارښته ډېره مننه! خدای دې وکړي، چې تاسو مهاجرت او بيا لکه نورو غوندې يوې مړۍ ته احتياج نه شی! ځکه غرور انسان تباه کوي!
    معه سلامو کم الاهلولمسلمين و الاخوتالافغانيون
    ملا ميوند آخوند

  8. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلی کابلی او يا کابلۍ دې د خپلو خاورينو کورو او پخسينو دېوالونو تر شا د خپلو سيمو ويتو او وازو ته هم ي، ځلې سترګې ورواړوي، چې د منطق او اخلاق په معنی هم پوه شي!
    http://www.youtube.com/watch?v=acfellXf-l4

    معه سلاموکم الاهلول صادقين
    ملا ميوند آخوند

  9. له هرڅه وړاندي سلامونه او ښې چاري البته مسلمانانو ته!
    ورپسې غواړم اضافه کړم چي میوند او تورجان دري ژبي او اوښتي کسان دي.
    او ډیر د تاسف ځای دی چي پارلمان اوس په خبریږي او د مخنیوي لپاره یې اوس اقدام کوي، خو خیر اوس هم ښه وخت دی د هندوستان سفیر باید احضار سي او په کلکه هلته د افغانان عیسویت ته د اوښتلو روانه لړۍ ورباندي ودرول سي کنه د سیاسي اړیکو د پریکون ګوت څنډنه باید ورته وسي او ورپسې د ټولو هغه افغانانو د ورسپارلو غوښتنه باید ترې وسي چي خپل دین یې پرې ایښی دی.
    ترڅو د ارتداد حد ورباندي تطبیق سي..
    وروسته زه غواړم ووایم چي عیسویت ته دعوت کونکي دومره احمق خلګ نه دي لکه د پارلمان ځیني وکیلان صاحبان چي د اوښتو افغانانو په اړه څرګندوني لري.
    دا ډول څرګندوني بیله یوه احمق انسان څخه بل څوک نه کوي او یا غواړي چي د پارلمان د نورو مسلمانو وکیلانو او د اولس په سترګو کي خاوري ودوړوي.
    خو زه به د غرب دغو مزدورو وکیلانو ته ووایم چي ستاسي خوبونه په افغانستان کي د غرب د خوبونو سره په اوبو لاحو کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *