ملکي تلفات

د افغانستان له‌پاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یوناما وايي د تېر کال په پرتله، د سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې، د افغانستان په ناامنيو کې دوه سلنه زيات کسان شهيدان ‎او ټپيان شوي دي.

د دغې ادارې د يوې اعلاميې په اساس، د سږ کال له پيل تر اوسه پورې د افغانستان په ناامنيو کې يوزر، شپږ سوه او دوه شپېته تنه افغانان شهيدان شوي او درې زره، پنځه سوه او يواتيا کسان ټپيان شوي دي.

د سرچينې د مالوماتو په اساس، د تېر کال په پرتله سږ کال د ناامنيو په پېښو کې د ښځو مرګ ژوبله درويشت او د ماشومانو هغه نهه سلنه ډېره شوې ده.

دا افغانستان دی او اوسېدونکی يې په مرګ محکوم دي.

يوناما وايي، په دغو مړو کې د څلوېښت سلنه خونه د طالب په غاړه دی او طالب سل فيصده حکومت ملامت بولي.

بهرنيان بمبار کوي، داعشيان خلک پر بمونو کښېنوي، طالب يې په ځانمرګو بريدونو، وسله‌والو نښتو او بمي چاودنو کې شهيدانوي، کله کله يې د حکومت عسکر د هاوان په مرمۍ پسې وولي، د کال په اخير کې مړي وشمېرل شي او بيا ټول، يو بل ته د ملامتيا ګوته ونيسي.

هغه يو کس ته يې ويلي وو چې پلار دې سپرو مړ کړ، که پليو؟ ده وويل، زما له ښې يې وايست، نور يې نو څه کوم چې سپرو مړو کړ، که د پيادوو په بريد کې لاړ.

درې نيم زره کسه يو قوي لښکر دی، د خدای زور خلک دي، شمېره يې په خوله يادېږي، په شپږو مياشتو کې يې وژل قتل عام دی.

کاشکې دا درې نيم زره کسه، يوازې همدا کسان وای، کاشکې په حکومت کې دومره زور وای چې کس شهيدېدای، اولادونه خو يې ژوندي ساتلای شوای، کاشکې حکومت د دې جوګه وای چې د شهيد کونډه خو يې له فقر څخه بې غمه کړې وای، کاشکې د شهيد اولادونه له لوږې نه مړه کېدای. اوس خو درې نيم زره کورنۍ قتل شوې دي. يتيمان به له لوږي مري، که ژوندي پاتې وي، نو ژوند به يې داسې تېرېږي چې مرګ په وار وار شرف ورباندې لري.

طالب وحشي دی، داعشي ترهګر دی، بهرنيان پردي دي، ولس يې برمته دی، هر يو يې تر ولس زورور دی، چې څنګه يې زړه غواړي هماغسې يې وژني او د ملامتيا ګوته هم څوک ورته نه شي نيولای، حکومت خو په دې خپلې غاړې خلاصې نه شي بللای چې يوناما د شهيدانو څلوېښت سلنه خون د ترهګرو په غاړه واچوي او حکومت ته ځان ملايکه ښکاره شي.

دا وړمه ورځ بيا بهرنيانو په روزګان کې پر عامو کليوالو بمبار کړی، تر هغه مخکې يې په کندوز کې ښوونځی بمبار کړی، تر هغه مخکې بېرته په روزګان او همداسې د هېواد نورې سيمې درواخله، حکومت تر اوسه له يوه بهرني پوښتنه وکړه چې ولې؟

سمه ده چې طالب خلک په کليو او ښارونو کې وژني، حکومت ويده دی، ولې يې مخه نه شي نيولای؟

درې نيم سوه زره عسکر د شلو طالبانو له وسه نه دي؟

رښتيا دا ده چې د دې ټولو مرګونو خون د حکومت په غاړه دی، که حکومت غاړې خلاصې نه کړي، خلک به يې تر غاړه ونيسي.

سرخط

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *