ولسمشر دونالذ ترمپ

تر اوبو وړاندې د ګاولو ايستل زموږ د چارواکيو او مشرانو پخوانی عادت دی. د امريکا نوې سټراټېژي د راز له سلو زرو پردو نه ده راوتلې چې ولسمشر غني مثبته اعلان او د جان‌مکين پخوانۍ دوستي ته په اشاره يې لکه د ګوړې په يادولو د خولې خوږولو ناکامه تجربه تکرار کړه.

د ګوړې په يادولو د ځينو د خولې خوږولو يوه هڅه دا وه چې ګويا ولسمشر ټرمپ له نريندرا مودي افغانستان ته د هندي عسکرو د لېږلو غوښتنه کړې.

ځينې شنونکي خو چا ګردسره تکيه کولای نه‌شوای، داسې تلوسې اخيستي وو لکه هندي عسکر چې د امريکا او څو څلوېښتو هېوادونو تر عسکرو غښتلي وي.

جان‌مکين وايي، د پاکستان له مرستې او همکاري پرته په افغانستان کې سوله نه‌شي راتلای، په دې توګه ښاغلی مکين د جګړې په څېر سوله هم د پاکستان له ښکر او لکۍ نه‌شي راخلاصولای.

دا بيا څنګه منزوي کېدل شول چې امريکا له پاکستانه پرته نه جګړه ګټلای شي او نه له پاکستانه پرته سوله شونې ګڼلای شي.

له دې څرګندېږي چې د ټرمپ په پاليسي کې له افغانستانه د پاکستان د لاس لنډولو پرېکنده او کوټلی فصل او باب نه‌شته، بلکې پاکستان ښايي د دې سټراټېژي په مټ په سيمه او نړۍ کې د نويو سياسي لوبو شيمه او توان هم تر لاسه کړای شي.

که د پاکستان د لاس‌وهنو مخه ډب نه کړای شوه، نوې سټراټېژي او د عسکرو لېږل په افغانستان کې د جګړې لوری نه‌شي بدلولای.

تر اوسه سپينه ماڼۍ د ښاغلي ټرمپ د نيت او ارادې له حقيقته عاجزه ده، خو د افغان چارواکيو ايمان دومره مضبوط دی چې وار له مخه يې پر اثبات خپل باور څرګند کړی دی.

ولسمشر ټرمپ دفاع وزير يا پنټاګون ته واک ورکړ، که نه دا د ده صلاحيت و چې افغانستان ته يې د نويو عسکرو د لېږلو په اړه خپل تصميم اعلان کړی وای.

سپينه ماڼۍ لا هم د د نوې سټراټېژي د اعلان له دقيق وخته ناخبره ده، ايله يې په راتلونکې اوونۍ کې د وړانديز شوې هغې پر عناصرو او اجزاوو د بحث وړاندوينه کړې، خو دا چې دغه بحث څومره غځېږي او له شاربلو يې څه کوچ راوځي او څومره د راټولېدو جوګه ګرځېدای شي، لا هم نه‌شي څرګندېدای، خو له دغسې ګونګتيا سره زموږ د چارواکيو د ژبې له ټکولو پر تالو تڼاکې راختلې دي.

خبر دی چې امريکا ښايي په افغانستان کې د جګړې برخليک ورو ورو قرارداديانو ته په سپارلو، د امنيتي کمپنيو په خوله د جګړې د ډب غوټه پرانېزي.

که داسې وي، بيا د ټرمپ سټراټېژي څومره جدي او بريمنه ګڼلای شو؟ د دغسې يوې سټراټېژي مثبت اړخونه څه کېدای شي؟

دا خبره له ډېره تکراره بېخي سولېدلې چې يو نيم لک بهرني پوځ جګړه کنټرول او د وسله‌والو مخالفانو لاسونه لنډ نه کړای شول، لس پنځلس زره عسکر هغه هم قرارداديان څنګه په دغه چاره برلاسي کېدای شي؟

د هند وايسرای د اګرې له راجه مهاراجه ګانو په قبايلي سيمو کې د حالاتو له خرابېدو د نوي لښکر غوښتنه کړې وه چې څومره ژر کېدای شي څو زره کسيز لښکر ورته چمتو کړي.

څو ورځې وروسته په تار ډيلي ته خبر ورکړای شو چې جنګيالي چمتو شوي، خو د لارې حالات ښه نه دي، هيله ده جلالتماب وايسرای يې تر ډيلي د خوندي رسېدو له‌پاره پوځ راولېږي.

اخېر امريکا د خپلو اکمالاتي کاروانونو له‌پاره په افغانستان کې د امنيتي کمپنيو دغسې خدمتونه نه وو تر لاسه کړي چې پخواني ولسمشر نږدې په لسو کالو کې ايله د دې جړې ماشوړې سر وموندلای شو؟

دا چې امريکا د افغانستان جګړه په قرارداديانو ګټي، هغې لوبې ته ورته چې ترهګري او اورپکي يې په پاکستان ګټله.

د ټرمپ سټراټېژي د ادم نه‌شته بوی يې شته خبره ګرځېدلې، ځکه خو افغان چارواکي ښايي د نورو په سټراټېژيو پورې د پېيلو پر ځای په کور دننه ملي سټراټېژي را منځ ته کړي.

د ټرمپ سټراټېژي ته د انتظار پر ځای د سولې جامع ټولمنلي، علمي او عملي دوديز جوړښت ته مراجعه وکړئ.

سرخط

One thought on “سرخط؛ د ټرمپ پاليسي؛ ادم نه‌شته بوی يې شته”
  1. Afghanistan does not have strong centralized government:Every warlord can break the law and nothing will happen to them.
    Noor, Sayaf, Ismail Khan,Dustam, Mohqiq, Qanooni, Rabani, Masud and many more are all war lords and government has no power on them. Bismillah Mohammadi has a case of 200 M. dollars no body can even mention it. They all want part of the donated money deposited in their bank accounts. Based on strong reports prepared by US inspector, half of the police personnel listed in the MOI documents do not exits and other people are getting their salaries. How can the country be protected from enemies????

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *