د نادعلي ولسوالۍ د پوهني امر جماالدين بارکزاي او د يادي ولسوالۍ ددولسو ليسو مديرانو خپلي ستونزي او د نادعلي ولسوالۍ د معارف دودي او لا پراختيا په تړاو خپل نظرونه شريک کړل.
ددوي په وينا په خورا سختو شرايطو کي یې ښوونځي پرانيستي او ګڼ شمير زده کوونکي يې ښوونځيو ته ځي خو په يو شمير برخو کي ځيني ستونزي لري، دوي دهلمند مدني ټولني له مشر څخه غوښتنه وکړل چي دستونزو د حل په برخه کي ورسره مرسته وکړي.
دهلمند مدني ټولني مشر سردار محمد همدرد ديادو مديرانو ستونزي پرځاي وګڼلي او ژمنه يې ورسره وکړل چي د حل په برخه کي به يې خپلي هلي ځلي ونه سپموي.
نادعلي لښکرګاه ته نژدي پرته ولسوالۍ ده چي اوس مهال يې ښوونځي پرانيستي خو ښوونکي او زده کوونکي يې د یو شمير ستونزو سر ټکوي.