لاندې ویدیو کتلی شئ-

تاند- په هسپانیا کې د تېرې اوونۍ د ږلۍ خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د دغه هیواد په شمال کې دې زورورې ږلۍ ګڼ شمېر څاروي مړه کړي دي.

په خپرو شویو عکسونو او ویدیوګانو کې د ږلۍ د دانو اندازه تقریباُ د کرکټ د توپ هومره ښکاري او له کبله یې په ځانګړي ډول ډېر پسونه مړه شوي دي.

هسپانیايي رسنۍ وايي چې دې ږلۍ، چې د پنجشنبې په ورځ /جولای ۱۳/ د دغه هیواد په شمالي غرنیو سیمو او المازان (Almazan) ښارګوټي کې وشوه، خو تصویرونه یې اوس خپاره شول، زیات زیان اړولی دی.

ږلۍ ګڼ موټرونه زیانمن کړي او د کورونو د کړکیو شیشې یې ماتې کړي دي.

ګاردین ورځپاڼه وايي چې د ږلۍ اندازه دومره زیاته وه چې د ښاروالۍ د واورو د پاکولو موټرونه په سره دوبي مجبوره شول چې راووځي او سړکونه پاک کړي.

د هواپېژندنې اداره وايي چې د هسپانیا په دې سیمه کې عموماً چې هوا ډېره توده شي، سخت بارانونه یا ږلۍ اوري خو دا یوه کمسارې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *