الله داد مومند

موږ په ورځني ژوند کې تر ډېره داسې کلمو او ویونو سره مخ کېږو چې زموږ لپاره نوې او نا اشنا وي، خو ځيني بیا ویلو او کولو ترمنځ توپېر نه شو کولای او د یو لړ کارونو لپاره د ویلو او کولو ژمنه کوو خو هېڅ نه بریالي کېږو، دا چې ویل او کول په عملي توګه انسان تر کومه حده کامیابه وي، لاندې په ډاګه شوي دي.

په دغه دوه کلمو کې د ژوند ټول فعالیتونه او د ژوند راز په کښې نغښتی دی، څه چې په نړۍ کې شوي دي او یا اوس پلي کېږي او یا هم وروسته کېدونکي دي، نو په تمامه مانا( ویل او کول) کلمو په ځولۍ کې راتلای او ځایېدلی شي.

د یوې چارې د کولو لپاره لومړی قدم ویل او دوهم یې قدم کول دي، که په بله مانا و وایوو نو ویل لومړی ګام او کول دوهم ګام دی، اول ګام دوهم پېداکوونکی او دوهم د لمړي بشپړونکی دی، که چېرته لمړی ګام یو شخص وانخلي، نو دوهم به چېرته وي او که دوهم هڅه ونکړي نو اول نه تکملیږي.

د نړې تولې چارې دې مثال ته ورته بڼه لري. د هر کار د کولو د بشپړولو لپاره تر هر څه وړاندې مهمه ده چې کلک هوډ او پیاوړي ارادې ولرو او له دې وروسته عملي جنبه او یا هم د عمل جامه ور واغوندو.

د ویلو نه زموږ مطلب د یو کار نظري، فکري پلان او پروګرام دی او له کولو څخه یې زموږ مقصد او هدف  هغه څه کېدایشي چې د نظر فکري جاح او پلان عملي کول او میدان ته راوړل دي.

د یو هېواد د مخکې تګ لپاره د یو انسان د هوساینې لپاره او همداشان د حرکت لپاره دغه دواړه شیان لازم او اړین دي،.

بې ویلو یغنې بې نقشې او بې تدبیره د یو کار ترسره کول لکه لور په لوټه تېره کول او بي کولو ویل داسې لکه خوب چې سړی اوبه ته ووايي.

څوک چې په ژوند کې د ژوندون په راز، اهمیت، ارزښت، او په راتګ یې اګا شوي وي، هغوي په رښتیا سره د دغو دوه کلمو په مانا پوهېږي او درک یې کولای شي.

هغه څوک چې له ژوند خوند اخلي، هغه څوک چې خوښیانې ډېرې وي، هغه څوک چې ژوندې په سکونت کې وي او هغه څوک چې په هر چاره کې کامیاب راځی،  نو علت یې همدا کیدایشي چې څه وايي او څه کوي لمړی د فکر دنیا په کار اچه وي، او بیا د یو مسولیت لپاره پلان نیسي او سرته یې رسوي.

خو هغه وګړي چې لاهم نا هیلي ګرځي او په ژوند کې د بریا نصیب په سترګو هم نه ویني، نو د هغوي د ویلو او کولو په اهمه مانا او اړیکه نه پوهېږي، نه یې کول د کوم پلان او پروګرام له مخي وي او نه یې ویلو ته د عمل لباس اغوستی شي. هغه څوک چې په دي اګا شوي دي په ژوند کې کامیابي، سنګیني، او پرمختګ یې په ټولنه کې د ستورو په څېر ځلوونکي وي.

نو؛ د هر انسان لپاره د توجو وړ او اړینه خبره ده چې د ویلو او کولو په اصلي مانا کې فکر وکړي او د عملي کولو لپاره  باید دواړه کلمي سره ونښلوي.

بریا مو په برخه!

۲۰۱۷\۶\۱۷

ننګرهار

سپین غر رادیو دفتر 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *