همدا اوس مې د هغې ځوان ویډیو ولیده چې میرمن یې د محقق ساتونکیو پرون په شهادت رسولي وه، ځوان په ژړا کې د خبریال سره د خپل زړه درد شریک کړی و، مرکې ته په هغه سورپالنګ ناست وو چې د ناوي لپاره یې اخیستی و خو ناوې خوب پکې ونکړو او د تل لپاره یې د خاورو خړپړ پلنګ ځای شو.
یاده ناوي د خپل خاوند سره له نکاح وروسته د خپل کور په خوا رهي وه چې د اجرایه ریاست دوهم مرستیال دساتونکي له خوا ډازې پرې وشوې ناوي یو بل د ناوي او زوم خپلوان ځاي پرځای پکې شهیدان شول په ویډیو کې مې ولیدل چې د شهیدې میرمنې میړه ډېر په بد حالت کې و ډلې ډلې خلک کور ته د دعا په پار ورته راتلل خو محقق نه د غم رازۍ لپاره زنګ ورته وهلی و او نه یې پوښتنه کړي وه چې دلته زما ساتونکیو انسانان وژلي دي که حیوانات.
وطن د جنګسالارانو ډک ی هر یو ځان ته من وايي کله ناوې په شهادت رسوي کله ماشومان، خو تراوسه دومره د نر زوی نه دی پیدا شوي چې د دې جنګسالارانو خولې په سوک ورسمې کړي، دا خلک دومره کبرجن او بې انسانیته دي چې د ځينو مرګونه نسوار هم نه بولي.
زه نه پوهیږم چې دا څه روان دي د محقق خپله په څلورو ښځو نه سړیږي او د غریبانو يوه ښځه هم په شهادت ور رسوي یو وحشي ساتونکي يې ناوي په سررو لاسو په ډزو وژني او دا جنګسالار رای هم نه پکې وهي چې ما انسان مړ کړ که حیوان د خلکو ته د انسان مرګ د یو توت قدرې ارزښت هم نه لري، دوی اوس هم هغه پخواني خوبونه ویني چې د خلک په سرو کې یې میخونه ټکوهل .
یوه ناوې چې کله د خپل راتلونکې خاوند سره په سره پالنګ کې یو ځای کېږي ډېر امانونه یې په زړه کې وي، خو یو وحشي یې د ارمانونو دنیاګۍ ورانه کړي او د ناوې نه سور پالنګ په سرو لاسونو په ځای پاتې کړي او ټوله کورنۍ یې د غم په ټغر کینوي.
خو موږ دومره ویده یو چې داسې وحشیانو وحشیانه کړنو ته هیڅ نه وایو نه لیکل په لیکو که څه ووایو کیدای شي د عقدې پر اساس یې ووايو، موږ د انسانیت لپاره چیرې ناره نه ده پورته کړي.
اوس که محقق ساتونکیو دا وحشیانه کړنه کړي ده باید موږ د انسانیت له رویه دا خبره کلکه ونیسو تر څو چې قاتل او د قاتل بادار ته د انسانیت زور ور معلوم شي!
دا خو څه هغه د مجاهدینو زمانه ده چې د انسان مرګ دې خلکو ته د روپۍ ارزښت نه لرلو اوس شکر خلک پوه دي خو ویښ شوي نه دي ځکه په داسې خبرو کې ځانونه په کوچه حسن چپ وهي .
ګرانو لوستونکو دا خبره را سره بدرګه کړئ چې ترڅو هغې مظلومې ناوي روح په ارام شي.