د حکومت پر وړاندې ننیو مخالفتونو او سیاسي یو ځای کیدنو وښوده چې قوي اصلاحات راوان دي، فیسبوک او رسنۍ څو جملو پر سر اخیستي دي ولسمشر غني ارګ انحصار کړی دی ، له ولسمشر غني ولسونه خفه دي ، ولسمشرغني خپلې وعدې هیرې کړي او دې ته ورته نور موضوعات د حکومت د منتقیدینو له لوري کارول کیږي .
د ولسونو د تحقیق قوه دومره نه ده پیاوړي چې وګوري ایا رښتیا همداسې ده کنه ؟ که هر مامور، معلم، زده کوونکی بل هیوادوال د شته حکومت پر کارونو دوی ته پر برابرو شویو اسانتیاوو ژور فکر وکړي نو ممکن د واک تږیو او سیاسي سوداګرو انتقادونه ورته کوم اهمیت ونلري، راځی هر شناند او لیکوال بې پرې قضاوت وکړی له محافظه کاری پرته د نني حکومت پر کارونو یو څه ووایی ددې ولس اذهان مه خرابوی زه ډاډه یم که قلموال او رسنۍ د حکومت ملاتړ وکړي له حکومت سره به مو غټه مرسته کړي وي .
څو ځایه مې ولوستل چې په ترکیه کې د نوي ایتلاف تر جوړیدو وروسته د روښنایی غورځنګ په ګډون په کابل او هیواد کې پر لویو لاریونونو کار روان دی چې ممکن د غني حکومت وننګوي، اصلآ دادې غني د ملاتړو او د ولسونو پر ذهنیت منفي کار کول دي دا کرایه شوي لیکوالان او رسنۍ کوي له دې یې هدف دادی چې همدا د غني پلویان او ملاتړي پښتانه قومونه غني ته ووایي چې په هیواد کې د ناخوالو مخه باید ونیول شي خو د دوی شرطونه ومنه .
زه یو څو پوښتنې لرم، تاسې د خپل ولایت د وکیل ارزونه وکړی تحقیق پسې وکړی که هر ولایت ته د مرکزي حکومت له لوري په هر سهم کې شریک نه و یا یې تر کلونو ډیر جنجال پرې نه و کړی بیا یې ملاتړ وکړی، که هر وکیل د ولایت په لویو پروژو کې شراکت نلره بیا غني مه منی او په کاڼو یې وولی.
که د هر ګوند مشر د خپلو ساتونکو زغروالو موټرو سهم له غني نه و غوښتی بیا هم د غني مخالفت وکړی، دا او دې ته ورته د نورو ډیرو ځان غوښتونکو اصلاحات روان دي پښتو کې یو متل دی چې په تنک شي نو په جنګ شي.
روان ناورین راڅخه د تحقیق، پر ځای پریکړه کول، حوصله، تمرکز هر څه راڅخه اخیستي راځی لږ نور هم وزغمی لږ وخت وروسته بدلون راروان دی ټاکنې کیږي د ولسمشر بدیل لری سترګې مو پټې کړی ژور فکر وکړی کوم څوک د ارګ لایق په نظر درغی؟ ډاډه یم چې څوک نشته دی!
ځینې ځوانان په ټولنیزو رسنیو کې ددې لپاره د حکومت مخالف دي چې د دوی سیالان ملګري ځوانان تر دوی پر ښو دندو ګمارل شوی نو یې ځکه مخالفت کوي وکیلان ، د ګوندونو مشران به یې ولې مخالفت نه کوي ځکه دوی ته دسترخوانونه څوک ګلورین کړي د دوی خپلوان څوک حج ته ولیږي دوی ولې د تیلو په قرارداد ، ساختماني پروژو، د کسانو په استخدام کې ونډه نلري .
د ولس ذهنیت مو سپینه پاڼه دی هر څه په پټو سترګو مني راشی نور دا خاوره وژغوری شعاري خبرې پریږدی سولیز افغانستان وغواړی.
ولسه دا ملاتړ یې چې کوی که همدا درڅخه په تنګه ورځ دوبی ، لندن ته ولاړل او ته یې پریښودې بیا خو د ګیلې حق نلرې کنه ؟
SIR THANK YOU YOU RIGHT/BUT PUBLIC MEDIA MUST SUPPORT ASHRAFGHANI/
AFGHAN NATION KNOWS WARLORDS/PARLIAMENTS PARTNER IN ALL PROJECTS,THANK YOU