تاند: خبریال(ابوبکرجبارخېل)- افغان ولسمشر حامد کرزي د هیواد د بیلابیلو ولایتونو د میشتو ګجرو مشرانو او مخورو سره په کتنه کې ویلي، که غواړي چې نیکمرغه راتلونکې ولري نو پر خپلو ځوانانو دې لوړې زده کړې وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر کرزي د چارشنبې په ورځ د  ګجرو قوم له مشرانو سره په کتنه کې وروسته له هغې یاده غوښتنه وکړه، چې دوی په دغه لیدنه کې بهرنیو هېوادونو ته د لوړوزده کړو لپاره د ګجر قوم د ځوانانو د لېږلو، د هېواد په ختیځ او شمال ختیځ کې د لیلیه لرونکو دوه لیسو، په ګجر میشتو سیمو کې د ګرځنده روغتیایي کلینیکونو د جوړیدو، د انکشافي پروژو د رامنځته کېدو او په دولتي ادارو کې د ګجر قوم د کدرونو د ځای پرځای کېدو غوښتنه وکړه.

ولسمشر کرزي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د میشتو ګجرو د ستونزو او غوښتنو له اوریدو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ چې د دوی د استازو په حضور کې به د کابینې په راتلونکې غونډه کې د دوی ستونزې او غوښتنې په هر اړخیز ډول وڅیړل شي او د حل لپاره به یې لازمې کړنې ترسره شي.

ولسمشر د ګجر قوم مشرانو او مخورو ته په خطاب کې وویل: (( تاسو هم لکه د افغانستان د نورو خلکو په څېر د افغانستان په نظام کې د مشارکت حق لرﺉ،  که غواړﺉ چې نیکمرغه راتلونکې ولرﺉ او پخپله خاوره کې د افغانستان له نورو خلکو سره سم  په واک کې شریک و اوسیء نو په خپلو ځوانانو لوړې زده کړې وکړﺉ.))

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان هم د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه یو ده چې تر ډیره په پښتون میشتو سیمو کې د ناامنۍ له امله ډیری ځوانان زده کړو ته لاسرسی نه لري.

ښاغلي کرزي په همدې توګه د ګجر قوم دې ته وهڅاوه چې په راتلونكو ولسمشريزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو کې د ګډون لپاره کارتونه واخلي او د خپلې خوښې وړ شخص ته رایه ورکړي.

ټاکل شوې چې ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې د را روان ۱۳۹۳ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۶ مه ترسره شي خو نا امنۍ هم یو له جدي ستونزو څخه ګڼل کېږي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *